The news is by your side.

سپینه خبره 

اجمل ستانکزی

0

کله چې څو وخته مخکې روسي عسکر پاکستان ته له پاکستاني عسکرو سره د نظامي تمریناتو لپاره راغلل نو پاکستاني عسکرو ورته وویل چې مونږ خپلو روسي وروڼو ته ښه راغلاست وایو. د امریکا په نظامي مرکزي قومنداني (سینټکام) کې چې د سیمې د هیوادو نظامي افسران پکې شتون لري او د سیمې په اړه له امریکايي ځواکونو سره مشورې کوي تر نورو هیوادو پاکستاني افسران ډیر دي ځکه پاکستان د امریکا دغه اعتماد لاسته راوړی. امریکايي استخباراتي ایجنټ ریمنډ ډیوس په ډک بازار کې څو د ای ایس ای کارمندان ووژل خو پاکستان په څو ورځو کې بیرته امریکا ته تسلیم کړ.
د خبرې هدف دادی چې پاکستان پوهیږي چې د پاکستان بقا له لویو هیوادو په ګټې اخیستو کې ده نه له دوی سره په دښمني کې. له څه د پاسه شپیتو کلو راهیسې پاکستاني او امریکايي عسکر یو ځای کار کوي خو تر اوسه یې یو عسکر هم په امریکایانو خپل ټوپک نه دی راړولی. افغانان چې دولتي او نظامي مصارف یې امریکا ورکوي یوازې په بحث کې دومره ګرم شي چې خپل، د خپلې کورنۍ او د خپل هیواد راتلونکی په لغته ووهي او ژر ټوپک ته لاس کړي.
یو احساساتي سرتیری مو هیواد ته دومره لویه ضربه ورسوي چې کلونو کې هم نشي جبران کیدای. بیا چې افغانان کیني نو ګیلې کوي چې امریکا ولې ایف شپاړس الوتکې او نوره درنده سلاح نه راکوي. په تا چیرته اعتبار پکار دی؟ خو نه د دښمني سړی یې نه د دوستي. که ایف شپاړس درکړي مکمل بیسونه به یې له مینځه یوسې. د کرزي په اخري کلونو کې چې کله د امریکایانو شمیره کمیدله نو یو شمیر درنده وسله یې پاکستان ته ورکړه ځکه بیرته وړل یې ډیر قیمته تمامیدل. هغه وخت پرې زه ډیر خفه شوم خو چې اوس ګورم نو وایم امریکا دا کار په خپله ګټه وکړ. په افغانانو هسې هم معلومه نه ده کیدای شي بیرته یې پرې امریکایان وژلي وای خو پاکستان به د هغو وسایلو په بدل کې امریکا ته ډیر څه وکړي.
یو شمیر افغانان چې د امریکايي سرتیرو په مرګ خوشاله دي بیا وايي چې امریکا ولې له پاکستان سره د افغانستان په سر جګړه نه کوي. امریکا هم ښه پوهیږي چې ټالیب پاکستان کې روزل کیږي او ساتل کیږي خو ولې د یو ټالیب لپاره د خپلې سختې ورځې دوست چې په سخته کې حساب هم پرې کولای شي له لاسه ورکړي. بیا د چا لپاره؟ د افغانستان لپاره چې هر ځل امریکايي عسکر په نامردي کې وژني. د هغه افغانستان لپاره چې ډیری خلک یې امریکا خپله دښمنه ګڼي او تر ټالیبه یې هم بده ګني او د سرتیرو په مرګ یې خوشالیږي.
