The news is by your side.

سوله / محمداکبر پیمان

0

سوله د هر افغان لومړی ارمان دی

نو دا جنګ بیا څوک کوي، چې هر افغان سوله غواړي؟

جنګ څو تنه محدود غله، وطن پلورونکي او مفسد کسان کوي. دې کسانو ټول ملت یرغمل کړی دی.

هاهاها دا د ننګلیانو وطن دا د توریالي وطن، دا څنګه توریالی، ننګلیالی، ویاړلی او غیور ملت دی چې څو محدود کسان یې یرغمل کولاي شي؟ دي ملت  خو شوروي، انګریز او چنګیز ته ماته ورکړې ده او اوس په خپله د بل چا په لاس کي یرغمل دی. لکه چې دا کار هم همدې محدودو کسانو کړی دی، یعني همدا محدود، غله، فاسد او وطن پلورونکي جنګیدلي او یرغلګرو ته یې ماته ورکړې ده، که ملت همدا ملت وي چې ستا په خبره یرغمل نیول شوی دی نو بیا چا ته ماتې ورکول ډیره سخته خبره ده. دا کسان څومره زورور دي چې له دا ملت د پسونو په شان وژني، حلالوي یې غوښې او هډوکي یې خرڅوي او دا ملت هم د مړي سترګي او مړه کاته، یاره دا دي څه وکړل، سندره اوري. هغوي چې شورویانوته یې ماته ورکړيده ځانونو ته مجاهدین وایي او نن هم د دې حکومت لویه برخه همدا مجاهدین جوړوي. له همدې مجاهدینو څخه ملي قهرمانان جوړل شول. هاهاهاها د ورور وژنې قهرمانان، د کورني جنګ باتوران او پلاستیکي اتلان، ته پوهیږې چې د خلق اوپرچم د رژیم ملګرو هم قهرمانان لرل، د شوروي په ټانکونو سپاره قهرمانان لکه اوسني په امریکايي ټانکونو سپاره قهرمانان، غټ  غټ غټ غټ بمونه وله. د پردیو په انګړ کې اختر نسته، پردي غلامان او جاسوسان چېقهرمانان شي نو اختر به مو خود مازدیګر وي.

خدای ته وګوره چټیات مه وایه. قهرمان خو هغه څوک وي چې د خلکو له مال او ناموس څخه دفاع وکړي، د وطن د خپلواکۍ ساتنه وکړي. زموږ قهرمانانو خو زموږ سرتوري فحشاه ته مجبوري، ټول خلک یې سوالګر کړل او دوی مځکي غصبوي، عُمرې کوي، حجونه کوي او جنت ته هم ځي. دغو غلو او جنګي جنایتاکارانو ته څنګه څوک قهرمانان ویلي شي لږ شرم وکړئ، لږ په خپل ګریوان کې سر کښته کړئ او ځان او تاریخ نور مه شرموئ. او بیا دا کسان په ډیره بې شرمۍ وايي چې موږ د وطن عزت ساتلی دی.

ښکاري ته هم زما قتل لوی اتل کړې- د دې ښار په منارو کې دې تصویر دی.

زموږ خلک هم ړانده غوندي دي، خو ډیر یې له مجبوریته ړانده دي.

هغه څنګه؟

ته ګوره هغه کسان چې د ثور د اومي د انقلابیونو تر سلطې لاندي یې ژوند کاوه، لکه دولتي مامورین، عسکر، معلم، قاضي ، څارونوال او نور د هغه وخت د دولت له خوا ښه نازول کیدل، کوپون ورکول کیده او ددولت مشران لکه نجیب ورته قهرمانان وو، دوی مجاهدین قاتلین، لوټمار، غله او وحشي بلل ځکه مجاهدینو په دوي لاري بندولي، په راکیټونو یې ویشتل او کله چې به د دولت له ساحې څخه دباندي شول نو وژل به یې. خو برعکس هغه کسان چې د مجاهدینو په ساحه کې یې ژوند کاوه د وخت د حکومت له خوا په راکیټونو ویشتل کیدل، بمباري پرې کیده، محروم وو، وږي وو او حتي ډير اساسي خدمتونو هم نه ورسیدل. دي خلکو بیا حکومت کافر، ظالم، وحشي او قاتل ګاڼه. اوس چې دوه کسان سره کښیني یو د مجاهدینو صفت شروع کړي اوبل د نجیب اخر خبره تر جنګه ورسیږي، دواړه خپلو خبرو کي صادق دي خو یو یې هم له حقیقت څخه نه دي خبر. یوه یوه یې خو خپل ولایت له سوالګري څخه تر پاچاهي پوري ورسوي، همدې وړې ډلګۍ د حکومت ۸۰٪ چوکۍ اشغال کړي وې نو دوی ته چې خپل جنګي جنایتکار قهرمان نه وي نو څه به وي، ځکه د خدای پیغبمر دوی دومره نه وو پورته کړي لکه د دې پلاستیکي قهرمان نامه چې پورته کړل.

