The news is by your side.

سیلاب، زیانونه او پر وړاندې یې اړین ګامونه /هارون هاند

0

ښاغلی هاند د سیمه‌ییزې حکومتولۍ او کلیوالي ‌پراختیا د پالیسیو متخصص دی.

یادښت: سږ‌کال د پېښو د زیانونو کموالي نړیواله‌ ورځ د دې شعار لاندې افغانستان او د ملګرو ملتونو د سازمان نورو غړو هېوادونو ونمانځله: “ځمکه له طبیعي پېښو څخه تښتېدلی نشي، مګر په بهتر مدیریت، له وړاندې اخیستل شویو ګامونو او عامه پوهاوي په وسیله کولی شو د دغو پېښو اغېز را کم او په هېواد کې دوامداره پرمختګ یقیني کړو”.

عمومي کتنه

1.1سیلاب پېژندنه:

د ورښتونو او واورې ورېدو پر مهال یوه اندازه اوبه د خاورو او بوټو په وسیله جذبېږي، یو څه اندازه یې پر بخار بدلېږي او پاتې یې جاري اوبه نومول کېږي.

سیلابونه هغه وخت رامنځته کېږي چې خاوره او بوټي ونتوانېږي د ورښتونو اوبه جذب کړي او په پایله کې طبیعي کانالونه د رودونو اوبو ته لار ورنکړی شي، نو نېزونه او خوړونه جاري کېږي.

خوړونه د سختو ورښتونو څخه سرچینه اخلي چې ځینو ځایونو کې ویلې شوې واورې هم ورسره وي. کله –کله د اوبنېونې ساحو کې د ځمک‌ښوویېدنې او زلزلو له امله هم د اوبو سطحه سختې څپې خپلوي، چې اوبیز توپانونه رامنځته کوي.

سیلابونه یوازې مالي زیانونه او د انسانانو او حیواناتو ژوند ته خطر نه رامنځته کوي، بلکه نورې اغېزې هم ښندي لکه د خاورو تخریب، د کبانو او نورو حیواناتو د ځایونو له منځه‌تګ، د ترافیکي خنډونو ایجاد او د ځمکو د زېم‌وېستنې او اقتصادي فعالیتونو مانع کېږي.

همدارنګه پلونه، د سیندونو غاړې او د فضله‌اوبو جوړښتونه زیانمنوي او کښتۍ‌چلونې او د اوبو برښنا په تولید کې خنډ او ځنډ رامنځته کوي. په نړۍ کې د سیلابونو کلني زیانونه تر لسګونو میلیاردو ډالرو ته رسېږي.

1.2لنډه تاریخچه او مهارول:

په پرلپسې پېړیو کې انسان د ونو په پرېکولو او د خاورې نباتي پوښښ په له منځه وړلو سره د سیلابونو د پوتنشیل په لوړولو او د خاورې په تخریب کې اصلي عامل ګڼل شوی دی.

د سیلاب مهارولو ګڼې طریقې او تګلارې له پخوا کارول کېږي چې د ځنګلونو بیارغونه، د اوبو بندونو احداث، دېوالونو، ذخیرو او کانالونو رغول په کې شامل دي چې دغه کانالونه د سیلاب مسیر انحرافولو او ګرځولو لپاره په کار وړل کېږي.

کله چې علمي څېړنو وښوده چې یوازې د سیلاب‌بندونو احداث د سیلابونو مهارولو او کنترولولو لپاره کافي تګلاره نه ده، نو لومړنی ګام د ځنګلونو بیارغونې او خاورې ساتنې لپاره واخیستل شو.

چین د سیلابونو پر وړاندې د سترو بندونو اوږده مخینه لري چې حتی له دښتو تر ۲۱ مترو پورې لوړوالی لري، خو د دې ترڅنګ په ۱۸۸۷ زېږديز کې تر ټولو بد سیلاب تجربه هم لري چې یو میلیون انسانان یې په کې له لاسه ورکړل.

د ميسي‌سي‌پي سیند او اوبو بند د خپل ژوروالي د ساتنې لپاره دروند لګښت پرې کړی دی، خو بیا هم په ۱۹۹۳ زېږدیز کې یې ونشو کړی چې سیلاب مهار کړي او یو میلیون هکتار ځمکه اوبو ونېوله چې تر ۱۰ میلیارد ډالرو یې زیان واړولو. دغه ډول سیلاب‌بندونو په یوازې ځان کافي ساتنه رامنځته نکړه او اړتیا ده چې نورې طریقې او تګلارې تجربه شي چې یو له هغو ښايي د اوبو حوزې په برنۍ برخه کې د ځنځيري دېوالونو د سیستم احداث وي چې وچکالۍ پر مهال په تدریج سره پرانیستل کېږي او په عادي شرایطو کې د انرژۍ تولید او اوبو د ذخیرې لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

خو مصریان بیا له زرګونو کلونو راپدېخوا له سیلابونو د ځمکې حاصل‌خیزۍ او کرنې لپاره ګټه اخلي ځکه کوم رسوبات او خړه چې د ځمکې پر مخ پاتې کېږي، د خاورې د غني کېدو لامل کېږي.

