The news is by your side.

له شرعي متنه د اجتهاد حق څوک لري؟

زبیر افغان 

0

په دې برخه کې څو ټکي اړین دی چې لومړی پکې د اجتهاد تعریف دی، تر هغو وروسته چې اجتهاد وپېژندل شي، بیا يې پر دې اړخ رڼا باید ولوېږي چې څوک د اجتهاد حق لري او ولې يې لري؟ ایا اوس هم لکه د تېر وخت د مسائلو د حل لپاره د یوه مجتهد اجتهاد کفایت کوي او که په دې اړه باید زړه تګلاره تبدیل شي او تر دې ښه بدیلونه ورته وموندل شي چې هغه د یوې کمیټې له لارې مسائلو ته ځواب ویل دي چې نن په ډېر ښه ډول دا کار ممکن هم دی؟ لومړی يې تعریف ته راځم:

الإجتهاد فِي اللُّغَة مَأْخُوذ من الْجهد بِفَتْح الْجِيم وَضمّهَا وَهُوَ الْمَشَقَّة والإجتهاد والتجاهد بذل الوسع والمجهود والتجاهد بذل الوسع كالإجتهاد وعَلى هَذَا يُقَال اجْتهد فِي الْأَمر أَي بذل وَسعه وطاقته فِي طلبه ليبلغ إِلَى نهايته سَوَاء كَانَ هَذَا الْأَمر من الْأُمُور الحسية كالمشي وَالْعَمَل أَو الْأُمُور المعنوية كاستخراج حكم أَو نظرية عقلية أَو شَرْعِيَّة أَو لغوية فَيُقَال بذل طاقته ووسعه فِي تَحْقِيق أَمر من الْأُمُور الَّتِي تَسْتَلْزِم كلفة أَو مشقة فَقَط وَلَا يُقَال اجْتهد فِي حمل قلم أَو كِتَابَة سطر أَو سطور عَمَّا لَيْسَ فِيهِ مشقة.(إرشاد النقاد إلى تيسير الاجتهاد (ص: 7)

ژباړه: اجتهاد په لغت کې له جهد نه اخیستل شوی دی چې د جیم په زور یا پيښ مشقت ته وايي، اجتهاد او تجاهد د وس او هغه څه چې په وس يې پوره وي کارول دي، تجاهد هم لکه اجتهاد د وس کارول دي، له دې امله ویل کېږي چې (اجتهد في الأمر) یعنې خپل وس او توان يې د هغه په طلب کې مصرف کړ څو يې وروستۍ پایلې ته ورسېږي دغه چاره که له حسي امورو سره اړه لري لکه تګ او کار یا له معنوي امورو سره تعلق ولري لکه د حکم او رايې استخراج هغه که عقلي وي، شرعي یا هم لغوي، نو پر همدې اساس ویل کېږي چې هغه خپل وس او توان د هغې چارې په را برسیرولو کې ولګاوه چې تکلیف او مشقت ورته حتمي وو، یوازې په همدې برخه کې، داسې نه ویل کېږي د قلم په وړلو، یا یوې لیکې یا څو لیکو په لیکلو کې يې چې اصلا مشقت نه لري، خپل وس مصرف کړ.

الإجتهاد هُوَ استفراغ الوسع وبذل المجهود فِي طلب الحكم الشَّرْعِيّ عقليا كَانَ أَو نقليا قَطْعِيا كَانَ أَو ظنيا على وَجه يحس من النَّفس الْعَجز عَن الْمَزِيد عَلَيْهِ. (إرشاد النقاد إلى تيسير الاجتهاد (ص: 8)

ژباړه: اجتهاد خپل ټول وس او توان د یوه شرعي یا عقلي حکم چې که قطعي نقلي وي یا هم ظني، په طلب کې داسې لګول دي چې انسان پر دې له څه اضافه کولو ناتواني حس کړي.

اجتهاد په لغوي معنا کې هم د خپل وس کارونې ته ویل کېږي او اصطلاح کې هم د لغوي معنا په رعایتولو کمې زیاتونې پر شوې دي، له دې ښکاري چې څوک په دې لار کې د وس کارونې توان نه لري، لکه هغه څوک چې په عربي ژبه نه پوهېږي، هغه څوک چې شرعي متونو په معنا نه پوهېږي، هغه څوک چې د شریعت مقاصد، مفاهیم او موخې نه شي تشخیص کولای او په دې لار کې نور هغه اړین ټکي چې د وس له کارونې سره په یو ډول نه یو ډول تعلق پيدا کوي، هغوی له لویه سره د اجتهاد کولو ظرفیت نه لري او په ناحقه دې د خلکو وخت نه ور ضایع کوي او نه دې په ناحقه فتواؤ خلک کمراهۍ ته ټیله کوي چې هم ځانونه په خراب کړي او هم د نورو دنیا و اخرت ور تبا کړي.

حَقِيقَة الإجتهاد على مَا يفهم من كَلَام الْعلمَاء استفراغ الْجهد فِي إِدْرَاك الْأَحْكَام الشَّرْعِيَّة الفرعية من أدلتها التفصيلية. عقد الجيد في أحكام الاجتهاد والتقليد (ص: 3)

ژباړه: د علماؤ له ویناؤ د اجتهاد حقیقت داسې فهمول کېږي چې د شریعت له تفصیلي دلایلو د یوې شرعي فرعي مسلې د ادراک لپاره خپل ټول توان پر کار اچول دي.

والاجْتِهادُ: بَذْلُ الوُسْعِ في بُلُوغِ الغَرَضِ. مقام الرشاد بين التقليد والاجتهاد (ص: 21)

ژباړه: اجتهاد هدف ته په رسېدو کې له ټوله توانه کار اخیستل دي.

تر دې ځایه د اجتهاد پر تعریف خبره وه، زما په اند اوس به واضحه شوې وي چې اجتهاد د لغت او اصطلاح له مخې پوهان څه ته کاروي؟ تر دې وروسته بحث باید پر دې وکړو چې مجتهد څوک کېدلای شي؟ د دې لپاره کوم شرایط شته؟ که وي هغه په عقلي او نقلي تول څومره پوره دي؟ راځو همدې بحث ته:

د اجتهاد لپاره هغه اړین شرایط چې فقهاؤ ورته تعین کړي دي، په دې اړه ځینو زیات ښودلي او ځینو کم، د ځینو شرایطو یادونه به يې دلته وکړم:

إِن شُرُوط الإجتهاد الَّتِي قررها الأصوليون فِيهَا بعض الِاخْتِلَاف من حَيْثُ الزِّيَادَة وَالنُّقْصَان وَيُمكن لنا أَن نقسم هَذِه الشُّرُوط قسمَيْنِ حَتَّى يحتويا كل مَا ذكر فِيهَا بالإيجاز الْقسم الأول الشُّرُوط الْعَامَّة شُرُوط التَّكْلِيف وَهِي 1 الْإِسْلَام 2 الْبلُوغ 3 الْعقل الْقسم الثَّانِي الشُّرُوط التأهيلية وَهِي تتنوع إِلَى نَوْعَيْنِ الأول الشُّرُوط الأساسية وَهِي 1 معرفَة الْكتاب 2 معرفَة السّنة 3 معرفَة اللُّغَة 4 معرفَة أصُول الْفِقْه 5 معرفَة مَوَاضِع الْإِجْمَاع الثَّانِي الشُّرُوط التكميلية وَهِي 1 معرفَة الْبَرَاءَة الْأَصْلِيَّة 2 معرفَة مَقَاصِد الشَّرِيعَة3 – معرفَة الْقَوَاعِد الْكُلية 4 معرفَة مَوَاضِع الْخلاف 5 الْعلم بِالْعرْفِ الْجَارِي فِي الْبَلَد 6 معرفَة الْمنطق 7 عَدَالَة الْمُجْتَهد وصلاحه 8 حسن الطَّرِيقَة وسلامة المسلك 9 الْوَرع والعفة 10 رصانة الْفِكر وجودة الملاحظة 11 الإفتقار إِلَى الله تَعَالَى والتوجه إِلَيْهِ بِالدُّعَاءِ 12 ثقته بِنَفسِهِ وَشَهَادَة النَّاس لَهُ بالأهلية 13 مُوَافقَة عمله مُقْتَضى قَوْله. إرشاد النقاد إلى تيسير الاجتهاد (ص: ۸ ـ 10)

ژباړه: د اجتهاد هغه شرطونه چې اصولینو مقرر کړي، د زیاتوب او کمي له اړخه یو څه اختلاف پکې شته، شونې ده چې موږ يې دوو کټګوریو ته تقسیم کړو، څو دواړه برخو کې هغه څه په لنډ ډول راونعاړل شي چې په اړه يې ویل شوي، لومړی ډول يې عام شرطونه دي د تکلیف یا مکلفیت شرطونه بلل کېږي، لکه: ۱- اسلام، ۲- بلوغ، ۳- عقل، دویم قسم شرطونه يې د اجتهاد د اهل جوړنې دي چې دا بیا هم دوه ډوله لري، لومړی ډول يې اساسي شرطونه دي، لکه: ۱- د قران کریم معرفت، ۲- د سنتو معرفت، ۳- د عربي ژبې معرفت، ۴- د فقهي اصولو پېژندګلوي، ۵- د هغو مسائلو پېژندنه چې اجماع پر شوې وي، دویم ډول شرطونه د لومړي بشپړونکي دي، لکه: ۱- د براءت ذمه معرفت، ۲- د شریعت د مقاصدو پېژندنه، ۳- د کلي قواعدو پېژندنه، ۴- د اختلافي ځایونو معرفت، ۵- په ښار کې د شته عرف په اړه پوهاوی، ۶- د منطق(فن) معرفت، ۷- د مجتهد عدالت او غوراوی، ۸- غوره طریقه او بهتر مسلک، ۹- تقوا او پاک لمني، ۱۰- پياوړی فکر او دقت نظر، ۱۱- الله تعالی ته اړتیا احساسول او هغه ته دعا کول، ۱۲- پر خپل ځان باور او پر اجتهادي وړتیا يې د خلکو شاهدي، ۱۳- عمل يې باید د وینا د غوښتنې پر اساس وي.

