The news is by your side.

له ولو تر خاشه ځوانه د پنجابي جهادونو لعنت

مجید قرار

0

له کله چې لویدیځ استعمار پر مسلمانو ځمکو قدم اېښي، مسلمانانو، لکه د بل هر مستعمره شوي قوم ډېر تاوانونه کړي خو تر ټولو ستر تاوان یې د یوه واحد امت د ماهیت له لاسه ورکول او په سیاسي تقسیماتو او جبهه ګیریو د عقیدې ور ګډېدل دي.

تاسې به اوس فکر کوئ چې قرار هم د حزب التحریر چرندیات پیل کړل او اوس به د عثماني نجاست د لمنې په ټولېدلو ژاړي، یا به د ښېرازه ملي حاکمیتونو په رامنځته کېدلو غمجن وي. نه. نه هومره کم عقل یم او نه هومره بې مطالعې.

زما کار د مسلمانانو له تکویني تقسیم، ملي تقسیم او جغرافیایي تقسیم سره نشته. هغه تقسیمونه خدای رامنځته کړي او تر ابده به موجود وي او موجودیت یې د انسانیت ژوند تر بل هر وخت اسانه کړی او ښه سمبال کړی دی.
زما خبره د مسلمانانو په تکلیفي یووالي او د امت په حیث له واحدي عقیدې څخه فرقوي، مذهبي، سیاسي او دیني ډلو او طبقاتو ته انشعاب دی. لویدیځ استعمار موږ ته دوه ډالۍ راوړې. لومړی د چاپ ماشین او دوهم د مدني سیاسي فعالیت کلتور و.

موږ لومړی را واخیست، د متفکیرینو جوړولو ماشین مو ځینې جوړ کړی او بې شمېره بې دینه دیني متکفرین مو وپنځول. دې متفکرینو دوه منفي خدمتونه وکړل. لومړی دا چې دیني علم یې د علماوو له انحصاره و ایست، خپل فکري نظریات یې پر علم ور وتپل، دیني علماء یې حاشیې ته کړل، د سید قطب، مودودي، محمد عبده او اقبال په څېر کلانکارانو ته یې د مسلمانانو د دیني تفکر واګې وسپارلې. دوهمه دا چې دې متفکرینو د لویدیځ دوهمه ډالۍ، یعنې د مدني او سیاسي ټولنې له کلتور څخه بله ناسالمه استفاده پیل کړه، د دین په اساس او نامه یې سیاسي ډلې او فرقې جوړې کړې، دې فرقو او ډلو مسلمانان د عقیدې په کچه سره تقسیم او یو د بل په مقابل کې ودرول.

البته په دې لومړۍ رامنځته شوې ستونزه کې، چې د علماوو عزل او حاشیې ته تګ و، تر دې نویو را ټوکېدلیو متفکرینو زیات د متزمتو او خشکو ملایانو هم لاس و چې د زمانې خلاف غږېدل، او کار یې د اقبال خبره في سبیل الله فساد و.

دې متفکرینو او د دوی ډلو دین ته بې ساري تاوانونه ورسول خو تر ټولو ستر تاوان یې دا و چې دین یې سیاسي سیاليو ته واچاوه، له دین څخه یې د خلکو پر اوږو د سپرېدلو وسیله جوړه کړه او د مسلمانانو په داخلي رقابتونو کې یې دین داخل کړ چې لزومي پایله یې د تکفیر او تفسیق د ناوړه پدیدو رایجېدل و.

لویدیځ استعمار چې ورو ورو د دې متفکرینو او د دوی د تعقیبوونکيو سیاسي جریانونو دا بې ساري تخریبي ظرفیت وليد نو په دې نامه چې ګواکې په مسلمانو ټولنو کې پلورلیزم او ډیموکراسي حمایه کوي، پر دې خلکو یې درنه استخباراتي پانګونه پیل کړه. د دې کار په تعقیب یې دوی په نیابتي جګړو کې په دوه ډوله ولوبول. لومړی دا چې د مترقي واکمنانو خلاف یې بغاوتونه پرې وکړل، او دوهمه دا چې د یو بل، یعنې لویو قدرتونو پر خلاف يې په نيابتي جګړو کې د ارزانه او جنوني عسکرو په حیث وکارول.