د افغانستان سیلابونه او پر وړاندې یې تګلارې

په افغانستان کې سیلابونه د طبیعي پېښو له ډلې دي چې ډېری مهال پر ټولنې او په ځانګړي ډول پر کلیوالي ټولنو بد اغېز ښندي.

په هېواد کې د شدیدو او سختو سیلابونو او نېزونو راوتلو ګڼ لاملونه ښودل شوي دي چې یو له هغه د طبیعي زېرمو او نباتي پوښښ تخریب دی په ځانګړي توګه د ځنګلونو او نورو بوټو بې‌رحمانه غوڅول دي، هغه چې طبیعي کلکوالی او استحکامات ګڼل کېږي.

همدارنګه د خلکو او زورواکو له لوري د سیندونو د حریم او طبیعي مسیرونو غصب او ناروا نېول چې په پایله کې د سیندونو د تګ مخنیوی کوي او په همدې ډول د تقاطعي جوړښتونو جوړول لکه پر سیندونو د نامناسب ظرفیت پلونو او سړکونو جوړول چې د سیلابونو د زیانونو او ګړندي کولو لامل ګرځي.

تر ټولو مهم د اوبیزو زېربناو او جوړښتونو کموالی چې د سیلابونو د اغېزو کموالی یې یو له موخو څخه دی، په هېواد کې د سیندیزو حوزو یو له جدي ستونزو ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د اقلیم بدلون هم په دې برخه کې منفي اغېز لري چې د تودوخې درجې د لوړوالي، د واروې چټکې ويلې‌کېدنې او د ناڅاپي سړو او ورښتونو له امله د سیلابونو راوتل او زیاتېدل چټکوالي مومي.

بل د هېواد په ځینو برخو کې په ځانګړي ډول د آمو سیندیزې حوزې په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د یو طرفه تحکیماتو جوړول دي چې دېخوا اړخ کې یې سیلابونو ته شدت ورکړی او د هېواد عوایدو ته ګڼ زیان اړوي.

2.1 د سیلابونو او اوبختنې زیانونه:

د ملګرو ملتونو د اړونده بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، په هېواد کې د ۱۳۵۵ او ۱۳۹۱ لمریزو کلونو تر منځ د سیلابونو او وچکالۍ له امله 1.4 میلیون وګړي زیانمن شوي دي چې ۱۸۷۰۰ وګړو خپل ژوند په کې له لاسه ورکړی دی او په دې موده کې یو میلیون وګړي له هېواده بهر او کور دننه مهاجر شوي دي، البته په بېلا بېلو برخو کې وارد شوی زیان له یو میلیارد ډالرو زیات اټکل شوی دی.

له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ زېږدیز کال پورې یوازې د آمو سیندیزې حوزې د سیلابونو له امله ۲۵۵۵۵ هکتاره بڼونه او کرنیزه ځمکه تخریب شوې چې تر ۱۵ زرو کورونو تر څنګ ۳سوه تنه وګړي او تر ۲۰ زرو پورې حیوانات له منځه تللي دي.

تازه همدا روان ۱۳۹۷ لمریز کال په وروستیو کې په ۱۷ ولایتونو او په ځانګړي توګه کندهار، فراه، غزني، هلمند، میدان وردک، غور او ننګرهار ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو راوتلو له امله له سلو زیات کسان زیانمن شوي او تر ۳ زرو پورې کورونه او استوګنځایونه ویجاړ شوي دي چې ملي امنیتي سرتېري پر وخت د مرستو رسونې له امله د هېوادوالو له خوا د نجات پرښتو پر نومونو یاد شول.

لاندې انځورونو کې د سیلابونو زیانونه او سیلاب‌ځپلو سره د امنیتي سرتېرو مرسته لېدلی شئ:

۱. انځور: سیلاب د هلمند ولایت د اوسېدونکو ګڼ کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي دي –کب، ۱۳۹۷ لمریز

۲. انځور کې د فراه ولایت امنیتي سرتېري لېدل کېږي چې د سیلاب زیانمنو سره مرسته کوي او د ولس له لوري د نجات‌پرښتې نومول شوي –کب، ۱۳۹۷ لمریز

2.2 ستونزې او خنډونه:

د سیلابونو د ګڼو زیانونو او اغېزو له امله د هېواد د اوبو سکتور د ګڼو خنډونو او ننګونو سره مخ دی چې په لنډه توګه ترې دلته یادونه کېږي:

د هوا پېژندنې او هایدرولوجیکي ارقامو کموالی او د سیلابونو د څخه د خبرونې او وړاندوینو د ملي سیستمونو نشتوالی

