The news is by your side.

ستاسی تحلیل به په دې اړه څه وي؟

0

پوهنمل حاجي محمد نوزادی 

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې استازی پیري مایادون د اپریل په ۱۸ نیټه دستراتیژیکو څیړنو په مرکز کي اولسمشرۍ ته د ځینو نوماندانو د وړاندیز په ځواب کي وویل : موږ له دې منطق سره موافق نه یوو چې په راتلونکي میاشت کي د اشرف غنی د دورې د پوره کیدو سره سم یو مؤقت حکومت جوړ شي ځکه چې داسې حکومت به ادارې د بې یقینۍ په سمندر کې ډوبې کړي .

     ده دا هم و ویل چې د ولسمشرۍ انتخابات دې د سولې له پروسې سره نه تړل کېږي اوزیاته یې کړه : «که انتخابات نه وي باید پر سولې خبرې وکړو، او که د سولې پروسه نه وي باید پر انتخاباتو خبرې وکړو» .

   ښایي دا به یوه دیپلوماتیکه ژبه وي چي یوازي دیپلوماتانو ته د پوهیدو وړ وي . خو :

     ماته خو ددي خبري له تحلیل نه داسي ښکاری چي که د سولی پروسه پر مخ شړو ، بیا نو د راتلونکو ټولټاکنو خبره ګلجانۍ ده . که رښتیا هم دا خبره ګلجانۍ شوه او د خدای په غوښتنه د سولي لمر را وخوت ، بیا نو د انتخابي اداري بدیل بیله مؤقت حکومت نه بل څه کیدای شي ؟ ستاسي نظر؟

ډنمارک ــ ۱۹ / ۴ / ۲۰۱۹

(Visited 11 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.