The news is by your side.

غږيز انځور 

ليکوال : سيلانی

0
څۀ موده پخوا مې پۀ یوه لیکنه د عکس او انځور پۀ هکله یو څۀ لیکلي و. دلته غواړم یو ځغلنده نظر پرې واچوم معمولآ زموږ ډېری لوستونکي او لیکونکي انځور او عکس پۀ یوه معنا کاروي، خو پۀ حقیقت کې انځور او عکس دوه بېل توکي دي.
عکس د الکترونیکي چاپیریال کارنده څیز دی، چې د کمرې پۀ واسطه اخستل کیږي او د کاغذ پر مخ ترسیمېدی شي. خو انځور د ذهني، ادبي او لیکني چاپیریال کارنده توکی دی،چې موږ پۀ شعر، هنري او ادبي لیکنو کې د ادبي صنایعو پۀ مرسته او د تخیل پر مټ یې پۀ خپلو لیکنو کې د ابهام، هنریت، تنوع او ښکلا پۀ موخه کارو.
پۀ یوه لیکنه کې د انځورونو جوړونه د لیکوال لۀ تخیل څخه سرچینه اخلي، بیا شاعر یا لیکوال دا تخیل د بلاغي توکو ( تشبېه، استعاره، پارادوکس، سمبول…) پۀ مرسته پخپله لیکنه او شعر کې انځوروي، چې دا کار یې لیکنې ته هنریت او ښکلا وربښي او لۀ ساده لیکنو یې توپیر کیږي.
دا چې هره هنري لیکنه او منظوم کلام د بې شمېره انځورونو درلودونکي وي، همداشان د انځورونو ډولونه هم ډېر او کېداشي بې شمېره وي. ما د د.پ.ل.ازمون « منظوم انځورونه» اثر لوستۀ چې پۀ یوه برخه کې یې د غږیز انځور  لۀ سرلیک سره مخ شوم، دی غږیز انځور داسې را پېژني:
«غږيز انځور هغه انځور دی، چې تر غوږه د يو غږ له را رسېدو سره سم په ذهن کې د هغه بڼه انځور شي. فرض کړئ، که موږ د يوه مارغه (طوطي) له غږ سره بلد يو،په سترګو يې نه وينو، کله يې چې غږ اورو، نو ذهن کې مو دهغه بڼه يا شکل انځوريږي او يا کله چې طوطي يا کوم بل مارغه وينو، يافرض کړئ په غړېدلو سترګو همدا طوطي وينو د هغه غږ يا  خبرې مو په تصوير کې راځي او يو ذهني تصوير جوړيږي.» ( منظوم انځورونه )
دا سمه خبره  ده چې د یو غږ پۀ اورېدو سره سم د انسان پۀ ذهن کې دهغۀ څیز او حیوان بڼه انځوریږي، خو کۀ چېرې د غږيز انځور کلمو او غږونو ته د ژبپوهنې لۀ اړخه ځیر شو، نو دا پۀ حقیقت کې هماغه د صوت یا غږ نوم او کلمې دي چې د انسان پۀ ذهن کې د غږیز انځور بڼه جوړوي.
دا نومونه پۀ خپل ذات کې لۀ اورېدو سره سم د اورېدونکو ذهن کې د هماغۀ څيز انځور جوړوي. لکه؛ ګړپهار، درزهار، شرنګ، شرونګ يا دې ته ورته د وسلو غږونه، لکه : ټک، ټوک، درم ….، يا د مرغانو غږونه، يا د ځينو الکترونکي څيزونو غږونه لکه: موتر، رېل… یا هم د انسانانو غږونه چې د رادیو لۀ لارې واورېدل شي زموږ ذهن کې غږيز انځورجوړوي.مثلآ:  کۀ د داوود خان د دور یو صاحب منصب چې داوود خان یې لۀ نږدې لیدلی وي یا ورسره وپېژني راسره وي، کله چې ددۀ غږ د رادیو لۀ څپو واوري سمدلاسه یې پۀ ذهن کې د داوود خان انځوریزه بڼه جوړیږي، ځکه چې اورېدونکی یې لۀ غږ سره اشنا دی او دغږ پۀ اورېدو سره یې سم څېره ذهن ته راځي.
 نو همدا کلمې او غږونه دي چې ذهن کې غږيز انځورونه رامنځته کوي او د لوستونکي ذهن ته دهماغۀ څيز جسم او څېره انځوروي. نو ویلی شو چې غږیز انځور د معلومو غږونو او کلمو پۀ مرسته د انسان پۀ ذهن کې رامنځته کیږي، د معلوم کلمه مو ځکه یاده کړه، چې هر غږ او کلمه ذهن کې انځور نشي جوړولی.
اوس راځو هغو بېلګو ته چې استاد ازمون د غږيز انځور پۀ توګه کارولي دي.
د چينار څانګې له ښارو سره موسکېږه له ورو
ستړې اروا مې شينکي ډډ ته داستاخوب وړې ده
شاعر پۀ لومړي بیت کې د چنار څانګه تشخيصوي، هغه دا چې د چنار څانګو ته داسې انساني ځانګړنه ورکوي چې هغه دې لۀ ښارو سره، چې يو ډول مرغۀ ده و موسيږي. دا کار د چنار پۀ توان او فطرت کې نشته، ځکه دا انساني ځانګړنه ده، نو ځکه تشخيص او پۀ هغه کې حسي تشخیص يې بولو.
