The news is by your side.

سوله: ضرورت او امکان سکندر خلیل

0

افغانستان یو داسې هیواد دی چې تل د زبرځواکونو د تاړاکونو سره مخ دی. تیر یو څلویښت کاله بیخي ځانګړي وو. دوه زبرځواکونه او ورسره متحدین یې پر دې بیوزلې خو سرلوړي هیواد راوختل. ورانۍ، وژنې او تباهۍ یې وکړې. د اختلاف زهر او د تعصب ماینونه یې وکرل. که څه هم مات او سرځوړي شول خو د یوه شتون او د بل توطیې لا تر اوسه روانې دي.

اوس چې د سولې ګرمې خبرې بېرته د ځنډ سره مخ شوي دي، موږ ته د لږ فکر لپاره فرصت دی چې څنګه سوله دې وشي؟

د جګړې دوه عمده لوري امریکایان او افغانان دي او له دواړو سره حشرګري هم شته. افغانان پخپلو کې بیا دوه ډلې دي: امریکا پلوه یا لږ تر لږه د امریکا پلوه حکومت تر چتر لاندې اوسیدونکي افغانان او امریکا ضد طالبان افغانان.

د افغانانو د لومړۍ کټه ګوري ترکیب بیا ډیر غیر متجانس دي: د شورای نظار، جنبش، حزب وحدت جنګي او جنایتکارې ډلې چې د ځانګړو قومونو په منځ کې نفوذ او له ځانګړو هیوادونو سره اړیکي لري. د دوی په څنګ کې له غربي هیوادونو راغلي تکنوکرات افغانان هم په رهبرۍ کې دي چې لا یې هم کورونه په بهرنیو هیوادونو او زیاتره بهرنۍ میرمنې لري. یوازني افغانان چې پدې دولت کې نشته یا په نشت حساب دي، هغه د شرق، جنوب او جنوب غرب ځایي افغانان دي چې د دوی د نماینده ګۍ دعوه همدغه له غربه راغلي افغانان کوي. دې څلورواړو ډلو کې ټینګ فکري او سیاسي یووالی نشته. د درې جنګي ډلو مشران هماغه جنګ سالاران دي چې په ۱۹۹۲ کال کې د نظام د چور او داخلي جکړې بدې کیسې لري. ځوانان یې د غربي هیوادونو څخه د تحصیلي سندونو لرونکي خو د خپلو پلرونو سرسپارلي پيروان دي. له غربه راغلیو مشرانو اولادونه له دې هیواد سره کوم پیوند نه لري. پلرونو کې یې د ظاهر شاه د وخت ملي نصاب ملي روحیه روزلې ده، خو په غرب کې اوسیدو له سرمایې او پيسو سره لیوال کړي او غواړي د خپلو اولادونو راتلونکي تضمین کړي. دې غیرمتجانسو جنګي ډلو او شخصیتونو کې قويروحیه او انګیزه نشته او لویه انګیزه یې پیسې، واک، قومي عصبیت او له طالبانو ویره ده. له غربه راغلي بیا دغه انګیزه هم نه لري. په کندز کې ملي اردو د یوه سرتیري په وینا (دلته افسران د عسکر د ډوډۍ او اکراميې پیسې غلا کوي او خپلو ښځو ته پرې طلا اخلي). د دې ډلې لویه برتري د کاغذ پر مخ د یوه ښه اساسي قانون لرل، د تعلیمیافته کادرونو همدردي، د رسنیو او ځانګړي ډول ټولنیزو رسنیو موجودیت او د امریکا په مشرۍ د دوه څلویښت ملکونو نظامي او مالي حمایت دی. د ښځو حقونه، د بیان ازادي، مدني ټولنې او ازادې رسنۍ هسې شعارونه او د څو مسلکي پيسه جوړونکو د کاروبار وسایل دي. باید رښتینی شکل یې رامنځته شي. د معارف، روغتیا او ځینو انکشافي برخو پرمختیاوې هغه څه دي چې باید ښه وګڼل شي او وساتل شي. دولتي نظامي او ملکي بنسټونه که څه هم د فساد، قومي بې توازنۍ او بې تعهدۍ څخه ډک دي، خو باید وساتل شي او د هیواد په ګټه اصلاح شي، د ړنګیدو او چور مخه یې باید په هر صورت ونیول شي.

ها خوا یوه متحده ډله ده، چې له دین څخه په محلي تعبیر سره د دوی په وینا د خپل مشروع نظام د بیا اعادې او له غیر مسلمو څخه د خپلې خاورې ازادي غواړي. دوی پخپلو سیمو کې خلک په زور تابع کړي دي، خو امنیت او عدالت یې ورته ورکړی دی. د غلو او ډاکوانو له ظلم یې ژغورلي او د فرهنګ، دودونو او دین سره یې ټکر نه کوي. دوی ملي او دیني انګیره تولید کړې ده، صفونه یې واحد دي، اطاعت او نظم لري. په کندز کې د هماغه سرتیري په وینا (د دوی قوماندان د خپلې میرمنې طلا پلورې او خپل سرتیري طالب ته پرې خواړه اخلي). دوی د شر و فساد د ختمولو او سراسري امنیت راوستلو یوه ښه مخینه لري. د اسلامي/ افغاني او انساني عرف خلاف په کیبلونو د ښځو د وهلو، په زور پر خلکو د لمونځونو کولو او دیني ظواهرو د مراعاتولو څخه یې د ښاري اوسیدونکو ناخوښي له یادونو نه ده وتلې. اتلس کاله د اور او باروتو تر بمبار او د رسنیو تر یرغل لاندې دي. د دوست په نوم پاکستان او د دښمن په نوم امریکا یې یو شان وژني. د افغان دولت نظامي مشران چې د شر و فساد د ډلو پاتې شونې دي، هم د دوی په وژلو ستړي شول، خو پښیمانه نه شول. د دې ډلې قوت دا دی چې د خلکو په منځ کې دي، انګیزه او روحیه یې ملي او دیني ده، د اسلامي هیوادونو د جنګیالیو ډلو غړي یې ملاتړ ته راځي. د افغانستان قومي جوړښت او پیچلې جغرافیه یې په واک کې ده.