په دې شرایطو کې که غور وشي، بیخي پر ځای شرایط او د عقل و نقل له مخې ډېر مهم هم دي. اسلام، بلوغ او عقل خو د مکلفیت دورې ته لا اړین دي نو اجتهاد ته خو تر لمر روښانه ده چې ضروري دي، د قران کریم، سنتو، عربي ژبې او فقهي اصولو پېژندنه ځکه اړینه ده چې له دې پرته اجتهاد ممکن نه دی، هغه مسایل چې اجماع پر شوې وي ځکه باید وپېژندل شي چې څوک اجماع حجت بولي لکه اهل سنت والجماعت نو د اجماع له مخالفته به ځان وساتي له دې امله باید د اهل سنت والجماعت مجتهد دغه موارد وپېژني، براءت ذمه باید ځکه وپېژني چې له دې سره د احکامو تعلق دی، د شریعت مقاصد باید مجتهد ته معلوم وي، که داسې ونه کړي نو په خپل اجتهاد کې به سترې غلطۍ وکړي چې د شریعت عمومي روح ته به زیان ورسوي، کلي قواعد باید وپېژندل شي چې په جزئیاتو کې د هغو حق تر پښو لاندې نه شي، اختلاف او نااختلافي ځایونه باید ورته معلوم وي، په هغه ځای کې شوی اجتهاد باید وپېژني، که اړتیا شوه خپله هم د اجتهاد لار غوره کړي، که د اختلاف ځای درک نه شي کړای نو د اجتهاد درجې ته هم نه رسېږي، د هیواد او ښار عرف ډېر مهم دی، د ځینو شرعي مسلو لوری او مسیر همدا کلتور او عرف ټاکي، له دې امله باید د خپل ښار او هیواد له عرف سره بلدتیا ولري، د منطق علم یو مهال ډېر اړین بلل کېده، ځکه يې د مجتهد په شرایطو کې راوړی البته له هغو کتابونو پرته چې د دغه فن اصطلاحات يې په خلاص مټ راوړي که د هغو پوهاوي ته اړین وبلل شي ، خو سهي ده؛ اما له دې پرته فکر نه کوم چې د یوه مجتهد لپاره دې اړین وي، مجتهد باید عادل او نیک انسان وي، که داسې نه وي په اجتهاد کې ممکن له انصاف او حق څرګندولو ډډه وکړي، خلکو ته د خیر او خواخوږۍ له مخې به له انصافه ډکه تګلاره او د غوره مسلک بنسټ ږدي، تقوا او عفت د خلکو د باور لپاره اړین دي او هم د هغه دیانت لپاره، که څوک تقوا ونه لري هغه ممکن په لوی لاس د شریعت مسایل په خپلو ناسمو اجتهادونو د ریخشند کړي، ځکه باید مجتهد تقوا ولري او هم عفت، د ښه او تېز فکر خاوند وي، که روغ فکر او ژور لید ونه لري، د مسایلو عمق ته نه شي متوجې کېدلای، له دې امله باید دقت نظر ولري او د مسایلو ګڼ اړخونه ورڅخه پټ پاته نه شي، الله تعالی ته اړتیا احساسول انسان له تکبر او بې ځایه غرور څخه ساتي، که څوک متکبر وي هغه ته ممکن د خپل ځان او د هغه د اجتهاد په نسبت نوور علماء او د هغوی هڅې کمې وبريښي او هیڅ وخت له خپلې ناسمې خبرې د پر شا کېدلو تابیا ونه لري، غرور او تکبر انسان پر خپل مسلک او خپل دريځ که څه هم ناسم وي درېدلو او ثابت قدمۍ ته هڅوي چې د یوه مجتهد له شان سره نه ښايي، پر ځان باور په هر شي کې اړین دی، که یو څوک د کمترۍ په احساس اخته وي هغه بیا دومره ستر کار ته اوږه هم نه شي ور کولای، نو لومړی باید مجتهد ډاډه شي چې زه د دې کار اهل یم او سر ترې ایستلای شي، له دې سره د هغه کار ته په کتو باید خلک هم ډاډ ور کړي، د مسایلو حل ته رجوع ورته وړکي او دا شاهدي ور کړي چې هغه په خپلو هڅو د هغوی ستونزو ته ځواب ویلای شي، څو د هغه حوصله زیاته شي، د خپل کار پر اهمیت ډاډه شي او علمن يې وویني چې ټولنې ته يې ګټه رسېږي، که د عمل او ینا ترمنځ تضاد پيدا شي، بیا د خلکو باور هم کمېږي او دا کار يې له تقوا سره هم ټکر دی، قران کریم دا خبره واضحه کړې ده چې په خپله وینا عمل نه کول د الله په نزد لویه ګنا ده، نو که مجتهد خپله دا کار کوي، هغه نه یوازې د خلکو باور ته زیان رسوي بلکې د تقوا او پرهیزګارۍ له لیسته وزي چې د یوه مجتهد په توګه به په ټولنه کې ځای ونه لري.