یاره رښتیا وايي. د نجیب د حکومت تر سقوط وروسته ډیر وحشتونه وشول د جهادي ډلو ترمنځ په جنګ کې په لسګونه زره کسان ووژل شول، د خلکو په سرونو کې میخونو ټک وهل شول، د ښځو تي غوڅ شول، د خلکو مال شتمني او حتي ناموس لوټ شو، د همدوی جنګسالارانو وحشت او بربریت د طالبانو راتګ نه لاره هواره کړه، خو د خدای تر خدايي جارشم له همدې جنګسالارانو څخه چې ټولو یې د چنګیز غوندي وحشتونه کړي یو یې د کابل قصاب شو، بل یې ملي قهرمان شو، بل یې د سولي شهید شو او یو یې د وطن شهید شو. تاسو دا کسان څنګه سره بیلوئ، څنګه کیدای شي چې یو داړه مار دې اتل او بل داړه مار دې د سولې شهید او دریم داړه مار دې ملي قهرمان شي.

په کوپړۍ دې ماغزه ښکاري جانانه – په وطن کې انصاف نه ښکاري جانانه

رښتیا هم طالبانو خو د همدې وحشیانو له وحشته راپیدا شول او وروسته یې داسي وحشتونه وکړل چي د دې وحشیانو وحشت په ځان پوري حیران شو، لکه د مجاهدینو خرګري، ظلمونو او وحشتونو چي د خلقیانو او پرچیمانو، ظلم وحشت او بربریت له خلکو هیر کړ. ځانمرګي نه خوله مې غلطه شوه استشهادیان چې اوس مې کافر نه کړي، راپیدا شول او ټول ملک اور واخیست. په دي لوبه کې اصلی بایلونکی ملت دی او غله او داړه ماران ښه په مزو کي دي. ته فکر وکړه چې همدا پرون د کاونترپارت په دفتر د ښار په منځ کي برید وشو دا خلک خو لږه تر لږه چیغي وهلی شي، خلک د تلویزیون په پردو د دوی له بدن څخه روانه وینه ویني، نړۍ یې په کورونو کي بل شوي اور ګوري او خپل مظلومیت جهان ته ښودلاي شي. خو په کلیو او بانډو کي چې حکومت او خارجیان ړندې بمباري کوي او هر ورځ ملکي او غیر ملکي کسان ټوټه ټوټه کوي هیڅوک یې ږغ نه اوري، هیڅوک یې وینه نه ویني او حتي څوک ورباندې خبريږي هم نه.

زه خو ښه یم دا کولی شم، لږ دې پټه یادولی شم دلته ښي ډیر تیاري دي پکې اوښکې تویولی شم

ته مي نه شي یادولای، غم نه دي نه شي ښکارولاي هلته ښار د څراغونو اوښکي نه شي تویولاي.

خو زه دي ړانده او مجبوره ملت حیران یم چې تر اوسه نه راویښیږي، تر اوسه خپل دوست او دوښمن نه پیژني او تر اوسه په دي لنډغرو، ټوپکمارو او خپلو قاتلینو پسي مڼدي وهي، ورته کمپاین کوي، ورته رایه ورکوي، ورته عشر او زکات ورکوي، ډوډي ورکوي هو د خپل اولاد د خولي ډوډي ورکوي. نو ته چي خپل قاتل ته وسله ورکوي نو هغه دي بیا ژوندي پریږدي؟ هیڅکله نه.

یاره د دې کسانو خو په سوله کې ډیر تاوان دي، اول خو به  د چور او غلا ټولي لاري ورباندي وتړل شي او بیا کیدای شي چې حساب ورسره وشي.

