The news is by your side.

سياسي – اروايي و ناشکره حراميان/ سيد حسين پاچا 

0

سياسي – اروايي و ناشکره حراميان

اتمر و عبدالله، محقق، شيدا، نبيل ، قانوني او داسې نور چې نظام رالوی کړل، خو نظام ته ژمن پاتې نه شول

اتمر وعبدالله به خپل وجدان ته څه ځواب لري؟ د سياسي، اسلامي – اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې څوک د نظام د تخريب حق نه لري، د نظام له بهرنيو مخربينو نه د نظام دننه مخربين خورا ډېر خطرناک دي

سيد حسين پاچا _

د نظام له نننيو سياسي غلو نه پخواني غله ايمانداره ول

ګرانو هېوادوالو ته پته ده چې نظام د خپلې ښې راتلونکې لپاره ځينې کسان وروزل، خو نن ګورو چې هماغه د نظام نازولي روزل شوي د خپلو شخصي ګټو لپاره د نظام پر ضد مټې رانغاړلې دي. د ارواښاد عبدالشکور رشاد يوه ليکنه چې په نويمو کلونو کې ما د ازاد افغانستان د ليکوالو ټولنه ((وفا The WUFA)) کې د زلمي هېوادمل تر مديريت لاندې ټايپ کړې او په وفا اوونيزه خپرونه کې خپره شوې د جهادي پير د غلو يوه کيسه ذکر شوې چې پخواني غله هم د دې نظام تر ننني بېباکو او بېوجدانه غلو پورې لږ ښه ول. لږ تر لږه حرامنمکه نه ول.

د کېسې محتوا داسې ده چې البته په جهادي پير کې به غله کوم کور ته د غلا لپاره تللي ول. له غلا کولو او له سامان تړلو وروسته ګوري چې په تناره کې ښې ښکلې خوندورې وريجې وترکاري پاتې ده او هغه يې خوړلې ده، نو چې سامانونو او پېټو ته شا ورکوي چې يو تن پرې غږ کوي چې پيټې او سامانونه اوس نه شئ وړلی، ځکه چې اوس موږ د دې کور نمک وخوړ او پښتانه چې دا نمک وخوري، نو بيا له هغه نه غلا کول د ځان لپاره غار ((ننګ)) ګڼي.

نو زه د نظام دغو نازولو ته وايم چې ځينې ځانونه د جهاد ومقاومت باټې وهي او ځينې يې ازلي کمونېستان او ځينې نور يې همداسې نيمچه کمونېستان او نيمچه جهاديان ومقاومتيان دي. اخر لږ تر لږه خو به دوی د خپلو ميندو شېدې رودلې وي چې دوی لږ تر لږه څه احساس کوي؟

انسان خو لا څه ان چې حيوانات هم د خپلې مور د شېدو څښلو يو احساس او درنښت لري، خو زموږ دا ځينې ځينې چې نظام راستر کړل او لا تر اوسه يې له نظامه خوري د خپل نظام او ولس پر وړاندې ان د خپلو وجدانونو پر وړاندې څه احساس کوي؟

د نظام دا ځينې خاص نازولي لکه عبدالله، اتمر ومحقق او داسې نور خپل ځانونه د ايمان وجدان په هېنداره څنګه ګوري؟ که د اتمر مخکينۍ مخينه پر کمونېزم راڅرخي، خو د عبدالله خو پر جهاد ومقامت راڅرخي اخر عبدالله به د جهاد ومقاومت پر وړاندې ولس او خپل ضمير ته ځواب وايی؟ قانوني، احمد ضياء مسعود چې تېر ته په کتو د نظار شوری پاتې شوني دي  چې ماويستي ايډيولوژي يې د جهاد ومقاومت او ستمي – اخواني تر ږيرې لاندې پټه کړې ده خپل خدای ته څه ځواب وايی؟ نبيل وشيدا ومحقق هم همداسې درواخله او پدرام خو ازلي بدبخته ((شقي)) دی. پدرام داسې يوه څېره ده چې د څښتن تعالی په نزد د هغه د هدايت تمه نشته او له هدايته خلاص دی او داسې يې دا نور هم درواخله چې هر يو يې ځانته جلا جلا رواني تکليفونه لري. زموږ د ګاونډيو يو سياستوال هم د خپلو نظامونو او ټاکنيزو سياليو او پرېکړو پر وړاندې دومره بېتفاوته وي، خو زموږ سياستوال ولې دومره بېتفاوته دي؟

د محقق و د پدرام پر زړونو وېښتان ولاړ دي. دوی هېڅکله د نظام او د هېواد خيرخوا نه دي. عبدالله واتمر په کومو سترګو د نظام معاش خوري؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

(Visited 15 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.