The news is by your side.

طالبان دې د سولې را روان فرصت نه ضايع کوي

سرخط ورځپاڼه

0

له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټویټ له طالبانو سره د دغه هېواد د سولې خبرې اترې لومړی ودرولې او بیا یې لغوه اعلان کړې، په هېواد کې د سولې د راتګ په اړه افغانان له ناهیلۍ سره مخ، خو وسله‌وال طالبان بیا د سیمې هېوادونو ته سرګردانه شول او ښايي د دغو خبرو اترو پر مهال پر خپلو تېرو کړنو هم پښېمانه وي.

له شاوخوا یوې نیمې میاشتې ځنډه وروسته په دې وروستیو کې یو ځل بیا د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو د پیلېدو په اړه ځینې راپورونه خپرېږي.

څو ورځې وړاندې یوې غربي رسنۍ د ځینو سرچینو له قوله داسې راپور خپور کړ چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د بیا پیلېدو په هڅه کې ده.

تازه د ناټو سرمنشي یسن‌سټولټنبرګ هم ویلي، که د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات بیا پیل شي، دوی یې هرکلی کوي، خو په وینا یې، د طالبانو له چلنده ښکاري چې دا ډله په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتلو ته ژمنه نه ده.

هغه ویلي، طالبان باید د سولې لپاره نرمښت وښيي او ورته د رسېدو لپاره دا ځل له ځینو غوښتنو او شرطونو تېر شي. هغه ټینګار کړی، که له دې ډلې سره د سولې خبرې اترې بیا پیلېږي؛ نو په‌کار ده چې باوري ضمانتونه ترې واخیستل شي، ځکه په وینا یې، طالبان د دې پر ځای چې تاوتریخوالی پرېږدي، لا ورته لمن وهي.

داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو تر منځ به د سولې خبرې اترې یو ځل بیا پیل شي، خو که دا ځل بې‌پایلې پای ته ورسېدې، په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدل او د سولې راتلل به ستونزمن تمام شي.

که څه هم دا روښانه ده چې په افغانستان کې روانه پردۍ جګړه چې ګټې یې نورو ته رسېږي او قرباني یې یوازې افغانان ورکوي، د جګړې له لارې پای ته نه رسېږي او بالاخره به ښکېل اړخونه د سولې مېز ته سره کېني او پر افغانانو روان ناورین ته به د پای ټکی ږدي، خو طالبانو بیا هم خپل ټول تمرکز د افغانانو پر شهیدانولو، د عامه او دولتي بنسټونو پر ویجاړولو او تاوتریخوالي کړی دی.

ښکاره ده چې دا ډله به تر هغې په افغانستان کې خپلې جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي چې د پردیو، په تېره پاکستان موخې او ګټې یې نه وي تضمین کړې، ځکه د دوی رهبري، مدیریت، تجهیز، سیاسي او اقتصادي ملاتړ ټول له اسلام‌اباده کېږي او د هغوی له خوښې پرته یو ګام هم نه‌شي اوچتولای.

که طالبانو د سولې تېر فرصت په خپلو ترهګریزو فعالیتونو او د هېواد پر ځای د خپلو بادارانو ګټو ته په ژمنتیا له لاسه نه وای ورکړی، اوس به دا پروسه تر ډېره پر مخ تللې او ښايي ان تر بریا رسېدلې وای، خو دې ډلې داسې و نه کړل او تر پایه یې پر خپل انعطاف نه منونکي دریځ ټینګار وکړ چې بالاخره دې پروسې سر وخوړ.

طالبانو د سولې په تېرو پړاوونو کې داسې فکر کاوه چې امریکا سولې ته اړه ده او څومره سختې غوښتنې او شرطونه چې پرې کېږدي، هغه به غاړه به ورته کېږدي، خو داسې و نه‌شول او د دوی سخت او پردي دریځ دا پروسه لومړی له خنډ او ځنډ سره مخ کړه او وروسته یې هم ناکامه پای ته ورسوله.

خو اوس هم وخت شته او طالبان باید په هېواد کې د روانې کړې پردۍ جګړې د پای ته رسولو او د افغانانو د وینې تویولو مخنیوي لپاره د سولې راتلونکی فرصت نه یوازې له لاسه ور نه کړي، بلکې په دې پړاو کې دا پروسه بریالۍ کړي.

افغان حکومت او امریکا په هېواد کې د سولې خبرو اترو لپاره تر ډېره ژمن دي او غواړي دا پروسه بریالۍ شي، خو که طالبان هم د دوی په کچه خپله ژمنتیا وښيي او د پردیو د موخو او ګټو ښکار یې نه کړي، دا ځل به افغانان خپلې هغې هیلې او غوښتنې ته رسوي چې په هېواد کې د جګړې پای او د سولې تامین په اړه یې لري.

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.