څو مي شته د عشق خواري هومره ښادي ده- که مې ورکه دا خواري شوه نور به خوار شم

له اسلام څخه مختلفو تعبیرونو (زما مقاله جرګي د وراني ماشوړي جرړه پیدا کړه ولولي)، تر اندازي زیات جهالت،  بي ایمانۍ او پیسه دوستي خارجیانو ته دا زمینه مساعده کړي ده چې زموږ په سرنوشت هر ډول چې زړه یی غواړي لوبي وکړي. د اوسني نظام مخالفین چي له نظام سره په جګړه بوخت دي ډیره ښه بهانه کوي او وايي چي، دا دولت شل سره او شل پاچېان لري، اول دي دولت او پخواني غله، مجاهدين، سیاسي نخبه ګان ( حرفوي غله) سره جوړ شي یو واحد ټیم دي معرفي کړي چې موږ خبري ورسره وکړو. په خواشیني سره چې اوسني نظام هم د چنګوښو من دي چې سره راټولول یې تقریبا محال ښکاري. دا د نظارم تر ټولو لوي ضعف دي چې خپل مامورین یې هم له دولت سره او هم له اپوزیسیون سره کار کوي. د دې نظام تګلاره نه معلومیږي ځکه د هغه ګاډي په شان دي چې دوه اشترینګونه او دوه چلوونکي ولري.

      دې ستونزو د نظام وسله والو مخالفینو ته ښه بهانه په لاس ورکړي ده او نن هم په نظامي او هم په سیاسي لحاظ پر نظام برلاسي دي. د خلیلزاد منافقت او د سولي په مشورتي لویه جرګه کي نه ګډون دا ښکاره کوي چې په د سولي په پروسه کي یوه اجنډا نه بلکه څو بیلي بیلي اجنډاوي تر بحث لاندي دي.  دي کس په یو ډول نه یو ډول اوسني نظام د سولي له روانو خبرو بي خبره ساتلي دي او د نظام سیاسي مخالفین (حرفه یې غله) هم د هټلر په تعریف د پردیو جاسوسان دي چې د خپل هیواد او ناموس په سر ورته معامله د یو نوک نصوارو کول ښکاري.

نو څه کول په کار دي یاره، ماته کیسه جنجالي ښکاري؟

خلک باید فکر وکړي یوازي او یوازي پنځه دقیقي فکر وکړل چې دا جنګ د څه له پاره روان دي او زیان یې چاته رسیږي ، خلک باید دا چټیات پریږدي چې پنجابیان روژه نه نیسي، ځکه د همدي خلکو د جهالت له لاسه زموږ د ایمان او جهاد اصلي سرچینه همدا پنجاب او د هیرا منډيي ده. داسي نه شي چې زموږ خلک د کعبي پر ځاي همدي خواته لمونځ کول شروع کړي.

د لمانځه تر قضا ګرانه دا قضا ده- چي قضا شي د څلور مصلحت

خلک باید دا حرفويي غله وپیژني، ځکه دي د پردیو جاسوسان سل ځله ملت ته ازموینه ورکړي ده او سل ځله ناکامه شوي دي، د خلکو زور د  خداي زور دي که خلک له عقل څخه کار واخلي او په دواړه لوریو کي داړه مارانو ته په مخ کلکه څپیړه ورکړي چې نور بس دي، نو په ملک کي سوله او سوکالي حتمي ده. خلک باید مستقیما له خداي سره رابطه وساتي او د نورو خلکو او خداي ترمنځ په رابطه کي کار ونه لري، په دي معني چې د ټولي دنیا د خلکو د جنت بیولو پروژه نوره ختمه کړي ځکه دا کار کول نه ستا او نه هم ستا د پلار د وس خبره ده. خلک باید فکر وکړي باید فکر او حمتآ فکر وکړي چې دا ملایان ولي یوه خبره نه کوي، ولي له یوه کتابه شل ډوله تفسیره او تعبیرونه کوي، ایا ملایان درواغ وايي او که په کتابونو کي خبري بل ډول دي که لږ فکر وکړي او ښه ژور فکر وکړي نو هغه کسان چې په سر کي د وښو په ځاي ماغزه لري حتمآ پوهیږي او کله چې وپوهیږي نو بیا ښه پوهیږي او دا کار بیا انساني ژوند ته لاره هواروي.

محمد اکبر پیمان

د مي ۹ کال ۲۰۱۹ کابل

(Visited 9 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.