The news is by your side.

له علماؤ سره د ټولنې چلند

زبیر افغان

0

زموږ د ټولنې د عالمانو په اړه چې ما د حکومت له کسانو سره خبرې کړې دي که د ولس، هغوی زیاتره ګیلې ترې کوي. دوی فکر کوي چې یو لورته ظرفیتونه پکې کم دي، بل لور ته يې تولید زیات شوی دی، بیا هغه خدمت چې ور له غاړې دی هغه يې په سم ډول نه دی ادا کړی او بل خورا بې زغمه دي؛ یاني له ټولنې او نظامونو سره په ګوزاره کې يې ډېری پاتې راغلي دي.

اما دا نیوکې به پر خپل ځای سمې وي، خو که عالمان د ټولنې او نظام په وړاندي مسوولیتونه لري، نو ټولنه او نظام يې هم د عالمانو په وړاندي لري. زموږ په جامعه کې چې د عالم کومه وظیفه ده، دا ولاکه یا د هغه له شان سره مناسبه ده یا د هغه له زدکړو سره سمون لري.

زموږ یو مشکل دادی چې کارونه مشخص نه دي. ملا ته مو دومره کارونه ور له غاړې کړي دي چې مزدور يې ولاکه وکړي. په دولتي ادارو کې مو تر اوسه همدا حال دی؛ کار مشخص شوی نه دی هر څوک د بل په کارو کې مداخله کوي او ټيټ پوړي کسان د زیاتو کارونو له امله ستړي وي او لوړپړي مزې ورته کوي، ځکه لومړی ورځ دا نه شته چې ته د همدې کار لپاره يې خپل کار به کوي په نورو به کار نه لرې او نه به بل څوک په تا اضافه کار کوي. کله چې د حکومتي دندو دا حال وي، نو ټولنه خو تر حکومت هم غیرمنظمه ده، له دې امله نو هلته خورا زیاته بې نظمي ده.

زموږ د کلي ملا وو؛ لمونځ يې هم راکاوه، د ضرورت مهال يې وعظ هم کاوه، جنازې ته به هم ولاړ وو، که به بل کلي کې فاتحه وه هم به تلی، د کلي پر فاتحه یا تعزیت به هم څو ورځې ناست وو، د مریض پوښتنه به د هغه په اقتدا کې کېده، کور يې هم ور له غاړې وو او په جومات کې به مو طالبان هم ورته ساتل چې درسونه ورته ووايي؛ له دې هر څه سره به مو د کلي ماشومان هم د ملایانو له غاړې وو چې په ابتدايي دیني چارو يې خبر کړي هغه به مجبورا طالب ته ور له غاړې کړي وو.

دا ټول کارونه یوه لور ته، له ملا سره به د کلي هغه کس هم خبره بنده کړې وه چې په کلي کې نه؛ په کور کې يې هم چا ولاکه خبرې ته اهمیت ور کاوه؛ اما د مسجد په ملا به د هغه هم کار وو، په چارو کې به يې لاسوهنه ور کوله او د هغه د کارونو په اړه به يې عامه مجالسو کې نظر ور کاوه چې دا څنګه ملا دی، هغه او د غه کارونه کوي؟!

ښه! دا کارونه ټول یوه انسان ته ور له غاړې شول، په مقابل کې ټولنه څه ور کوي؟

د کلي خلک د حاصلاتو پر وخت ملا ته زکات یا عشر ور کوي یا په واړه اختر کې سرسایه!

پوښتنه داده چې که زکات ملا ته د هغه په مزدوري کې ور کوي، نو خدای ته چیش ور کوي؟ که خدای ته زکات، عشر او سرسایه ور کوي، نو ملا ته يې چیش ځانګړي کول چې د هغه کار په وشي؟

خلکو زکات هم د خدای؟ لپاره ور کاوه او هم يې د ملا غاړه په خلاصوله؛ که ملا مسکین وي، نو د دې مستحق له امامت پرته هم دی، نو بیا يې له امامته پرته ولې نه ور کوي؟ که دا هر څه په امامت پوري اړه لري، بیا يې د خدای لپاره چیش ور کول هغه فرض زکات، عشر او واجبه سرسایه؟ په دې ځای کې خلکو تر اوسه دا نه ده مشخصه کړې چې د خدای لپاره ده که د ملا!