اجتهاد ولې باید وشي؟ په ټولنه کې څه وخت اجتهاد ته اړتیا پيدا کېږي او که ونه شي نو څه به پېښ شي؟

د اجتهاد د اهمیت په اړه پوهان وايي:

إِن الإجتهاد فِي الْإِسْلَام أقوى دَلِيل على أَن ديننَا الحنيف هُوَ الدّين الشَّامِل الخالد الوحيد الَّذِي يُسَايِر ركب الحضارة الإنسانية عبر العصور والأجيال ويرحب بِكُل التغيرات الطارئة والمشاكل الناجمة من تجدّد الظروف والمصالح على اخْتِلَاف المجتمعات الإنسانية فِي مَشَارِق الأَرْض وَمَغَارِبهَا ويعرض لَهَا حلولا مُنَاسبَة فِي ضوء الْأَحْكَام الْكُلية وَالْأُصُول الثَّابِتَة من الْكتاب وَالسّنة. إرشاد النقاد إلى تيسير الاجتهاد (ص: 11)

ژباړه: په اسلامي دین کې اجتهاد هغه پياوړی دلیل دی چې زموږ حنیف دین هر زمان ته شامل او یوازینی هغه تل پاتی دین ښيي چې د انساني تمدن له کاروان سره یې په هره زمانه او هر نسل کې هممهاله سفر کړی دی، هر ډول ناڅاپي تغیراتو او د حالاتو له نوي کېدا یا هم په ختیځ و لویديځ کې د انساني ټولنو د اختلاف له امله چې کومې ستونزې رادبره کېږي هغو ټولو ته هرکلی وايي او د کلي احکامو او له کتاب و سنت څخه د ثابتو اصولو په رڼا کې مناسب حل ورته وړاندې کوي.

إِن مسَائِل الْعَصْر تتجد ووقائع الْوُجُود لَا تَنْحَصِر ونصوص الْكتاب وَالسّنة محصورة محدودة فَكَانَ الإجتهاد فِي الْأُمُور المستحدثة حَاجَة إسلامية ملحة لمسايرة ركب الْحَيَاة الإنسانية تَلْبِيَة لهَذِهِ الْحَاجة قد قَامَ الصَّحَابَة رَضِي الله عَنْهُم وَمن بعدهمْ من التَّابِعين وأتباعهم وأئمة الْإِسْلَام وفقهاء الْأمة بالإجتهاد فِي الْمسَائِل المستجدة فِي عصورهم وَصَارَ الإجتهاد منحة ربانية مستمرة يتمتع بهَا الْمُسلمُونَ بجهود الْمُجْتَهدين الْأَكفاء فِي كل زمَان وَمَكَان وَلم تكن خَاصَّة بعصر دون عصر وبمصر دون مصر حَتَّى يفهم ونعوذ بِاللَّه تَعَالَى أَن رَحْمَة الله عز وَجل صَارَت عقيمة بعد ذَلِك وانقطعت عَن الْعلمَاء الْمُتَأَخِّرين المتأهلين وَلَا شكّ أَن هَذَا الإعتقاد بإنتهاء الإجتهاد والمجتهدين تحجر رَحْمَة الله الواسعة وَحكم على قدره وقضائه بِدُونِ علم يشبه بصيحة فِي وَاد وَنفخ فِي رماد أَمَام قَول الله عز وَجل {وَآخَرين مِنْهُم لما يلْحقُوا بهم وَهُوَ الْعَزِيز الْحَكِيم ذَلِك فضل الله يؤتيه من يَشَاء وَالله ذُو الْفضل الْعَظِيم} الْجُمُعَة 2 3.

