The news is by your side.

طالبان په کاذبه فتحه باندې د جګړې لیکې پياوړې کوي

نوید احمد څرک

0

وروسته له هغې چې طالبان له امریکا سره په سوله کولو مجبور شول او قطر کې یې هوکړه وکړه چې بهرني ځواکونه به وځي او افغانان به خپل منځ کې د خبرو له لارې جګړه پای ته رسوي، دې ډلې د فتحې لپاره پراخ تبلیغات وکړل او لا هم دوام لري.

طالبان دا کار ځکه کوي چې غواړي له امریکا سره هوکړه کې ترې ځینې ډلې لار بیله نه کړي، ځکه طالبانو په دې هوکړه کې ټولې شل او شل نیمې منلي دي، خو د جګړې له قومندانانو یې پټې ساتلي دي.

تاسو ولیدل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې اوه مخیزه لاسلیک شوې هوکړه رسنیزه شوه، خو د دې هوکړې حاشیه متن له ټولو پټ ساتل شوی دی، طالبانو دا کار د دې لپاره وکړ چې د هوکړې د حاشیې متن کې ډير څه شته چې د طالبانو د اتلس کلنې جګړې مشروعیت له منځه وړي.

له امریکا سره هوکړه کې د طالبانو د جګړې قومندانان مخالف و، ځکه دوی د اشغال ترنامه لاندې جګړه کړې، خو بیا یې هم په دې تړون کې د امریکا زیاتې غوښتنې منلي، داسې غوښتني چې د طالبانو جنګي ډلو ته د منلو نه دي.

خو دا چې د طالبانو سیاسي ډله په دې پوه شوې چې نور د جګړې له لارې هیڅ نه شي ترلاسه کولی، له امریکا سره یې هر څه ومنل.

طالبانو د دې هوکړې تر لاسلیک وروسته او مخکې خپلو جنګیالیو ته د کاذبې فتحې زیري ورکړل او حقیقتونه یې ترې پټ وساتل.

تاسو به د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني وروستۍ څرګندونې اوریدلي وي چې سولې د جګړې د پای په مانا نه ده او د دوی جګړه به دوام پيدا کوي.

حقاني دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته افغان حکومت سره د سولې خبرې روانې دي او جنګي طالبان نه غواړي چې پرته له کوم امتیاز وسله کیږدي او له جګړې لاس واخلي.

د دې لپاره چې طالبان خپل جنګیالي سولې ته تر رسیدو پورې له لاسه ور نه کړي، کله د کاذبي فتحې زیري ورکوي او کله ورته ډاډ ورکوي چې د دوی جګړه به د نظام تر ړنګولو او واک ته د رسیدو لپاره دوام لري.

خو له امریکا سره هوکړه کې هر څه واضح شوي دي، هلته طالبانو منلې، چې اوسنی نظام به دوام پیدا کوي او طالبان به یې یوه برخه وي.

هلته منل شوې چې طالبان به د ټولو هغو ترهګرو ډلو پرضد مبارزه کوي چې امریکا او نورې نړۍ ته ګواښ دي.

هلته منل شوې چې طالبان به اتلس کلنو لاس ته راوړنو سره کار نه لري، نه به د زده کړو مخالفت کوي او نه به د ښځو د حقونو.

خو طالبان د دې لپاره چې جنګیالي یې ترې لار بیله نه کړي او غبرګون و نه ښيي د کاذبې فتحي د زیرو په اساس مغروره کړي او له ځان  سره یې ساتلي دي.

په دې کې شک نشته چې د طالبانو ټول وسله وال سولې ته په رسیدو حکومت سره نه یو ځای کیږي او جګړه به دوام پيدا کړي، هغه انديښنه چې نړیوال او ټول افغانان یې لري.

 

(Visited 41 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.