اوس باید څه وشي؟

امریکا باید بیرته د سولې خبرو ته راوګرځي. نه په افغانستان کې دایمي پاتې کیدل او د افغانانو دایمي وژل د امریکا په ګټه دي او نه په خپل سر او له یوه توافق پرته وتل.

له افغانستانه د امریکایانو بې پلانه او په عجله وتل نه یوازې د افغانستان د دولت او ولس بلکې پخپله د امریکا په ضرر تمامیږي. همدومره ضرر طالبانو ته هم لري.  

امریکا ته د پاتې کیدلو ضرر دا دی چې دلته جګړه د زور له لارې نه شي ګټلی. یو نیم لک پوځونو یې ونه ګټله، بیا به زړه ښه نه کړي، چې تر هغه زیات زور وکاروي. که اتومي وسلې کاروي او د ټرمپ په وینا لس میلیونه افغانان وژني استدلال او معقولیت به یې څه وي؟ بشریت، نړیوال اصول، بشرپاله قوانین، د نړۍ په منځ کې اعتبار به یې څنګه شي؟ بې پلانه وتل یې اعتبار ته زیان دی، دلته د یوه دوست هیواد، ملت او دولت له لرلو محرومیږي او میدان یې حریفانو ته پاتې کیږي.

د کابل حکومت ته د امریکایي پوځونو بې پلانه وتل دا تاوان لري، چې د دوی له هوایي ملاتړ او مالي مرستې پرته د طالبانو په مقابل کې منظمه جګړه پر مخ نه شي وړای. جنګي ډلې ممکن بیرته خپل چریکي دفاعي حالت غوره کړي، چې د نظام پاشلو ته زمینه جوړیږي. د امریکا دایمي پاتې کیدل هم ورته ګټه نه لري. تل به پر نورو تکیه او ورپورې تړلي وي او د استقلال او پرمختګ خاوندان به نه شي.

طالبانو ته د امریکایانو د بې مسولیته وتلو ضرر دا دی چې په دې صورت کې به د جنوب غرب، جنوب او شرق ولایتونه او ممکن د هیواد مرکز د طالبانو له خوا سقوط شي، خو د پروان، کاپیسا، پنجشیر، بامیان، دایکندي او د افغانستان شمالي ولایتونو کې ممکن بیرته داخلي ستړی کوونکی جنګ سره مخ شي.   شورای نظار په مکمله توګه او جنبش او حزب وحدت تر ډیره بریده پخپلو خلکو کې دي. په اردو، پولیسو او ملي امنیت کې هم اکثریت دي، اربکي. ملیشې او غیرمسول وسله وال هم لري او د ناقانونه وسلو ډیپوګانې هم. پر دې سربیره د ځینو هیوادونو ملاتړ هم ورسره دی. سره له دې چې سرمایې او بنګلې یې جوړې کړي دي چې جګړو ته به د پخوا په شان زړه ښه نه کړي، خو دومره کرایي بیوزلي به پیدا کړي، چې د شر او فساد پخوانی تاریخ پرې راژوندی کړي. دا فرسایشي جنګ به طالبان بیا په یوه ډنډ کې ایسار کړي. د داعش خطر یې په یوه مهال په دوه سنګرونو کې هم راګیرولی شي.  

د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې یو بدیل دی خو که په دغو خبرو کې امریکا دخیله نه وي او تضمین یې نکړي، ګټه نه لري. لومړی د کابل دولت پوره واک نلري، دویم طالبان هم داسې سیستم نه لري چې د نظام پاشلو مخنیوی وکړی شي. امریکا هم لکه څنګه چې د طالبانو سره د ترتیب شوي تړون څخه (حد اقل ظاهراً) په شا شوه، د کابل دولت او طالبانو تر منځ د هر ډول توافق د ویټو زور هم لري.

نو ښه لار دا ده چې د امریکا، طالبانو او کابل دولت تر منځ درې اړخیزې خبرې پیل او د خبرو څلور واړه ټکي همزمانه پر مخ بوزي او حل کړي: ۱). د امریکایي پوځونو په داسې ډول وتل چې داخلي جګړې او د ګاونډیانو مداخلې ته لار جوړه نکړي. ۲). امریکا او متحدینو ته یې تضمین ورکول چې له افغانستانه به پرې برید نه کیږي (په دې صورت کې دې امریکا هم افغانانو ته تضمین ورکړي چې د پاکستان له لارې به داعش او نورې ډلې نه تقویه کوي). ۳). دایمي اوربند او ۴). د افغانانو تر منځ تفاهم او روغه جوړه. 

د دغسې روغې جوړې په نتیجه کې رامنځته شوی دولت دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا د یو بې طرفه دولت په حیث په رسمیت وپیژندل شي او د سیمې د لویو او وړو ځواکونو په وړاندې دې یې د امنیت تضمین وشۍ. په بدل کې به افغانان له نړۍ په ځانګړي ډول امریکا سره د دوستي او همکارۍ اړیکي لري او د سیمې د اتصال د ټکي په توګه به په نړیوال نظم او امن کې موثر او رغنده رول لوبوي.

(Visited 24 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.