دا مشکلات پر خپل ځای؛ بلې خوا ټولنه په هغه ملا پسي ګرزي چې یا يې خپل وي، یا هم د دوی خبره ومني، خلک چې څه ورته وايي، هغه يې ومني او په پټو سترګو د کلي له مشر او خلکو سره پر لار ولاړ شي. نور دوی ته د ملا ظرفیت مهم نه دی، دوی ته دا مهمه نه ده چې ملا څومره په خپل مسلک کې تکړه دی؟ څومره پر سنت او فقه برابر موږ ته لمونځ را کوي؟ څومره سم احکام راته بیانوي؟ له هغه سره زموږ د دیني چارو او اخرت څومره فکر دی؟

کله چې یوه ټولنه په قصدي ډول له خپل هغه رهبر سره داسې عمل کوي چې تقدس يې هم مني، مقدسه چاره يې هم ور کړې وي او په ټوله کې دوی د هغه او د هغه د مسلک په وړاندي دومره بې تفاوته شي، نو بیا له ملا ولې ګیله وشي؟

عرضه د تقاضا موافق وي، ټولنه چې د هر ډول کیفیت توکي غواړي نو عرضه هم د هغه ډول کیفیت شیانو کېږي، زموږ ټولنه چې له ملا څخه کیفیت نه غواړي، کمظرفه او باظرفه ورته بې توپيره وي، نو دا که یو لورته د مسوولیتونو په اداینه او پېژندنه کې ستونزې ایجادوي، بله خوا پر تعليمي ژوند باندي هم اغېزه کوي. یو څوک ډېر تکلیف کوي، بل څوک هغسي نه وي، کله چې فارغ شي نو هغه کمظرفه ته په ټولنه کې ځای ور کول کېږي او هغه کوښښي هک حیران پاتېږي، کله چې په ټولنه کې د دیني علومو زدکونکي دا حال ويني، هغوی چې د ژوند په ژورو او لوړو باندي لا سم نه پوهېږي تجربه يې نه شته، نو د درسونو مهال کوښښ نه کوي؛ ځکه دوی په دې فکر وي چې که هر ډول فارغ شم په ټولنه کې دا ګنجایش شته چې ځای شم نو تکالیفو ته څه اړتیا ده؟

دا لړۍ پسې زیاتېږي، کله چې په بازار کې بې کیفیته توکي زیات شي، نو نرخونه يې هم رالوېږي او د هغه توکي ارزښت خپله د زیاتې بې کیفیته عرضې له امله را کمېږي.

د دیني فارغانو سره زموږ چلند خورا پر زړو معیارونو ولاړ دی. یو طرف ته دلته فقر دی، خلک په زامنو د دیني زدکړو تر څنګ نورې زدکړې او هنرونه نه زدکوي او دا کسان یوازي تر یوه مسلکه رامحدودېږي، همدا فقر بیا دې مسلک ته دز یاتو کسانو د راتلو سبب هم شوی دی چې لامل يې وړیا زدکړې دي. بل لور ته زموږ تعليمي نصاب ډېر زوړ دی چې نویو بشريو غوښتنو ته پکې لازمه پاملرنه نه ده شوې. د علومو چټک پرمختګ د دې سبب شو چې د دې حوزې کسان شاته پاته شي، له اړتیا پرته ځينې تر وخت تېر اکسفایر نظري علوم ووايي چې نه په اخرت کې ورته ګټه لري او نه په دنیا کې هنر بلل کېږي چې مادي ګټه ځنې تر لاسه کړي.

په دې ډول دا غریبان خورا کمظرفه فارغېږي، یو لورته په ټولنه کې د ځان ځایولو لپاره اړ دي چې د خلکو غوښتنې ومني، په دې توګه خپل قشر ته زیان رسوي، ځکه حیثیت يې سپک شي او خلک بیا ټولو ته په هماغه نظر ګوري چې دوی تجربه کړی وي. بل لور زیات کسان وي چې د خدمت موکه ټولو ته نه پيدا کېږي، داسې هنرونه ورسره نه وي چې په نورو چارو کې ځانونه مصروف کړي او ځانته یو حلاله روزي پيدا کړي؛ دا زیاتوب که یوه لور ته د هغوی حیثیت ته صدمه رسوي، نو بل لور ته د زیاتو مشکلاتو او جنجالونو سبب هم کېږي چې موږ يې په خپله ټولنه کې شاهدان يو؛ حتا په اوسني وخت کې دغسي کسانو ته ځينې استخباراتي کړۍ هم لاس ور کوي چې کار نه لري، نو هغوی د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره یوه مشغله ورته پيدا کوي او د هغوی د ګټو خوندیتوب بیا زموږ د ګټو په تخریب کې وي.

