The news is by your side.

سعودي عربستان، پاکستان او نړیوال جهاد

0

سید خالد سادات

سعودي عربستان د اسلامي نړۍ عالمبردار مملکت ته نن تر هر څه مخکې په منځني ختیځ او اسلامي نړۍ کې د سعودي قدرت ساتنې محور مهم دی. سعودي د عربي نړۍ جګړو رهبري خپله دنده بولي. د یمن په جګړه کې د سعودی شاهي کورنۍ د پنځلس زره حوثیانو وژنو او ختمولو لپاره یوازې پنځه اتیا زره ماشومان وژلي.
سعودیانو د سوډان ځوانان د درې سوه ډالرو په مقابل کې په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې وجنګول او د یمنیانو سره یې په دايمي دښمني واړول. ۲۰۱۵ کال کې کله چې د یمن، عربستان جګړه پیل شوه، سعودی عربستان د یمن په جګړه کې دوه سوه میليونه ډالره ورځنی لګښت درلود چې په معاصرو جګړو کې د ورځني مصرف لوی رقم دی.

سعودیانو تېر کال د امریکا ولسمشر ټرمپ په راتګ سره د ۱۱۰ ملیارډه ډالرو لوی جنګی قرار داد له امریکا سره لاسلیک کړ، سعودي شهزاده‌ګان د قطر او مصر د وېرې له وجهې له امریکا څخه د وسلو د پلور تړون لاسلیک کړ.
سعودیان له امريکا سره دوستي په منځني ختیځ کې د جګړو ګټلو په پار غځوي. امريکا سعودي عربستان ته یوازې د قدرت ساتلو په سیاست کې سینه وهلای شي. امریکایانو پر سعودیانو منلې چې په عربي نړۍ کې د سعودي راج ساتلو په قېمت کې باید اسرايلی دولت موجود وي.
د سعودي او اسرايلو تر منځ اړيکې نږدې دي چې سفارتي بڼه واخلي، وار له مخه د سعودي عربستان شهزاده طلال په اسرايلو کې ځان سفیر نومولی.

له بل لوري سعودي عربستان د سوریې په کړکېچ کې له ایران سره تر حده ډغره وهلې او لا هم خپل زور ازمایي. سعودي عربستان پر ایران د شعيه مذهبي ايډيالوژي له مخې خپل دایمي رقيب بولي او حتی ټوله عربي نړۍ د ایران په مقابل کې درولو ته هڅوي. سعودي عربستان کې تر ۱۶% د سعودي خپل نفوس اهل تشیع جوړوي او په عربي نړۍ کې د ایران له مداخلو سخته وېره لري.
سعودي فکر کوي که نن ایران په سوریه او یمن کې بر لاسی شي سبا راته خپل شعيه ملت تحریکوي چې ممکن د شهزاده‌ګانو کورنۍ پر چپه کېدو تمام شي. ایران په عراق کې د صدام ځای ناستی یو بشپړ شعيه نظام تر واکه ورسوو چې سعودي تر ننه خوښ نه دی؛ نو بناءً سعودي نه غواړي د عراق په څېر یو بل ایرانی ملاتړی نظام په یمن او یا هم سوریه کې را منځ ته شي.
له بل لوري سعودي عربستان د اسلامي نړۍ دارالخلافې په توګه د نړیوال جهاد مفکوره باندې عقیده لرونکی هېواد دی. سعودي د نړیوال جهاد ایډیالوژي پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد اشغال پر مهال تولید کړه. د نړیوال جهاد مفکوره دا چې کمونیزم باید د نړۍ په هره برخه کې نسکور شي او پر وړاندې یې مبارزه جهاد دی . سعودیانو د نړیوال جهاد نقشه د افغان جهاد پر مهال جنوبي اسیا ته انتقال کړه. پاکستان ته د سعودي اسخباراتو ریس ترکي الفیصل د سفر پر مهال د ای‌اس‌ای مشر جنرال حمید ګل ته د نړیوال جهاد مسالې تطبیق مسوولیت رسماً ور وسپارل شو.
بادیب یو بل سعودي شهزاده چې د سعودي استخباراتو معاون وه د پاکستان سره عربي نړۍ مرستو را ټولولو مسوولیت پر غاړه واخيست، تر څو کمونيسټي نظریه په افغانستان کې دفن کړي.