ژباړه: د زمانې مسلې نوې کېږي او د پېښو وجود معلوم تعداد نه لري، د قران کریم او احادیثو نصوص محصور او محدود دي، نو په نوې چارو کې اجتهاد یوه اړینه اسلامي اړتیا وه چې د انساني ژوند قافله ورسره روانه پاتې شي، همدې اړتیا ته په کتو اصحابو رضي الله عنهم، تر دوی وروسته تابعینو، اتباع تابعینو، اسلامي امامانو او د امت فقهاؤ ټولو په خپلو وختونو کې د نویو مسایلو لپاره اجتهادونه کړي دي، اجتهاد یوه تل پاتې الهي لوریینه ده چې مسلمانان په هره زمانه او مکان کې د وړ مجتهدینو له اجتهاده په استفادې ور نه ګټه واخلي، دا الهي پيرزوینه په یوه خاصه زمانه پسې ځانګړې نه ده او نه هم تر یوه خاص ښار پوري، چې بله زمانه او ښار کې به نه شي کېدلای، په دې کې شک نه شته چې د اجتهاد او مجتهدینو د ختم باور د پراخ الهي رحمت رابندول او د هغه پر قدر و فیصلې له علم پرته حکم دی چې د دې الهي قول په وړاندې په یوه دره کې د نارې یا هم ریګو ته د ور پوکلو حیثیت لري چي وايي: او له هغوی ځینې نور دي چې دوی نه دي ورسره مخ شوي، دی غالب د حکمت خاوند دی، دغه الهي پيرزوینه ده چې الله يې غواړي هغه ته يې ور کوي او الله د سترې پيرزوینې خاوند دی.

وَعَن أنس بن مَالك رَضِي الله عَنهُ أَن النَّبِي صلى الله عَلَيْهِ وَسلم قَالَ مثل أمتِي مثل الْمَطَر لَا يدرى أَوله خير أم آخِره، هَذَا وَلَا يسوغ لأحد أَن يَدعِي أَن الْأَئِمَّة الْمُجْتَهدين الْمُتَقَدِّمين استوعبوا كل مَا هُوَ كَائِن إِلَى يَوْم الْقِيَامَة لِأَن اسْتِيعَاب مَا كَانَ وَمَا يكون من صِفَات الله عز وَجل الَّتِي لَا يُشَارِكهُ فِيهَا أحد غَيره. إرشاد النقاد إلى تيسير الاجتهاد (ص: 11 ـ ۱۲)

ژباړه: او له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول اللهﷺ وویل: زما د امت مثال د باران په شان دی چې د اول او اخر د خیر په اړه يې څوک نه پوهېږي، له دې وجې باید هیڅوک دا ادعا ونه کړي چې تېرو مجتهدینو تر قیامته ټولو پېښېدونکو مسایلو ته ځواب ور کړی؛ ځکه د تېرو او راتلونکو پېښو علمي احاطه له هغو الهي صفاتو څخه ده چې هیڅوک له الله تعالی سره په دې صفت کې شریک نه دي.

د پېښو په اړه هيڅوک حد نه شي ټاکلای چې دومره به وي، اما د شریعت متون په خاص شمېر او تعداد کې را محدود شوي دي، که د اجتهاد دروازه خلاصه نه شي، نو د مسایلو ځواب ویل به ګران شي، خلک به له ستونزو سره مخ شي، ژوند به ودرېږي او  د بشري ټولنو له تېز او په لنډ وخت کې له تغییر منونکي کاروان څخه به دینپالان پاته شي، د وخت غوښتنو ته به ځواب نه شي ور کولای او بالاخره به بشر مجبور شي چې د دین کمبله ور ټوله کړي؛ د دې لپاره چې دین او شریعت پر خپل ځای پاته شي، خلکو ته د سرخوږي پر ځای د هغوی د ستونزو درمل شي، باید د اجتهاد لار پرانیسې وي.

اجتهاد نن هم باید لکه د پخوا په شان د یوه فرد کار او مسوولیت وي، که نن حالات داسې شوي دي چې دغې تګلارې بدلون ور کړل شي؟ د اجتهاد په اړه د یوه فرد هڅې ډېرې بریالۍ دي او که د یوې ډلې او کمیټې؟ زما په اند ډله هره وخته تر فرد مصؤنه وي، نو د اجتهاد په اړه هم جمعي هڅې تر فردي هغو ګټورې دي، ځکه په فردي کې د خطا امکان زیات وي او جمعې هڅې که څه هم له خطا پاکې نه شي بلل کېدلای، اما نسبتن تر فردي هڅو ښې ګڼل کېدلای شي، همدې نکتې ته په یوه حدیث کې هم اشاره شوې ده:

عن أبي موسى الأشعري رضي الله عنه، أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (المؤمن للمؤمن كالبنيان يشد بعضه بعضا) رواه مسلم: 2585.

