The news is by your side.

سپینه خبره / اجمل ستانکزی

0

که دا ځل هم افغانان د پاکستان د سولې په ډرامو غلط شول نو بیا دا ملت همداسې ذلیل او سپک ښه دی. دوی پخپل حماقت یو ځل د نجیب په وخت کې د سولې په خوږو قیصو غلط شول او عزت، غیرت، نظام، دولت، بنسټونه، کدرونه او هر څه یې له لاسه ورکړل خو لا هم هوښیار نشول.
نن یو شمیر د شخصي ګټو یا خپل کمعقلتوب په وجه بیا غواړي په هماغه لار روان شو او بیا مو دا لږ ډیر هر څه له مینځه لاړ شي.
هو! تر سولې هم نظام او دولت مهم دي. سوله هم باید په یو چوکاټ کې وشي ځکه که سوله وشي هم خو چې دولت او نظام نه وي نو لکه د نوي کلونو به بیا پخپلو کې سره د چوکۍ په سر اړم شي او د یو څو ورځو سولې نه پس به هغه جنایتونه وشي چې نه به مو سر خوندي وي او نه مو عزت. د غوږ ګټلو لپاره سر مه بایلئ. سوله غواړو خو د دولت او نظام په چوکاټ کې. د سولې په نوم پاکستان ته تسلیمي نه غواړو. د سولې په نوم د تیرو ۱۸ کلو لاسته راوړنې له لاسه ورکول نه غواړو.
هو! اوس هم هره ورځ مړه کیږو. خو که نظام او دولت له مینځه لاړ نو بیا به نه یوازې تر دې ډیر مړه کیږو بلکې دا نور هر څه به هم له لاسه ورکړو. له خپل ضد نه مو تیر شئ. د خپل دولت ملاتړ وکړئ ځکه یوازې همدا دولت د دې نظام ساتونکی دی. که له اشرف غني مو بد راځي نو د هغه لپاره د دې دولت ملاتړ مه کوئ. پدې دولت کې لکونه اردو، پولیس، امنیت، مامورین او نور خلک کار کوي. د هغوی لپاره د دولت ملاتړ وکړئ. د نظام د بقا لپاره د دولت ملاتړ وکړئ. د یو افغان په حیث دا دولت چې څومره د اشرف غني دی همغومره ستاسې هم دی.
هو! دا دولت کمزوری دی او ډیر مشکلات لري. خو هغه تر ټولو خراب او له مشکلاتو ډک دولت هم تر انارشي او ګډوډي ښه دی. د سولې د ډرامو لپاره دا هیواد بیا مه بې سرپوښه کوئ.
دا جګړه که زمونږ مذهبي لیونیانو ته د عقیدې جګړه یا جهاد دی خو پاکستان ته په سیمه کې د قدرت لرلو او د افغانستان د کنټرولولو جګړه ده. دوی پوهیږي چې افغانان د سولې تږي دي او د سولې په هر ډول خوږو خبرو غلطیږي. ځینې یې د سولې په نشه کې دومره ډوب دي چې ان غواړي افغانستان د پنجاب پنځمه صوبه کړي. ځکه نو تاسې باید هوښیار شئ. سوله په اصولو وغواړئ نه دا چې ځان ورته تسلیم کړئ او له خپل هر څه نه ورته تیر شئ.
که وحشي ټالیب ریښتیا هم سوله غوښتلای نو له خپل دولت سره به پخپل هیواد کې ناست وای. خو نه! پاکستان د مسکو، قطر او نورو ځایو په چکرو ټالیب ځانته دومره لوی کړ چې اوس پرې ډیره ګټه کولای شي.
پاکستان به هیڅکله هم خپل څنګ ته یو پخپلو پښو ولاړ افغانستان ونه غواړي. مونږ مجبور یو چې د پاکستان په دښمني کې ځان په پښو ودروو. خو دا کار هلته ممکن دی چې ټول ملت له خپل دولت سره ودریږي او د پاکستانۍ ملیشې (وحشي ټالیب) له ملاتړه لاس واخلي.

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.