له غټو قدرتو ګټه اخیستل هم یو ډول وړتیا غواړي چې افغانان لا دا وړتیا نلري. افغانان به همداسې ایران او پاکستان ته د لالا په سترګه ګوري او د دوی رحم ته به ناست وي. خو ایران او پاکستان به له لویو قدرتو ګټې اخلي. یو وخت شوروي راغي مونږ د ګټې اخیستلو په ځای ټوپک پسې واخیست. شوروي په میدان پریښودو او مونږ پخپلو کې جنګونه شروع کړل او هیواد او ملت مو تباه کړ. امریکا به هم همداسې ووځي او زمونږ خلک به بیا همداسې تباهي سره مخ شي ځکه مونږ لا تر اوسه دومره اهلي شوي نه یو چې پخپلو کې یو بل وزغمو.
د هوښیارو او احمقو ملتو یو لوی فرق دا دی چې هوښیار ملتونه د خپلو اعمالو عواقب څیړي خو زمونږ احمقان د پنځو دقیقو غیرت په وجه بیا پنځوس کاله د بیغیرتي ژوند کوي. ما د سرتیري دغه کار دومره نه خفه کوي لکه پدې کار د عام افغانانو خوشالي مې چې څومره خفه کوي. زه نه پوهیږم چې دغه خلک چې د افغان عسکرو پواسطه د امریکايي سرتیرو وژلو ته خوشاله دي آیا د افغانستان غم هم ورسره شته که نه؟ آیا دوی نه پوهیږي چې همدغه سرتیري چې امریکایان وژلي ته تنخوا او وسله هم امریکایانو ورکړې. آیا دوی نه پوهیږي چې د پاکستانۍ ملیشې (ټالیب) په مقابل کې چې څوک ولاړ دي د امریکا په نظامي او ملکي مرستو چلیږي. آیا دوی نه پوهیږي چې پرته د امریکا له مرستې به دا نظام دوه ورځې هم دوام ونکړي او بیا به افغانستان د پاکستان یوه صوبه شي. دوی خو نن د امریکایې په وژلو خوشالیږي او ښکاره د خپلې خوشالۍ اظهار هم کوي خو که سبا امریکا ووتله او یو ځل بیا مو په کابل کې د پنجابیانو ډاټسنې ښکته او پورته زغلیدلې آیا هلته به بیا د ټالیب له ډاره د پنجابي په وژل کیدو هم د خوشالۍ اظهار وکړای شئ؟ خو غیرت مو راته معلوم دی. ږیرخریلي پنجابیان له وسلو سره د کابل په ښار کې ښکته او پورته زغلیدل افغانان یې له ډاره مخې ته نشوای دریدلای. له یاده مو ووتل چې د کیوبا په سفارت کې د پاکستاني ځواکونو غټه قطعه پرته وه؟
تاسې لا فکراً دومره کوچني یاستئ چې له نړۍ سره پخپل سر د معاملو توان نلرئ. باید پاکستان غوندې یو هیواد وي چې ستاسې په سر له نړیوالو سره خبرې وکړي او تاسې هم په همدې کې خوشاله یاستئ ځکه خپل چانسونه تاسې پخپله په لغته وهئ.
یو وخت راته چا ویلي وو چې پاکستان تر ټالیبه هم زیات اهمیت هغو نظامیانو ته ورکوي چې په امریکایانو ډزې کوي ځکه دا کار د افغان او بهرنیو ځواکونو تر مینځ اعتبار له مینځه وړي او د ټالیب په ضد د دوی د عملیاتو موثریت کموي. اوس چې فکر کوم نو وایم ریښتیا وايي ځکه ټالیب په څه کم دوه لسیزو کې افغان دولت ته دومره تاوان نه دی رسولی لکه څومره چې د امنیتي ځواکونو دغه نامردانه حملې یې رسوي.
دا بیغیرتي نه ده چې غصه دې کنټرول کړې، بیغیرتي دا ده چې هیواد دې بیا څو لسیزې د ګاونډیانو په ساعتیري بدل شي. ښځې دې په تهران او پينډۍ کې خیراتونه غواړي او هوټلو کې چلیږي او تاسې پسې هر څوک د ماجره ماجره نارې وهي.

(Visited 96 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.