استاد وايي: د چنار او ښارو ترمنځ موسېدل د لوستونکي ذهن ته غږيز انځور  وړاندې کوي. کۀ چېرې د « دچنار او ښارو تر منځ موسېدلو» ته ځیر شو، پۀ حیقیت کې دا د ذهني یا خیالي انځور یوه بېلګه ده، چې ذهن ته پرته لۀ غږیزو کلماتو او غږونو داسې یو څۀ انځوروي چې ځانګړی وجود او بڼه نۀ لري.
 بله خبره داده چې د چنار او ښارو تر منځ موسېدل یو شاعرانه ډیالوګ دی، ځکه پۀ حقیقت چنار هلته تشخیص شوی او خبره تر دې حده هنري شوې ده چې د چنار موسېدل شاعرانه ترکیب جوړوي، نو کله چې انځور شوي کلمات شاعرانه او هنري شي موږ ته عږیز انځور پۀ ذهن کې نشي رامنځته کولی.
دغږیزو کلماتو او ترکیبونو یوه ځانګړنه داده چې انځور شوي کلمات شاعرانه کلمات او ترکیبونه نۀ وي، لکه: د اوښکو ماتم، د بلا لاس، د اوښکو امېل… دا کلمې او ترکیبونه خیالي دي، چې حقیقت او مادي وجود نۀ لري او  پۀ ذهن کې مشخص انځور نشي جوړولی، نو ځکه لۀ ښارو سره د چنار موسېدل یو شاعرانه ترکیب دی چې پۀ حقیقت کې لیدل کیږي نۀ، مګر موږ یې د تخیل پۀ ځواک جوړو،  نو پورته بیت د ذهني  یا خیالي انځور بېلګه بللی شو، نۀ د غږیز انځور.
پورته مو یاده کړه چې غږیز انځور د غږیزو کلماتو او غږونو پۀ مرسته جوړیږي، کۀ داسې نۀ وي نو بیا د غږیز انځور لۀ نوم او پېژندنې سره پۀ ټکر کې واقع کیږي.
اوس را ځو دويم بيت ته
دميمنې دمرګ اواز شو
په نغرو کې بېګاه اورونه بلېدنه
 کۀ چېرې تاسې د استاد سپړنې ته هم پام وکړئ هغه پخپله هم پۀ دې اعتراف کوي چې نوموړې لنډۍ يو عيني انځور وړاندې کوي. دا ځکه چې دا پېښه د باجوړ پۀ سيمه کې پۀ واقعي توګه پېښه شوې ده، خو دا بېلګه يې د غږيز انځور لۀ پاره کارولې ده، فکر کوم دی « د مرګ اواز »څخه د غږيز انځور مطلب اخلي. خو واقعيت دادئ چې دا کلمه غږيزه نۀ ده، بلکې واقعي انځور وړاندې کوي…. په پای کې بايد ووايم چې لۀ غږيز انځور څخه موخه داده چې کلمې بايد غږ توليد کړي او غږيز انځور وړاندې کړي، نۀ ذهني.
غواړم دلته د غږيز انځور څو بېلګې تاسو وړاندې کړم:
پۀ ديوال دوه کونترې ناستې
يوه کوکو کړي بله ځان سمبالوينه
پۀ دې لنډۍ کې د دوو کونترو ناسته پر ديوال، چې يو يې غږ کوي او بله يې ځان سمبالوي يو عيني انځور دی، ځکه کونترې پۀ حقیقت کې همداسې کوي. خو هغه قمري يا کونتره چې « کوکو » کوي، دا کوکو کول زموږ ذهن ته يو غږيز انځور وړاندې کوي. موږ ددې کلمې پۀ اورېدو سره ذهن ته هماغه مرغۀ راولو یا د هماغۀ مرغۀ انځوریزه بڼه راوړو چې دا ډول غږونه کوي. چې دې ته غږیز انځور ویل کیږي.
ماته پۀ څۀ نخرو ساتلې
ته دسهار پۀ ګړنګهار ولاړې مينه
پۀ دې لندۍ کې د ګړنګهار کلمه پخپله غږيز انځور وړاندې کوي، د مسافر، مېلمه، خاوند يا هم زوم وتل د سخر لۀ کوره، د ملا لۀ اذانونو سره سم، د يو عيني انځور تر څنګ، ګړنګهار زموږ ذهن ته يو غږيز انځور هم وړاندې کوي. کۀ موږ خپلو محاورو ته پام وکړو، نو موږ په خپلو محارو کې وايو چې سبايي ګړنګهار سره پاسېدم… لۀ ګړنګهار نه يې موخه د سهار پۀ وخت کې د ملايانو، چرګانو او نور حيواناتو غږونه دي چې انسانان پرې را ويښږي او ګړنګس کوي…. چې دا خپله يو غږيز انځور وړاند کوي.
اشنا د توت لاندې اودۀو
لکه دباز پرې شنېړېدم را ويښ مې کۀ نه
پۀ دې لنډي کې « شنېړیدم» غږیز انځور وړاندې کوي.
شرنګ د پانزېب دې عالمونه خبروینه لیلی!!!!!
ورو ورو کښېده قدمونه لیلی!!!
شرنګ شرنګ…
یادونه: لیکنې ته پۀ خپل نقد و نظر ښکلا ور وبښئ.
اخځلیکونه
1. اريانا دايرة المعارف. ( ١٣٤٣ ل) ( دريم جلد ) پښتو ټولنه .
2. ازمون، لال پاچا.( ۱۳۸۹ ل ). منظوم انځورونه. کابل: دانش خپرندويه ټولنه .
3. سيلاني، تمهيد الله. ( ۱۳۹۵ل ). په پښتو ژبه کې د ادبي فنونو کتابښود. ننګرهار : مومند
4. شاهين،سلما. ( ۲۰۱۳ ع ). روهي سندرې. پېښور: پښتو علوم اکاډمۍ.
5. پښتو ګرامر : زیار، مجاور احمد….
6.موسیقی شعر، حبیب الله کاشفی
(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.