The news is by your side.

زه او مولا / جلال بازوان

0

ماشوم وم، څومه ورځ مې وه سهار وختي جومات ته ولاړم د بغدادي قاعده مې زده کوله چې قاري بد بد په لغتو وهلم ځکه چې الف دو زر ان، الف دو زر این، الف دوپېښ اون (ان، این، اون) رانه هېر شوی ؤ. له هغې ورځې مې مور ته ویل زه نور له قاري نه سبق نه وایم، بیا مې مور په خوشامندو راضي کړم چې خیر دی. ثواب دې او جنت دی، سبا بیا قاري صیب ووهلم ځکه چې اذان مې نه ؤ زده. بیا مې مور ته وژړل چې نور نه ځم. سبا بیا مور په زور او شور ولېږلم خو زه به له جومات نه پټ شوم د یو پټي په پوله به کښېناستم چې مشر لالا به مې له جومات نه راوتو نو زه به هم ورسره کور ته راغلم، خو څو ورځې نه وې تېری چې مور مې خبره شوه. بیا يي راته سوال او زارۍ کولې خو زما له قاري نه زړه تور ؤ.
پلار بوتلم مکتب کې يي داخل کړم. په اوله ورځ له یو بل ټولګیوال سره سیپارې ته کښېناستم ځکه چې ما سره سیپاره نه وه، مولا چې راغلو دومره په لغتو يي وهلم چې په هره لغته به يي درې سرکونډلې راباندې واړولې. زه ویرې او ترس نیولې وم، نه پوهېدم چې څه خبره ده؟ د ټول مکتب شاګردانو راپورې خندل او مولا به بیا پسې بله لغته راکړه چې د کاپیر زویه، سيپاره ولې نه لری، له اتو نهو لغتو وروسته د ټولګي کپتان ورته وویل، مولوي صیب د دې اوله ورځ ده. بیا مې قسم وکړو خو چاره مې نه وه ځکه چې مولا د مکتب له سرمعلم نه زوره ور ؤ او د مکتب استادان هم ټول يي په دې ډارولي ول چې ګوندې کمونستان دي. بله ورځ چې مې سیپاره یوړله نو مولا به راته ویل، شین سترګي د خدای او د خدای پیغمبر دښمنان دي. ته داسې ښکاری لکه د شوروي نسل، د مکتب ټولو خلکو به زه او مشر ورور به مې تنګولو چې مونږ د پیغمبر دښمنان یو ځکه چې سترګې مو شنې دي. بیا له هغې مکتبه ووتلو، بل مکتب ته لاړو، هلته مې دوهمه سيپاره زده کوله، یوه ورځ مې د تېرې ورځې درس استاد ته تېرولو چې یو زور او زیر مې غلط کړو، استاد په داسې څپېړه وهلم چې تر ډېرو ورځو مې په غوږونو ګړنګار ؤ او د ټولو نورو ماشومانو په مخ کې په ځمکه د څپېړې د فشار له وجې را ولوېدم، هغه څپېړه مې لا اوس هم نه ده هېره. هلته به هم خلکو تنګولو او په لاره کې به يي راپسې چغې وهلو، هئ شین سترګو! هئ د پیغمبر دښمنانو! ما سره دا سوال تراوسه دی او تراوسه مې زوروي چې مونږ د شنو سترګو له وجې څومره وزورول شو. بیا بیا به مې قسمونه وخوړل چې زه به له مولا او قاري نه سبق نه وایم خو چاره مې نه وه. بله ورځ مې مور راته وویل چې بس له دې وروسته به يي درته په کور کې تره د قران سبق وايي، تره سره مې د خدای ښه وکړي ډاکټر ؤ نو هغه راته په مینه سره سبق ویلو او په دوه میاشتو کې مې قران په ناظره خلاص کړو.
بیا پیښور ته ولاړو، خو هلته به د مولایانو نور څه وایم مکمل برین واش شولو، خو چې د لیسې نه فارغ شوم په یو کالج کې مې انټرنشیپ کولو نو په لاره تېرېدم په هغو ورځو کې مې بریت تازه راغلي ول، د ناصرباغ په سرک څو کتابخانې وې چې یو مولانا استاد راپسې چغې وهلې دې خوا راشه. ما يي احترام وکړو خو هغه له وار سره سم له ویښتانو ونیولم او یو څو څپېړی يي د ټولو خلکو مخکې ووهلم چې دا بریت دې څنګه پریښي! تا ته پته نشته چې د طالبانو حکومت بېرته را روان دی. د کتابخانې ټولو کسانو ورته وویل چې مولانا صیب، خیر دی ماشوم دی، خو هغه په نرې خندا وویل: کمونستان دي پرې ږده چې ورته پته ولګېږي. سبا به چېرته غټ سړی وي خو زما څپېړې به يي په یاد وي.

زما اوس دا دی څه د پاسه دوه نیمې لسیزې عمر تېر شو، د سر او ږیری ویښتو کې مې هم سپین لګېدلي خو د مولا او قاري په دې بده رویه زه هېڅ پوه نه شوم خو زه اوس هم ورته احترام لرم ځکه چې زما د ټولنې یوه لویه برخه تشکیلوي او په دوي کې ښه خلک هم شته.
ج.ب
نانجینګ پوهنتون
فیبروري ۲/۲۰۱۹

(Visited 110 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.