The news is by your side.

طالبان د افغانانو په وینو نه مړېږي

0

که څه هم وسله‌والو طالبانو له شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې جګړه پیل کړې او له کبله یې په ‌دې موده کې په لکونو افغانان تورو خاورو ته ټیټ شوي، خو دا ډله لا هم د افغانانو په وینو نه ‌ده مړه او پر دوام یې ټینګار کوي.
د دې ډلې د قطر دفتر غړي او د سولې مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي په دوحه کې له یوه بهرني ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې دوام ته تیار دي او سل کاله یې نوره هم اوږدولای شي.
سره له دې چې هغه له دوی سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د سولې په نوم د امریکا او طالبانو تر منځ د معاملې د ځنډې او لغوه کولو په غبرګون کې کړي، خو واقعیت دا دی، تر هغې چې طالبان او د هغوی ملاتړي هېوادونه، په تېره بیا پاکستان په افغانستان کې خپلو شومو موخو ته نه وي رسېدلي، له جګړې لاس نه اخلي او نه به هم د افغانانو په تویې شویو وینو ماړه شي.
طالبان چې د سیمې د استخباراتو په مستقیمه لارښوونه په افغانستان کې جنګېږي، په ښکاره په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت د خپلې جګړې لامل بولي، خو دې ډلې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې یوازې او یوازې د افغان ځواکونو او افغانانو پر وړاندې جګړه کړې ده. په ‌دې موده کې د ګوتو په شمېر بهرني ځواکونه، خو برعکس لسګونه زره افغانان شهیدان شوي دي.
د طالبانو ټینګار دا دی چې بهرني ځواکونه باید افغانستان پرېږدي، د دوی په وینا، اسلامي نظام جوړ او عدالت تامین شي، بیا به له جګړې لاس اخلي او سوله به کوي. خو داسې نه‌ ده، امریکایانو په شاوخوا لس میاشتنیو مذاکراتو کې ورسره دا ومنله چې بهرني ځواکونه به له افغانستان وځي، خو طالبانو بیا هم خپله جګړه او بریدونه نه یوازې بس نه کړل، بلکې لا یې هم ډېر کړل.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د هېواد اوسنی نظام په بشپړ ډول یو اسلامي نظام دی او که په هېواد کې امنیت ټینګ وي، جګړه ودرېږي او قانون پلی شي، په پوره توګه به عدالت تامین شي، خو له بده مرغه چې طالبان خپله پر امنیت، عدالت او ګډ ژوند باور نه لري، د دې ډلې مشران یوازې د خپل ځان او کورنۍ لپاره ښه او ارام ژوند او زده‌کړې غواړي، خو پر نورو افغانانو یې بیا اور بل کړی او د زده‌کړو، ژوند او پرمختګ مخه یې نیسي.
وسله‌والو طالبانو په دوحه کې له امریکایانو سره د سولې له خبرو اترو سره هم‌مهاله په افغانستان کې جګړه سخته کړه او هره ورځ به یې لسګونه افغان کورنۍ د خپلو بچیانو او خواخوږو د غم پر ټغر کېنولې، دا حالت له کلونو کلونو راهیسې همداسې روان دی.
دې ډلې د خپلو بهرنیو ملاتړو او بادارانو په مستقیمه لارښوونه په هېواد کې د افغانانو د وینې تویولو ته ځکه زور ورکړ چې په قطر کې د امریکا له استازیو نه د سولې په خبرو اترو کې ډېر امتیاز واخلي. دوی تل هڅه کړې چې په هېواد کې د جګړې په سختولو، خپل امتیازونه واخلي.
خو اوس چې هره ورځ لسګونه افغانان شهیدانېږي او کورنۍ یې پر غم اخته کېږي، په ‌کار ده چې طالبان پردي او ناسم دریځونه پرېږدي او په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره له افغان حکومت او افغانانو سره د سولې مخامخ خبرو اترو حاضر شي.
بین‌ الافغاني مذاکرات او تفاهم په هېواد کې د روان کړکېچ یوازېنی حل دی او طالبان چې څومره په بهرنیو استخباراتو او ادرسونو وګرځي، هېڅ به هم ترلاسه نه کړي، خو که د هغو پر ځای، راشي او خپلې ستونزې او اختلافونه له هېوادوالو سره د ټوپک پر ځای، د خبرو له لارې حل کړي، نه یوازې دوی، بلکې ټول افغانان به ارام ژوند وکړي او هېواد به د نړۍ له نورو هېوادونو سره اوږه په اوږه پر مخ لاړ شي.
خو که داسې و نه کړي، په هېواد کې به روانه جګړه همداسې دوام ومومي، د دوی په ګډون به هره ورځ لسګونه افغانان له منځه ځي، هېواد به ناامن وي، قانون او عدالت به نه پلی کېږي او افغانستان به د تېر په څېر بیا هم وروسته پاتې او د بهرنیو رقابتونو د پاللو ډګر وي او مسوولیت به یې هم د همدوی پر غاړه وي.

(Visited 16 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.