The news is by your side.

كابل ته د باجوه سفر څه پیغام لري؟

روح الله احمدزی

0

د باجوه سفر

د ولسمشر محمد اشرف غني د بیا ځل ولسمشر کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان لوړپوړي نظامي چارواکي، د پاکستان پوځ لوی درستیز، د ملي امنیت مشر او د افغانستان لپاره د پاکستان نوی ټاکل شوی استازی په نه اعلان شوي سفر  کابل ته راغلي دي. سرچینې وایي چې د پاکستان پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه او ورسره مل پلاوی یې د افغانستان ولسمشر او د ملي مصالحې عالي شورا رییس  ډاکټر عبدالله عبدالله سره د دواړو هیوادونو پر اړیکو، د سرحدونو پر مدیریت، د سیمې پر امنیتيوضعیت، د افغان مهاجرینو پر ستونزواو د افغانستان سولې روان بهیر په اړه خبرې کړې دي.

پاکستان چې د کلونو راهیسې  د تروریستي کړیو او بانډونو د پټنځای او خوندي مرکز دی. د ملي، سیمه ییزو او سیاسي ګټو خوندي ساتلو لپاره یې هر هغه ډله او ایدیولوژي  ځواکمنه او پراخه کړې چې په سیمه کې د پاکستان فعال، او اغیزمن رول ساتلو لپاره هلې ځلې کوي.  پاکستان د طالبان د تحریک رامنځته کیدو څخه تر اوسه د طالب مشرانو پټنځایونه ساتلي اود طالبانو تحریک تصمیم نیونکي مشران د پاکستاند نظامي او استخباراتي ارګانونونهد غوڅ ملاتړ څخه برخمن دی او  د طالبانو په اړه  د امریکا متحده ایالاتو وروستی تصمیم چې د جګړې پر ځای خبرې او سیاسي هوکړه یې حللار او سټراټیژي اعلان کړه اوپاکستان ته یې د سختو فشارونو او بندیزونو ګواښ وکړ. اما ددې دریځ په غبرګون کې اسلام اباد له امریکا سره  د افغانستان سولې پروسې کې د هر ډول همکارۍ خبر ورکړ، په لومړي اقدام کې چې د امریکا باور ترلاسه کړي د طالبانو مهم مشر ملا برادر چې د لس کلونو راهیسې په کراچې ښار کې بندي و ازاد کړ. سربیره پردې د طالبانو د یو شمیر نورو مهم غړو د حاضرولو ډاډیې ورکړ او په دې کار یې  وکولی شول چې د امریکا او  طالبانو ترمنځ خبرې پیل کړي. په همدې ترتیب  د دوحې هوکړه لیک او عملي کېدو یې د پاکستان پر وړاندې د امریکا تګلار په بشپړ ډول بدله کړه او حتا د امریکا د نننه د پاکستان پر وړاندې په سیاسي دریځونو کې بدلون راغي.

پاکستان ددوحې هوکړې وروسته په دې ویره کې و چې د بین الافغاني مذاکراتو پر میز دوی بهر پاتې نه شي، دغه راز ولسمشر غني هم له طالبانو سره  د خبرو پیلولو مهم شرط د طالبانو او پاکستان دولت د اړیکو پرېکول و او په ورته وخت کې  امریکا هم همدې باریکۍ ته متوجې و چې د پاکستان رول به په بین الافغاني مذاکراتو کې څه وي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ټول سیاسیون د پاکستان پر وړاندې بې باوره دي.  امریکا د هوکړې وروسته کوښښ وکړ چې د طالبانو سره د بین افغاني مذاکراتو پیلولو او مخته وړلو لپاره نور مستقیم په تماس کې اووسې خو د کار د پاکستان د ناخوښي سبب وګرځېد. بل لور  پاکستان  د خپل رول د غښتلتیا لپاره په افغانستان کې د  ټاکنو رامنځته شوي بحران د لا پیچلي کولو کوښښ وکړ او په ورته وخت کې یې د طالبان په لاس داسې تروریستي بریدونه تر سره کړل چې ولسمشر غني ناچار د سیاسي بحران پای ته رسولو په موخه یو نامناسب هوکړه لیک ته غاړه کېږدي. همدارنګه پاکستان د افغانستان سولې بهیر کې دخیلو غاړو په  ځانګړې توګه  واشنګټن او کابل ته دغه پیغام لیږه چې د دوحې هوکړې سره د پاکستان ماموریت لا مهم پړاو ته رسیدلي چې وروستۍ پایلې باید هغه څه اوسي چې دوی یې غواړي.