د سیلابونو پر وړاندې چمتووالي او مبارزه کې د اړوندو نهادونو کمزورې همغږي او د دوی د وړتیاو ټیټوالی

د سیلابونو د مدیریت مؤثرو پالیسیو او ستراتیژیو کموالی

د سیلابونو د زیانونو کمولو د طرزالعملونو او مقررو کموالی

د اوبو د ذخیروي بندونو او د سیندونو غاړو د ساتنې د تحکمیاتو کموالی

د نباتي پوښ او طبیعي زېرمو د ساتنې د هر اړخیزو پروګرامونو کموالی

د سرحدي سیندونو په غاړو کې د ګاونډیو هېوادونو یو اړخیز استحکامات او د هغوی د کښتیو تګ‌راتګ

د اقلیم بدلون اغېزې او د سیلابونو شدت (ناموسمه ورښتونه او ناڅاپي سیلابونه)

ډاډمن اوبو برښنا ته نه لاسرسی چې د ځنګلونو د پرېکولو لامل کېږي.

د مالي امکاناتو کموالی چې د سیندونو غاړې ټینګې شي، د اوبو زېرمو او نورو طبیعي زېرمو ته پراختیا ورکړل شي.

2.3 فرصتونه:

د سیلابونو د منفي اغېزو کمولو لپاره ادارو او اړوندو بنسټونو سره ښه فرصتونه شته چې ځینې په دې ډول سره دي:

د ملي سندونو شتون لکه د اوبو د سکتور ملي ستراتیژي، د سیلابونو د مدیریت ملي ستراتیژي او نور

د حکومت تعهد

اړوندو ادارو کې د هایدرومیترولوجیکي او هوا پېژندنې د معلوماتي او اطلاعاتي مرکزونو شتون

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي کمېټې او د ولایتونو په کچه د ولایتي کمېټو شتون

د سیلابونو د مدیریت عملیاتي پلانونو شتون

تر یو حده اړونده ادارو تر منځ همغږي

په ټولنه کې تر یو حده د تخنیکي کسانو شتون

د بهرنیو مرستو او نړیوالو بنسټونو شتون.

اړین ګامونه او پایله:  

د پرمختللو هېوادونو برعکس افغانستان کې سیلابونه ډېری مهال طبیعي وي او د موسمي ورښتونو او واورو د ورېدو له امله رامنځته کېږي یعنې د اوبو بندونه ډېر کم ایجاد شوي دي او هلته هم دومره اوبه نه راټولېږي چې د طغیان او سرکښۍ لامل شي.

همدارنګه ډېری وختونه د سیلابونو د زیانونو کچه په سیمه کې د اوسېدونکو د غصب او ناپلانه ساحو کې د استوګنځایونو جوړولو له امله لوړېږي، خو ښاري –پلاني ساحو کې بیا د کانالېزاسیون سیستمونو د نشتون او د خلکو د نه خبرونې له امله لوړېږي.

د سیلابونو د ښه مدیریت لپاره تر ټولو لومړی ګام باید د هېوادوالو سره په ګډه زیان ته څېرمې ساحې په نښه شي، د مخکنیو سیلابونو وختونه معلوم شي او د دوی د ښې خبرونې لپاره منظم میکانېزم رامنځته شي.

په دویم ګام کې اړونده ادارې او بنسټونه باید د پېښو مدیریت او چمتووالي په برخه کې په ګډه سکتوري پلانونه چمتو کړي او د بودجې په موخه ورته پانګونه جذب کړي او د دې پلانونو تطبیق او لګښت په برخه کې دې د ولسوالیو او حتی کلیو په کچه کمېټې رامنځته شي تر څو ادارې ځوابګوی او ولس ته معلومات پر وخت ورسېږي او حساب‌ورکونه او ولسي باور هم یقیني شي.

د سیلابونو هر اړخیز مدیریت او د اغېزناکو تګلارو په تطبیق سره ممکن لاندې پایلو ته ورسېږو:

– د هېواد بېلا بېلو برخو کې د ځاني زیان کموالی

– د کرنیزو، بڼوالۍ او مالدارۍ ساحو د تخریب کموالی

– د خاورې د تخریب او د سیندونو وروستو برخو ته د رسوبي موادو د لېږد مخنیوی

– د اوبو د زېرمو د ککړتیا مخنیوی

– د فقر او بېکارۍ کموالی

او د چاپېریال ښه‌ساتنه او ښه‌والی ډاډمنېدل.

اخذلیکونه:

  1. تاریخچۀ سیلاب، خادم حسین، ایران، ۱۳۸۴هجری شمسی
  2. http://mew.gov.af
  3. andma.gov.af
  4. د ۱۳۹۷ لمریز د کب ۱۲مې رسنیز خبرونه
(Visited 70 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.