The news is by your side.

زموږ لوړپوړي چارواکي ړانده دی که کاڼه؟

الحاج استاد عمر پاڅون

0

نېره اوونۍ مې په درندې روهي ویبپاڼه کې ولوستل چې د ازبکستان څخه ۱۲۵۰۰۰ ډالرو پنځه پایې ماشینونه د کندز سپین زر شرکت فابریکې له پاره وپیرودل شول چې دې فابریکې وروسته له شلو کلونو پدې پنځه ماشینونو په یو لک او  پنځه ویشت زرو ډالرو په کار پیل وکړ پنځوسو نفرو ته پکې کار پیدا شو. د ورځې په لسو ټنو غوړو سربېره  د کڼځلو او پنبو دانو څخه تیل هم تولیدوي.

ښه، نو په ۱۲۵۰۰۰ زرو ډالرو لس ټنه غوړي او پنځوس نفرو ته کار پیدا کېدل. که همدا په ریاضي معادله کې واچوو نو په ۱۲۵۰۰۰ډالرو پنځوس نفرو ته کار په یو ملیون ډالرو پنځه سوو ته کار نو په سلو ملیون ډالرو پنځه لکه کارګرو ته کار پیدا کېدل امکان لري.

که داسې کارونه شوي وای زموږ ځوانان به بیا ولې د مرګ په لارو د اروپا په لور رهي وای.

په تیرو شلو کلونو کې مو دا امریکې په بېدریغه مرستو یو مجهز روغتون هم جوړ نکړی شو چې ناروغان به مو بهر ته د علاج له پاره تللو ته نه اړ کېدلی. کرزی صیب او غني  صیب ته به یوه لنډۍ بسنه وکړو.

جانانه څه شی به دې یاد کړم

چې ناکردې دې یادوم ژړا راځینه

زموږ لوړ پوړ چارواکو ته په کار دي چې لومړیتوبونه په نښه کړي که پخپلو پخوانیو زړو فابریکو لکه ګلبهار، باګرامي، جبل السراج، جګدلک، د قندهار کابل د سیلو فابریکې، همدارنګه د سمنټو په بېلابیلو فابریکو کار وشي. وایي د طالبانو په وخت کې د پلخمري سمنټو فابریکه خرابه شوې وه. طالبانو د چک حکومت سره اړیکه نیولې وه چې فابریکه ترمیم کړي چک حکومت ورڅخه دوه ملیونه غوښتی و.

طالبانو د خپل هېواد په انجنیرانو په دولس سوه ډالرو فابریکه ترمیم کړې وه وایي چې (د لمدو خټو لږې اوبه دارو وي).

که موږ خپلو پخوانیو بریښنا سټیشنونه کوم چې پنځوس اویا کلونه مخکې جوړ شویدي اوس په نوې تخنیکي ماشینونو سمبال کړو. بریښنا په مو دوه برابره شي. په ډیر لږې بودجې په کارونو سره په مو ډیر کارونه کړي وي.

زموږ ولس مشر په کاسا، ټاپې، لاجوردو او ورېښمو په لویو لویو لارو او د اورګاړو په پټلیو مصروف دی چې په دوه ویشتمه پیړۍ کې به دا پلانونه د عمل جامه واغوندي.

چین لومړی زور په کرهڼه  واچوو د غلو دانو څخه یې خپل هېواد په ځان بسیا کړ او ملت یې په خېټه موړ کړ. بیا یې نورو بنیادي کارونو ته مخه کړه.

د استرالیا ملي پوهنتون استاد پوهاند بیکنز وایي چې دا درسته ده چې وروسته پاتې هېوادونه په دوه برخو کې پرمختللو هېوادو ته اړ دي. یو دا چې پرمخ ودې هېوادونه بنسټیز اقتصادي چوکاټ نه لري. دوهمه دا چې دوۍ د غلو دانو د لارې خودکفا نه دي.

پوهاند بیکنز وایي چې دا د پوهېدو خبره ده چې وروسته پاتې هېوادونه لوی بنسټیز پلانونه لکه د اوبو بریښنا بندونه، لویې لارې او پرمختللی صنعت کې سترو هېوادونو ته اړ دي.

ولې دا د پوهېدو څخه بهر ده چې سره له دې چې وروسته پاتې هېوادونه کرهڼیز هېوادونه دي. پریمانه اوبه او پریمانه کرهڼیزې ځمکې لري بیا هم په غلو دانو په ځان بسیا نه دي.

پوهاند بیکنز وایی په کار خو دا ده چې وروسته پاتې هېوادونه لومړی زور په کرهڼه واچوي چې غلو دانو د لارې دا هېوادونه په ځان بسیا شي چې ملت په خېټه موړ شي. حدیث شریف دی د ولږې، فقر او غریبۍ څخه رسول (ص) پناه غوښتې ده. د سکندر او ناپلیون وینا ده که غواړۍ چې یو ملت د ځان تابع کړي او د ترقۍ او پرمختګ څخه یې وروسته پاتې کړي. نااهله او فاسد انسانان په لوړو کرسیو وګماري.

دا نسخه انګریزانو پخپلو مستعمرو کې پلی کوله اوس دا میراث امریکایانو ته پاتې دي.

هر کار ته به ولس مشر غني فقیر څنګه او چیرته ورسیږي هر لوړ پوړې چارواکي د خپل بام واورې د ولس مشر غني په بام غورځوي.

اوس هم سر د وخت دی چې د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ ګمبیري ډاګ کې د ناکامورا پلان څخه زده کړه وکړو.

د ناکامورا په پروژه کې نه لوړ تخنیک استعمال شویدي او نه په ملیاردونه بودجه.

ناکامورا ځمکه په بېلچو او بیلدوزرو څیرلې، ویاله یې جوړه کړې د کنړ په سیند کې یې د غره غټې غټې تیږې اچولی اوبه یې ډب کړی او خیژولی دی. چې په زرګونو بزګرانو ته یې د کرهڼې ځمکه برابره کړېده. او په لکونو خلکو ته یې د ډوډۍ وسیله.

موږ په هر کار کې جنګ او ناامني بهانه کوو ولې په ښېوې ولسوالۍ په ګمبیري ډاګ کې جنګ نه وو.

زموږ د ولس مشر پام دې په نیکه شي همداسې یو پلان د ناکامورا د هېواد په هرې ولسوالۍ کې پلي کړي پایلې به یې څه وي!

له غلو دانو به په ځان بسیا شو،. ملت به خپل د کرښې لاندې ژوند څخه وباسو.

په ملیونو ماشومان به د خواروځواکۍ څخه وژغورو.

ملت کې بيکارۍ ته به د پای ټکی وی.

او د ټولو په سر کې کوم واټن چې د حکومت او ملت تر منځ دي کم کړی شي. زموږ (د شکېدلی کټ پیاړمې به هم ټینګې کړی شی). په ټلویزیوني خبرونو کې مې اوریدلی و چې د کوم  وزیر د وزارت کلنی بودجه د کال په اخیر کې ځای په ځای پاتې وه.

دې غریب او فقیر ملت او کنډواله هېواد کې وزیر صیب خپله بودجه نشي استعمالولی د داسې وزیر جزا دا کېدلې شي چې دا وزیر په همدې وزارت کې چپړاسي مقرر شي.

اوس نو تاسې ووایي چې زموږ لوړپوړي چارواکي ړانده دی؟ کاڼه دی؟ نااهله او که بې واکه؟

دا وړۍ به څوک شړۍ کوۍ؟

د اباد او سوکاله افغانستان په هیله

(Visited 34 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys