The news is by your side.

له موډېرنیزم څخه مه وېرېږئ

عبدالغفور لېوال

0
له موډېرنیزم Modernism څخه مه وېرېږئ. راځئ، زه به یې دروپېژنم.
لرغوني انسانان پلي ګرځېدل. روسته یې څلوربول (د ځینو لرغونپوهانو په نظر لومړی ځل یو ډول مېښې = غژګاو) خره او اسونه رااهلي کړل او پرې سپرېدل به.
څلوربول چټک تلل او پرې سپاره انسانان د مزله له ستومانۍ هوسا شول. سپاره انسانان تر پلیو موډېرن Modern ګڼل کېدل.
روسته د بابل او سوریې ترمنځ سیمو کې مدني انسانانو ارابه لرونکې بګۍ جوړې کړې او په اسونو پورې یې وتړلې، پر څرخ لرونکیو بګیو سپاره انسانان تر سپرو هغو موډېرن وګڼل شول او سوریايي بګۍ سپرو د مصر زورور فرعوني لښکر د همدغو بګیو په مرسته مات کړ.
ترمنځنیو پېړیو روسته د پوهې و تکنولوژۍ انقلاب له برکته د بخار ماشین جوړ شو، اورګاډی، لویې بېړۍ او بیا روسته موټر رامنځته شول، چې د دې زمانې انسانان یې تر بګۍ سپرو انسانانو لاپسې هوسا او موډېرن کړل.
اوس پر بولېټ ترېن ( ګولۍ ګاډو)، ترغږ چټکو ترانسپورتي الوتکو او مریخ ته تلونکیو توغندیو کار کیږي، یعنې نورپرمختللي ژوند ته د انسان تلوسه لاهم شته.
د موډېرنیزم بنسټي منطق (زړی) د (انسان) ښه او هوسا ټولنیز ژوند دی. او د داسې ژوند لپاره ښه ژوند چاپېریال، توکي( وسایل)، هنرونه او افکار رامنځ ته کوي او پالي یې.
شاتګپال، متحجر او د زړو تکفیري باورونو په خټوکې نښتي وګړي او ځواکونه، که څه هم د خپل ځان لپاره هوسا او ښه ژوند غواړي، خو له موډېرنیزم سره یې په دې ورانه ده، چې موډېرنیستان د ټولو انسانانو لپاره ښه او هوسا ژوند غواړي، خو شاتګپال مرتجعین یې یوازې د ځان لپاره غواړي.
د موډېرنیستانو باور دا دی: چې ټولنه هوسا نه کړو، وګړي هوسا کېدلای نه شي.
د شاتګپالو وسله تکفیر ده او هره موډېرنه ښکارنده (پدیده) تکفیروي، خو څو کاله یا لسیزې روسته یې خپله کاروي او خوند ترې اخلي.
موډېرنیستان (ژوند) پلوي دي او شاتګپال مرګپلوي. مرګپلوي د کمزوري منطق له امله تاوتریخوالي، وژلو، وژل کېدلو او تشدد ته مخه کوي.
پایله :
که په افغانستان کې د (انسان) د ښه او هوسا ژوند پلویان ړومبی ځانونه او بیا یوبل سره وپېژني، سره نږدې شي او د انسان د ښه اوهوسا ژوند پر تفکر سره راټول شي، نو وبه ګوري، چې شمېر یې څومره زیات او ځواکمن دی او د دوی په وړاندې شاتګپال متحجر دوښمنان څومره کم او کمزوري دي؟
وخت یې دی، چې د (افغان انسان) د ښه او هوسا ژوند پلویان په ملي کچ یو پراخ وینا دود (Discourse یا ګفتمان) راپیل کړي، راووځي، فکري کنګلونه مات کړي او د دې هېواد د انسان د ژوند ژغورنې تر شعار لاندې سره راټول شي.
زه باور لرم، چې دوی میلیونونه کسان دي.
(Visited 36 times, 2 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.