The news is by your side.

عبدالله د بریا په نوم خپلې ناکامۍ ته پلمې لټوي

ګلرحمن رحماني

1

د تېری شنبې (د تلې په شپږمه) په ورځ د څلورم ځل لپاره د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې درې ورځې وروسته د ډاکټر عبدالله عبدالله له خوا د اساسې قانون او د ټاکنو د قانون خلاف د خپل بري اعلان وکړ .

په اصل کې عبدالله عبدالله د بری اعلان ونه کړ، بلکې هغه د خپلې ناکامۍ او د بیا معاملې اعلان وکړ، ځکه کله چې په ۲۰۱۴م کال کې د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غنی تر منځ انتخابات دویم پړاو ته لاړل، نو په همغه وخت کې عبدالله عبدالله مختېفی اوازې خپرې کړې وې او ویلي به یې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې، موږ دا ډول انتخابات نه منو ، په ښار کې یې په انتخاباتو کې د درغلیو په نوم مظاهرې وکړې هماغه و چې امریکا دخالت وکړ او په افغانستان کې یې د ملې وحدت حکومت رامنځ ته کړ .

د یادونې وړ ده چې دا ځل به د ملې وحدت د حکومت د جوړیدو په شان معامله کې عبدالله عبدالله ناکام پاتی شي ځکه په ۲۰۱۴م کال کې تر ټولو غټه ستونزه دا وه چې افغانان په اندیښنه وه هغه دا چې له افغانستان څخه نړیوال ځواکونه په وتلو وه او ټول په دی اندیښنه کې وه چې خدای مه کړه د بهرنیانو له وتلو وروسته به بیا په افغانستان کې داخلې جنګونو پیل شی 

دویم دا چې په هغه وخت کې زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونو دومره توانایي نه درلوده چې د ټول هیواد د وګړو امنیت خوندي وساتي .

دریم دلیل یې دا و چې په هغه وخت کې د انتخاباتو کمېسیون کې دومره ظرفیت موجود نه و چې د رایو په اکثریت ګټلو باندی یو شخص وټاکي .

د دغو ټولو پوښتنو ځواب ته محمد اشرف غنی په طلوع نیوز خصوصي رسنی کې د اجرایه ریاست په اړه چې مشری یې عبدالله عبدالله کوی وویل چې په اینده کې به زه اجرایه ریاست نه رامنځ ته کوم ځکه اجرایه ریاست زما د کارونو پر وړاندی چیلک اچول کول ځکه کله به چې ما د کوم کار د پیل کیدو کوښښ وکړ نو تر ټولو لمړی به اجرایه ریاست وه چې زما د کار د خنډ سبب به شوه .

د یادونی وړ ده چې په افغانستان کې د افغانانو د رایو د سرنوشت د معلومولو لپاره افغان رایه ورکونکو او نړیوالې ټولنې ته د ټاکنو د کره توب ، روڼتیا او د بریالۍ شخص ټاکل یواځی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دنده او وظیفه ده چې د خلکو د اکثریت رایو په ګټلو سره بریالۍ اعلانیږی .

د عبدالله عبدالله تر څنګ ځینې نور نوماندانو هم اعلانونه وکړل ، د دوی اصلي موخه بریا نه ده، دوی دا مني چې ناکام دي، مګر دوی غواړي چې په دې ډول خپلې ناکامۍ ته توجیهات ولټوي.

د دغو ټولو نوماندانو اعلانونو ته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ وویل چې د عبدالله په شمول هیڅ نوماند حق نه لري چې ځان بریالی اعلان کړي ځکه دا حق یوازې له ټاکنیزو کمیسیونونو سره دی .

(Visited 46 times, 1 visits today)
1 Comment
  1. دوکتور غروال says

    عبدالله عبدالله یو لوچک او د رنګارنګو ممالکو جاسوس او قاتل او غل او مرتد انسان دی افسوس چی په ۱۹۱۴ کال کښي دوکتور اشرف غنی نوموړی ته د امریکا په سفارش ځان تسلیم اود ملت په رأیو ئي چټله معامله وکړه اوراتلونکی کښي داسی بی کرکتره او بد اخلاقه اودده په شان نوره د اجنبیو غلامان او قاتلان له سیاسی صحنو څخه باید کاملآ خارج او زندانو ته واچول شی اوددوی څخه غلا شوی ډالرونه ملت ته ورکړۍ شی !!!! داسی ورځ راتلوونکی دی !!! زه پدی باوری یم

Leave A Reply

Your email address will not be published.