زموږ ټولنه د ديني فارغانو د منلو او جذب لپاره هيڅ معیار نه لري، که څه هم په نوره دنیا کې د دیني زدکړو لپاره پر معیار برابر مرکزونه وجود لري، هلته پلټر شوي استادان ټاکل شوي وي، د تعلیم مهال هر کال زدکونکي امتحان ور کوي چې د هغه په سند کې د هغه د ظرفیت ذکر کېږي او هر څوک يې له سنده هم ظرفیت مالومولای شي، بیا ټولنه د هغوی د منلو لپاره خپل معیارونه لري، که په هغه معیار پوره نه شي نو هر څونه که د دیني علوم فارغ وي او ځان خدمت ته وړاندي کړي خو ټولنه يې نه مني، نو هغوی اړ دي چې د ټولنې پر معیارونو ځانونه برابر کړي، هغه شرایط حتمي په ځان کې پيدا کړي چې خلک يې په یوه ديني عالم کې وجود لازمي بولي.

همدا شان په نوره نړۍ کې دولت هم دې ستونزې ته متوجې شوی دی. هغوی خپل تعليمي مرکزونه لري او له هغه ځای فارغ کسان پر هغو شرایطو پوره وي چې دولت يې د خپلو ادارو لپاره یوه برخه کسان جذب کړي، دوی د خپل نصاب په چمتو کولو کې د دیني زدکړ ترڅنګ نورو هنرونو ته هم پام کړی وي چې د دیني فارغانو یوه برخه کسان دولت ته ځي، یوه برخه يې ټولنه جذبوي، یوه برخه يې خصوصي سکتور کې ځان ځایوي او یوه برخه يې خپله هم ځان ته کارونه پيدا کوي چې په دې ډول د دوی د بېکارۍ مخه نیول کېږي. یو مهم شی د نورو هیوادونو په اړه دا هم دی چې هغوی تر تقاضا زیات تولید او عرضه نه کوي، هغوی خپله ټولنه ګوري، څومره چې د سروې ګانو له مخې تقاضا وي په هماغه اندازه عرضه کوي چې نه د هغوی حیثیت ورسره داغداره کېږي او نه د لوستي کسان بې کاره پاتېږي چې بیا په نه شي پر ټولنه ځان وپلوري یا هم پر ټولنه تحمیل شي یا يې د بل هیواد استخباراتي کړۍ د ځان لپاره جذب کړي.

دا یوه لوسه ستونزه ده؛ له دې ځایه زموږ ټولنې ته زیات مشکلات ور پيښ دي. دا خلک چې ديني زدکړې کوي، له انسان سره سره زموږ د ټولنې غړي دي، زموږ جامعه د یوې مذهبي ټولنې په توګه دې کسانو ته اړتیا هم لري، اما له دې ټولو حقیقتونو سره ولې له دوی سره داسې معامله کېږي؟ ولې يې مسلک ته په ښه سترګه نه کتل کېږي؟ ولې د هغوی لویه برخه بې کاره پاتېږي؟ ولې هغه مسوولیتونه چې باید ديني فارغانو یا عالمانو ترسره کړي وای، دلته يې زموږ مذهبي کسان نه کوي؟ دا مشکلات دي؛ په دې کې یوه برخه کې هم دولت تر یوه حده ملامت دی، هم ټولنه او هم خپله ديني عالمان. یوه دقیقه څېړنه کولای شي چې دا ستونزې او عوامل يې مشخص کړي، حللارې ورته په ګوته کړي او دولت، ټولنه او عالمان یو بل ته په لاس ور کولو د دې ستونزو د ختمولو لپاره لاس په کار شي.

۲۰۱۹/اکتوبر/۲

(Visited 11 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.