The news is by your side.

فارن پالیسي: دیني مدرسې د راډیکال اسلام د خپریدو لویه سرچینه ده

0

د امریکا “فارن پالیسۍ” خپرونې د افغانستان د دیني مدرسو په اړه یو هېښونکی مطلب خپور کړی او کاږي چې دغه مدرسې د داعش ډلې د اغېز د ودې لپاره خورا مناسب ځایونه دي.

ویل کېږي چې بې شمیره مدرسې د خلیج عربي هېوادونو د سرچینو لخوا تمویلیږي او سلفي سخت دریځه فکرونه پکې ورزده کول کېږي.

دا مطلب چې د کونړ پر ولایت يې تمرکز ډېر دی وايي چې هللته دیني زده کړې وړیا دي خو افغان امنیتي ځواکونه وايي چې دغو مدرسو ته په راتلونکو پیسو په سیمه کې د سختدریځي د هڅونې لپاره کار کېږي.

د افغانستان حکومت کولای شي یواځې یو څو جوماتونه او دیني مدرسې تمویل کړي او د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي چې په افغانستان کې لسګونه زره جوماتونه دي خو یواځې ۷۰۰۰ یې یاد وزارت سره ثبت دي.

د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست مسوولین وايي چې دیني مدرسې داعشي فکر تولیدوي، خو د مدرسو منتظمین دا خبره نه مني؛  ډېری افغانان په دې باور دي چې دغه مدرسې د سختدریځي او راډیکال اسلام په بېرته راګرځېدو کې ډیر رول لري.

په ورته مهال ۱۰۰ سلنه افغانستان د دولت په کنټرول کې نه دی او د دې څارنه چې په مدرسو کې څه تدریس کېږي، ډېره ستونزمنه ده.

په لمټک (Lamatak) سیمه کې ۳۰۰ کوره اوسېږي او کلیوال يې ادعا کوي چې د شپې لخوا د داعش جنګیالي له غرونو راکوزېږي او د خلکو په کورونو او جومات کې شپې کوي او سهار مهال بیا بېرته ځي.

لمټک مدرسې ته د (نجات) په نامه د خلیجي عربي هېواد (کویټ) یوه موسسه پیسې ورکوي او دغه موسسه په جلال آباد کې هم یو دفتر لري.

امنیتي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د (نجات) موسسې کارکوونکیو د کورنیو ځینې غړي له داعش سره د مرستې په تور نیول شوي هم دي چې لا په بندخونو کې ساتل کېږي.

د فارن پالیسۍ کارکوونکي د جلال آباد په انګوربار سیمه کې د (نجات) موسسې دفتر ته هم تللي چې هلته د عربو په سټایل ستړي مشي ورسره شوي خو د دغې موسسې مشرتابه له مرکې کولو څخه ډډه کړې ده.

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.