The news is by your side.

له طالبانو سره د خبرو راتلونکی

0

تېره اوونۍ په افغانستان کې د سولې او خبرو لپاره دومره خوږه فضا را منځ ته شوې وه چې ان د کابل په بازارونو کې یې پر ډالر سربېره پر خوراکي توکيو هم مثبت اغېز مالومېده، خو د طالبانو له فرمایشونو وروسته ډېر څه د افغانستان د سولې په تړاو تت برېښي او افغانانو ته پر دغه اغزنه لار تلل سختېږي.

سره له دې چې په کابل کې د حکومت او سیاستوالو لپاره اوس د سولې تود بحث راتلونکې اوونۍ د لویې جرګې دایرېدل دي، خو داسې هیلې هم هاخوا دې خوا کېږي چې د منځنۍ اسیا ازبکستان به یو داسې نوښت ته اوږه ورکړي چې د دوحې د ځنډېدلې ناستې لپاره د ډېرو ارمان ورسره وخېژي. د منځنۍ اسیا دغه زورور هېواد د افغانستان د کړکېچ په حل کې لېوالتیا زیاته شوې او لا له مخه یې په ښکاره د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو منځګړتوب ته لېوالتیا ښوولې.

دغه ګاونډي هېواد ته څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار سفر درلود او د ډېرو په باور د هغه سفر موخه هم د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مخامخ خبرو د زمینې په برابرېدو کې همکاري وکړي. ازبکستان تېر کال د افغانستان په تړاو په یوه نړیوال کنفرانس سربېره طالبانو ته هم یوه مېلمستیا ورکړه. تاشکند له واشنګټن سره هم له تودو اړیکو خوند اخلي او د ډېرو باور دا دی چې و به کولای شي د دوحې په څېر یوه ناسته په نږدې راتلونکي کې دایره کړي.

سره له دې چې د دوحې د ناستې د بیا را ژوندي کېدو هیلې تر اوسه هم له ډېرو اړخونو سره شته او پخواني ولسمشر له امریکا هیله کړې چې په دې برخه کې همکاري ته رامخې ته شي. په دې برخه کې مشخصه تمه له زلمي خلیلزاده کېږي چې له طالبانو سره خپلې کرښې روښانه او د افغانانو تر منځ خبرو ته زمینه برابره کړي. افغان دولت د ښاغلي خلیلزاد له هیلې سره سم له طالبانو سره د لیدنې لپاره دومره لوی پلاوی وټاکه چې د ځینو عامو افغانانو لپاره د نیوکو سبب شو او د ډېرو سیاستوالو لپاره مناسب او د ځینو لپاره لا هم کوچنۍ برېښېده. د افغان کړکېچ د سوله‌یز حل لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل ته په خپل وروستي سفر کې ګیله درلوده چې افغان حکومت له طالبانو سره د لیدنې کتنې لپاره یو هر اړخیز پلاوی نه دی ټاکلی او غوښتنه یې دا وه چې ولسمشر دې ژر تر ژره داسې هیت وټاکي چې د ټولو سیاسي ډلو او قومونو استازي پکې موجود وي. داسې ویل کیږي چې خلیلزاد ته طالبانو د شلو تر دېرشو پورې داسې کسانو نومونه لیسټ کړي وو چې تر ډېره د پخوانۍ شمالي ټلوالې غړي او د افغانستان د حکومت له اډانې بهر شوي ناراضه سیاستوال وو چې تمه یې درلوده په دوحه کې ورسره د افغانستان په راتلونکي چڼې ووهي.

د طالبانو تمه دا وه چې له حکومتي شان او شوکته غورځېدلي به دوی ته په عذرونو قطر ته ورشي او دوی به د ماسکو د ناستې په څېر ورسره چاکلېټونه تاو را تاو کړي. داسې ویل کېږي چې طالبانو امریکايي پلاوي ته ویلي چې له پخواني ولسمشر او څو نورو بې ریښې پښتنو پرته دې د پښتنو مشري دوی ته ور پرېږدي او تر ډېره د تاجک، ازبیکو او هزاره ټبر مشران او سیاسي استازي دې د یوه منظم پلاوي په چوکاټ له دوی سره پر راتلونکي افغانستان خبرو ته ځانونه تیار کړي.

طالبانو د اوس لپاره له افغان سیاستوالو سره د بیا لیدنې په اړه څه نه دې ویلي، خو تمه کېږي چې زلمی خلیلزاد به یې وهڅوي چې له کابل مېشتو سیاستوالو سره بیا لیدلو ته ځانونه تیار او له افغان حکومت سره د نه لیدلو له زیله ډډه وکړي، خو ښکاري چې پر طالبانو هیڅ خبره دومره بده نه لګېږي لکه له افغان حکومت سره د لیدنې کتنې خبره. طالبان یو خوا د سولې غاړې کوي بل خوا بیا شرطونه وړاندې کوي او له حکومت سره په لیدو یې بادار خفه کېږي، د مرکچیانو سترګې یې خړې کېږي او د کشرانو ټوپک او مرمۍ یې پوچېږي.

پاکستان او ایران کټ مټ له طالبه همدا هیله لري چې په افغانستان کې راټوکېدلی نظام بېرته له صفر سره ضرب شي او په هر ډول چې شونې وي د ولسمشر غني دولت پای ومومي چې د دوی د اقتصاد ملا یې ور کړوپه کړې او د اوبو د ور بهېدو لپاره یې پلانونه رامخې ته کړي دي. که خبره داسې نه وي؛ نو طالب ولې له پخواني ولسمشر او ټولو پخوانیو چارواکيو سره کتلای شي، خو یوازې د ولسمشر محمد اشرف غني له حکومت سره لیدل یې سره کرښه ټاکلې. که د طالب د جګړې د مشروعیت دعوا وي؛ نو دا دعوا خو له پخوانیو افغان چارواکيو سره په لیدنه کې هم مسخره کېږي چې تر پرونه یې دیو او بل له وژلو خوند اخیست او نن خبرې سره کولای شي، خو خبره ښکاره یوازې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشري له افغان حکومت سره ده چې د پاکستان او ایران سترګې ترې سوځي او خپله اجنډا د طالب په ژبه او د افغان په وینو په افغانستان کې عملي کوي.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 55 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.