اسامه بن لادن د نړیوال جهاد ستر لوبغاړی و چې د عربستان او پاکستان په ګډه هڅه د نړیوال جهاد پر لوی شهکار تبدیل شو. عبدالله عزام یو بل فلیسطینی د سعودي بل نیابتي لوبغاړی و چې د نړیوال جهاد په لاره کې یې خپل ژوند بايلود. اوس مهال ابو حمزه المهاجر، عمرالبغدادي، شیخ خالد، ابو زبیده الیبي او نور عربي جګړه‌مارانو چې د سعودي د ګټو لپاره ځانونه قرباني کړي، د نړیوال جهاد لوبغاړي ګڼلای شو.
سعودي عربستان د پاکستان نظامیان او استخباراتي ظرفیت د خپلو سیاسي اهدافو د تحقق په خاطر د مذهب تر عنوان لاندې کاروي. پاکستان د نړیوال جهاد رښتينی ظرفیت لري، د افراطیت زېږول او بیا د همدې افراطیت کنټرول د سعودي او پاکستان تر منځ د ګډو همکاریو د اتصال نقطه ده. پاکستان په سیمه کې خپلې نیابتي جګړې د همدې افراطي مذهبي کړيو او ګروپونو پر مټ پلي کوي.
په کشمیر کې د جيش محمد، سپاه صحابه، جماعت الاحرار، لشکر طیبه، جماعه الدعوه او نورې مذهبي حلقې دي چې د هند پر وړاندې یې جنګوي. پاکستان د سعودي ملاتړ پرته نه‌شې کولای چې په دومره لوی شمېر مذهبي ګروپونه را منځ ته او بیا یې تر پایه حمایه کړي، هرومرو د سعودي استخباراتو او شاهي کورنۍ قوي لاسونه د پاکستاني مذهبي ګروپونو تر شاه شته، څو د نړيوال جهاد مفکوره پرې ژوندۍ وساتي. په افغانستان کې د شوروي ضد جګړو را وروسته عربستان پاکستان ته تر دې دمه زياتې مرستې ورکوي . ترکي الفیصل او بادیب د سعودي نیابتي استخباراتي جال د افغان جهاد پر مهال خپور کړ.

ایران په سیمه کې پر یو نظامي ځواک بدلېدونکی هېواد دی، عربستان له ایران سره د مخامخ جګړې وړتیا په ځان کې نه ګوري؛ نو ځکه د نړیوال جهاد لوبغاړي پاکستان سره د جیش العدل جنګي ډلې پر جوړښت هوکړې ته رسېدلی چې په ایران کې د تېرې اوونۍ بریدونو په څېر حملې وکړي.
پاکستان د عربستان موخې د همدې مذهبي ډلو پر مټ په ایران کې تعقيبوي. همدارنګه پر ايران مسلطه د رېګي ډله چې د هغه دولت پر وړاندې جنګېږي د پاکستان له بشپړ ملاتړه برخمنه ده، د ایران او پاکستان تر منځ اینده ممکنه شخړه له همدې نقطې سر چینه اخلي.
سعودي عربستان افغانستان ته د پاکستان له زاويو ګوري، هر هغه څه چې پاکستان په افغان خاوره کې غواړي عربستان یی ورسره مني او تر ننه زموږ حکومتونه نه دې توانېدلي چې د عربستان سترګې افغان لوري ته له پاکستاني عینکو را وباسي. د شهزاده سلمان سفر پاکستان ته د نړیوال جهاد پر محور را څرخي.
پاکستان به د سعودي عربستان ۲۰ ملیارډه ډالرو پانګه اچونې له برکته حد اقل خپلو اقتصادي ستونزو ته د حل لوری وګوري، همدارنګه به پاکستان د عربي نړۍ زیانمن شوی اعتماد ترمیم کړي او په ټوله کې به د ایران په مقابل کې د عربانو خوښ ساتلو لپاره ایراني دولت ته سخت سرخوږی شي. څنګه چې پاکستان د نړیوال جهاد له برکته د اټومي ځواک خاوند شو، اوس غواړې د همدې جهاد تر عنوان لاندې لوبه کې د عربستان په ملاتړ د سیمې فعال لوبغاړی پاتې شي. په ټوله کې ویلای شو چې په پاکستان کې د سعودي عربستان اوسنۍ ۲۰ مليارډه پانګونه یوازې د نړیوال جهاد تمويل دی او بس.
سعودي عربستان د پاکستاني نظامیانو او استخباراتو پر ظرفیت پوره باوري دی چې پاکستان د افراطي او سخت دریځو په روزنه او استعمال کې خورا ځواکمن قدرت تعریفېدای شي؛ نو له همدې خاطره یې د نړیوال جهاد پارټنر منلی. د نړیوال جهاد مفهوم پر ځای پاتې چې هغه په عربي نړۍ او سیمه کې د سعودي قدرت ساتل دي، خو په نوعیت کې یوازې د کمونیسټي نظریې تر ماتې وروسته د سعودي ګټو ساتلو مفهوم ته اوښتی سبجېکټ دی.
عربستان به د ۲۰ ملیارډه پانګونې په مقابل کې د پاکستان اردو لکه کرایي قاتلین د خپلو موخو او قدرت ساتلو په پار په عربي نړۍ او منځني ختیځ په جګړو کې وکاروي.

(Visited 128 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.