The news is by your side.

سياسي فاحشې

0

سياست د مخالفتونو , مصلحتونو , مصالحتونو مجموعه ده . ځيني بيا له سياست غريضوي او ناوړه ګټه پورته کوي چې هغو ته سياسي فاحشې ويلى شو . سياسي فاحشي نر او ښځه نه لري , دا څو ورځي په نظام کې د ځينو کړيو او مشخصو اشخاصو د حقيقت په برملا کيدو کې د خلکو تر منځ لوى کشمکش او د ښکنځلو بازار ګرم دى . هر څوک وزري څنډي . خو زه نه پوهيږم ښځې ولي دا سياسي لوبه ځان پسي حسابوي . چيرته چې د فحش نوم راځي ښځې يې بايد ځان ته مشخص نه کړئ . ښځې بايد ځان د دغې سياسي لوبې ښکار نه کړئ . جنرال احمدزي , مريم وردګ امر الله صالح , سياف او نورو ډيرو دغه رنګ حلقوي سياسي فاحشو ته اشاره کړي او په نظام کې د اصلاح غوښتنه يې کړي .

خو دغه ککړې کړۍ او په راس کې اشخاص له دې موضوع وزرې څنډ وهي او غواړي د ښځو احساساتو نه په استفادې اصله موضوع ښځو ته د سپکاوي په نوم دفع او د خلکو پام په بله واړوي . دلته هر ريښتينى منصور په دار دى په واک کې دغه تجارتي کړي او اشخاص د ځان خلاصونو په موخه د حقايقو ويونکى جلب او له صحنې ويستل غواړي چې دا خبره د غور او سوال وړ ده . دا محکمي د نورو جنايې جرمونو , قتلونو , تښتونو او د خلکو په وړاندي نورو وحشتونو وخت کې چيرته وي ؟ ولي دومره ژر فيصله نه کوي ؟ د مهسا قاتلين د دولت غوړې ډوډ وهي . د مينه منګل قاتل برګې سترګې ګرځي . ډيوه نيازۍ او ملګړي وکيلاني يوه نيمه مياشت د ارګ مخکي د انصاف په تمه شپې تيروي . په پارامان کې چاقوګان ويستل کيږي .

د مسلميار په نوم څو ځله داعش او طالب او بم نيول کيږي . يوه هفته کې د کابل په زړه کې دوه عالمان , د يوې کورنۍ ۷ غړي او نور انفرادي قتلونه کيږي , په ښځو جنسي تيرى او عام محضر کې وژل کيږي , هغه وخت عدالت محکمه او راس کې اشخاص ويده وي خو اوس چې د دوي خوب او خيال د حقيقت په بيان ازرده شوى . محکمه بيداره شوه .کوم عدالت او کوم انصاف ؟ د جنرال څرګندونې واضع دې هغه په هر ځل د افغانستان ښځو ته په درناوي خبره سپينه کړې . هغه واضع ويلې چې يوه حلقه خلک له خپل منصب ناوړه ګټه پورته کوي . چې د هغو غلطو فيصلو نتيجه او مثال له چړو او برچو سره زموږ نوى پارلمان دى . موږ تل د دې پر ځاى چې په حقايو ځان پوه کړو , ولسمشر او موجوده نظام د دغو خلکو له انحصار خلاص کړو برعکس حقيقت په دار ځړوو .

ه . ا

(Visited 115 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.