ژباړه: له ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول اللهﷺ وویل: یو مومن د بل مومن لپاره  ودانۍ حیثیت لري چې یوه برخه يې بله ټینګوي.

دا بیخي بهترین مثال دی، د یوه مجتهد کمزوري بل ورته په ګوته کوي او هغه ترې تېرېږي، که یوه خطا کړې وه بل يې ورته په ګوته کوي او هغه خپله خطا پرېږدي، د تېرو امامانو له خطاګانو سره وروسته مجتهدینو همداسې وکړل یا هم د هغوی د عصر فتواوې چې د دوی له عصر سره يې سمون نه در لود، علماؤ همداسې چلند ورسره وکړ، ځکه اجتهاد په غیر منصوصي مسلو کې کېږي چې وخت ناوخته تغییر هم کوي او له یوې زمانې بلې ته د زیات تغییر امکان لري، حتا په یوه زمانه کې د ټولنو په تغییر دغه مسایل تغییر کوي چې ښه مثال يې د امام شافعي رحمه الله قدیم او جدید مذهب دی چې اول يې په عراق او دویم يې په مصر کې پنځولی دی. په قدیم مذهب کې هغه د یوه شي په اړه یو ډول نظر ور کړی دی او د جدید مذهب له مخې يې بل ډول حکم پر کړی دی، دا ځکه چې د ټولنې غوښتنې يې په نظر کې نیولې دي او د هغو تقاضا همدا وه چې حکم ته تغییر ور کړي. پوهان يې په اړه وايي:

وأن الاجتهاد الجماعي يجعل الثقة أكبر في الأمور التي تم التوصل إليها في الفتاوى والأحكام، سواء في نفس المجتهد، أم في نفس القارئ، أو المستفتي. وذلك لأن رأي الجماعة أقرب إلى الصواب من رأي الفرد، مهما كان الفرد قد بلغ ونبغ في العلم، فعندما تجتمع العقول، وتلتقي الأفكار، ويكثر النقاش، قد تبرز أشياء لم يكن أحد ليحسب لها حساب، وقد تتغير الفتوى من أجل بعض المناقشات. المجامع الفقهية وأثرها في الاجتهاد المعاصر (ص: 17)

ژباړه: جمعې اجتهاد د هغو چارو د فتوا او احکامو په اړه چې پرېکړه پرې شوې وي ډېر زیات باور رامنځته کوي، دا باور که د مجتهد په اړه وي، یا د لوستونکي یا هم د پوښتونکي. دا ځکه چې د یوې ډلې رایه د فرد تر رایې که څه هم ډېر زیات علم يې کړی وي حق ته نژدې وي؛ نو کله چې ګڼ عقلونه سره یوځای شي، بیلابیل افکار سره کېوزي، مناقشه زیاته شي، داسې څه را برسیره کېږي چې هیچا به يې په اړه فکر لا نه وو کړی، او کله د ځینو مناقشو له امله فتوا ته تغییر ور کول کېږي.

كما أن التحديات والنوازل، وكثرة الأمور المستجدة، وظهور القضايا المعقدة في هذا الزمان، والتي تحتاج إلى شرح مفصل من أهل الاختصاص الثقات، والتي قد ينتج عنها تفرعات كثيرة جدا في القضية الواحدة، تؤكد ضرورة الاجتهاد الجماعي، ويتحتم على المجتهدين أن يجتمعوا ليقولوا كلمتهم الجماعية، التي تخدم مصلحة الإسلام، والتي تكون بعيدة عن أي مؤثرات خارجية.