له بده مرغه د پاکستان پر وړاندې د افغانستان حکومتمعلومې،لیکلې او تایید شوې ستراتیژي او تګلار نه شتون ددې سبب شوی چې پاکستان هر ورځ متفاوتو لوبو سره  افغان حکومت بوخت او د ورځې پیښو سره د افغانانو برخورد او احساسات تر لاسه کړي چې دا د سیمې هیوادونو او په ځانګړې توګه امریکا ته ښيي چې افغانستان دولت په مطلق ډول د بې برنامه ګۍ سره لاسه او ګریوان دی. افغان چارواکو په یو کال کې د پاکستان پر وړاندې بیلابیلو دریځونه غوره کړي دي کله وایي چې پاکستان باید د ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي په سبا یې بیا ټینګار کوي چې پاکستان باید د ترهګړو ډلو سره خبرو پر مهال اړینه مرسته وکړي څو د پام وړ نتایج تر لاسه شي؛ یانې دغه وضعیت دا په ډاګه کوي چې افغانان له تر اوسه د افغانستان سولې بهیر کې  د پاکستان پر څرګند رول بې خبره دي او هغه اطلاعات په لاس کې نه لري چې پاکستان ته یې معلوم رول او دریځ ور په ګوته کړي.

کابل ته د باجوه  سفر مهم او د بحث وړ پیغامونه:

لومړی: د دغه سفر تر ټولو ستر پیغام د پاکستان هغو ویرو ته ډاډ ورکول دي چې دوی یې د بین الافغاني مذاکراتو پر وخت لري همدارنګه  د افغانستان سولې بهیر کېد پاکستان رول لا اغیزمن ښودل دي. او په دې کې شک نشته چې امریکا به  د خپلو متحدونو په لاس د پاکستان لا همکاري جلبولو لپاره دغه ناسته ترسره کړې وي.

دویم: پاکستان د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل مخکې غواړي چې د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د افغانستان سیاسیون او حکومتي چارواکو پر وړاندې له منځه   تللی اعتماد بیا تر لاسه کړي او د بین الافغاني مذاکراتو پر وخت دوی یو مهم اړخ د نظارت کونکي په څیر ولوبوي.

دریم: دوی په کابل کې سولې ته بیړهاو احساساتو اخیستو چارواکو ته غواړي دا وښیي چې د پاکستان پرته د بین الافغاني مذاکرتو پیل نا ممکن دی، په داسې حال کې چې د طالبانو حاضرولو دنده نور د امریکا پر غاړه ده، یانې پاکستان مجبور دی چې امریکا ته طالبان حاضر کړي خو دوی غواړي ددې کار کریډیټ د افغانستان حکومت نه هم واخلي.

څلورم: اسلام اباد په لیکلي ډول کابل تهد سولې بهیر د راتلونکو کامیابو پړاونو د  ترسره کولو د شرطونو بنډل سپارلی چې په هغه کې د هند رول، د سرحدونو مدیریت، د دواړو هیوادونو څرنګه اړیکو ساتل او د طالبانو سره د هوکړه لیک وروسته د سیمه ییز امنیت ټنګښت شرطنامې لري.

بلاخره دغه سفر یوازې د پاکستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وه د هغو موخو لاسته راوړلو لپاره چې د بین الافغاني مذاکراتو پر میز یې  دوی  تمه لري. خو د افغانستان حکومت باید ددې ناستې تر سره کولو سربیره هغه دریځ چې د  پاکستان او طالبانو د اړیکو پر  پرېکون باندې یې لري نور هم څرګند او د بین الافغاني مذاکراتو پر وخت حد اقل د پاکستان حضوري شتون پر وړاندې مخالفت وښیي.

(Visited 41 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.