ومما يزيد من أهمية الاجتهاد الجماعي في هذا العصر، وجود جماعات إسلامية كثيرة، وكثرت النزاعات حتى وصل الخلاف في بعض الأحيان، أن تختلف الجماعات في أصول الدين، وفي صلب العقيدة، فلا بد من وجود العلماء الكبار الذين تثق بهم الأمة ليفضوا هذا النزاع، ويعيدوا الأمة إلى الدين الحق الذي يريده الله ورسوله. (المجامع الفقهية وأثرها في الاجتهاد المعاصر (ص: 18)

ژباړه: نن سبا چیلنجونه، پېښې، نوي امور او ډېرې پيچلې قضيې رامنځته کېږي چې د باوري متخصصو کسانو له لوري باید په مفصل ډول تشریح شي، داسې قضيې چې ممکن د یوې قضيې ګڼ بعدونه را برسیره کړل شي چې دا نور هم د جمعي اجتهاد پر اړتیا ډېر تینګار کوي، مجتهدینو ته په کار ده چې یوځای شي څو يې خبره د یوې ډلې شي چې د اسلامي مصلحت لپاره اړینه او همداشان به د جماعت دريځ له هر ډول خارجي اغېز څخه لرې ساتل شوی وي.

د ګڼو اسلامي ډلو  او هغو اختلافاتو وجود چې ځینې وختونه دغه ډلې د دین او عقیدې په اصولو کې شخړو ته اړباسي، هم یې نن سبا د جمعي اجتهاد اهمیت ډېر کړی دی؛ په دې وخت کې د داسې سترو عالمانو شتون حتمي دی چې امت پرې باور وکړي هغوی دغه اختلاف ختم کړي او امت هغه حق دین ته را وګرزوي چې الله او د هغه رسول يې غواړي.

دا بیخي روښانه خبره ده چې د یوه کس په نسبت ډېر کسان ښه پرېکړه کولای شي، ځکه نو الله تعالی د دغه امت یو صفت د چارو په اړه د مشورې هم یاد کړی دی، شورا یې ډېر بهترین اصل دی، که د واک او قدرت په چارو کې مشوره اړینه وي نو د علم او دین په اړه بیخي اړینه ده، ځکه دا مسایل پر اجتماعي او فردي ژوند اغېز لري، نو که ناسمه فتوا ور کړل شي ممکن د خلکو ژوند ناحقه ډېر متاثر کړي، د دې لپاره اړینه ده چې د مسایلو په ور کړه کې له ډېر احتیاط څخه کار واخیستل شي چې تر یوه مجتهد دغه کار یوه ډله ډېر ښه کولای شي.

نن یوازې هغه مسایل هم نه دي چې صرف دیني بعد ولري، له دیني او شرعي بعد سره اقتصادي، طبي، سیاسي، نظامي، کلتوري، تاریخي، ټولنیز او داسې نور بعدونه هم لري، له دې امله  یو کس دې ټولو بعدونو ته نه نظر کولای شي او نه دومره علم څوک لري چې پر دې ټولو ابعادو دې ژور نظر وکړي چې ور کړې فتوا يې په یوه برخه کې هم ټولنې ته ستونزې او حساسیتونو را ولاړ نه کړي. د دې لپاره چې ټولنه هم ارامه وي، له دین سره د خلکو د تنفر او فاصلې اخیستلو سبب هم نه شي، اړین ده چې د فتوا چارې یوه داسې ډله مخته یوسي چې له دیني عالمانو نیولې بیا د یادو برخو تر تخصصي کسانو پورې ټول پکې برخه ولري او د فتوا تر ور کړې مخکې د دې ټولو کسانو نظرونه په داسې فضا کې واخیستل شي چې بشپړه د بیان ازادي او د انساني حقوقو درناوی موجود وي، هر کس خپله رایه د خپلو علمي، منطقي او معقولو دلایلو په رڼا کې وړاندې کړي چې ممکن همدغه مناقشاتو د ځینو فتواؤ مسیر بدل کړي.

۲۰۲۱/۵/۲۹

(Visited 21 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.