دا کیسه تر افغانستانه د شلمې پېړۍ په پیل کې، کله چې د امان الله خان غازي په مقابل کې ګوډ ملا، حضرتان، پیران او نور وکارېدل، را ورسېده. وروسته بیا د امریکا او روس سیالي شوه، د اسلامکارو بازار ورځ تر ورځې ګرم شو او بالآخره د روس تر تېري وروسته د افغانستان ځمکه د اسلامکارو خزنده و د را ټولېدلو او رشد په تر ټولو مساعده سیمه بدله شوه.

دلته نو زموږ ګڼ شمېر ږیرور او ځبړږیري د انګرېز ځالي، پاکستان ته خطاوتل چې له هغه ځایه د مسلمانانو خلاف د جهاد تابیا را ونیسي او دلته د خاشه ځوان، ولو، سدوز او خان قرباغي دوی خلاف غزا را پیل کړي. په دوی کې قاري بابا نومی خېټو هم و چې تر جهاد مخکې لا په جهاد بوخت و. په کوټه سنګي کې یې غلاوې کولې او دومره حد ته مشهور و چې ښځو به د تاج مامد غله په نامه کوچنیان ویده کول. مشهور روایت دی چې یو وخت یې په بازار کې د چا په باسکل پښه واړوله خلکو په ده پسې نارې کړې چې غل را ګرځوئ، ده هم نارې پیل کړې چې غل را ګرځوئ. په دغه چل تر بازار و ووت او بایسکل یې غلا کړ.

هماغه قاري بابا ته هم د یوه سپېڅلي جهاد لو ور ولاړه شوه، پاکستان ته وسغېده. له هغه ځایه کرنل امام تازه تازه په امریکا کې په نیابتي جګړو کې د دین د کارولو استخباراتي روزنه اخیستې وه. بابر او د بهټو د حکومت چارواکو ته خدای ورکړه، قاري بابا غوندې څو نورو درنده ځبړږیري په لاس ورغلل، را په مخه یې کړل چې درځئ په غزني، کنړ، زېړوک او پنجشېر کې داودخان تقریبا کافر شوی، د هغه عسکر، خاشه ځوان، ولو، سدوز او خان ووژنئ او په وینو یې ځانونه غازیان کړئ.

استخباراتي ټېکه دارانو له دې روزنو او لارښوونو سره یو ځای هر یوه ځبړږیري ته د اسلامي متفکرینو یو یو پنډ رسالې او کتابګوټي هم ور پنډ کړل چې د اسلامي ټولنو په منځ کې د مزاحمتونو، فرقه واریت، بغاوتونو، جهادونو او سیاسي اسلامکارۍ بدعتي افکار پرې کښل شوي و.

قاري بابا چې اندړو ته راغی، د آی ایس آی د مشرانو یوه یوه خبره ور یادېده.

یوه خبره یې مثلا دا وه چې کله کلي ته لاړ شئ، د دولت د خدماتو په فلج کولو به لاس پورې کړئ. ښوونځی، ودانۍ، پل پلچک، سړک، ملکي مامورین، دا به له مخې محوه کوئ.

دوهمه خبره یې مثلا دا وه چې تاسې به د وېرې خپرولو یانې ترهګرۍ چاره را پیل کړئ او د دې کار لپاره به لومړی د سیمې مشهورې څېرې په وحشت قتل کړئ چې د خلکو سترګه درڅخه وشي. دا نو د چیګوارا او نویو جګړو د تیوریستانو تیورۍ وې چې دلته د اسلامي جهاد جامه ور اغوستل کېده.

هغه وخت قاري بابا را ولاړ شو، د ولي محمد یا ولو په نامه د غزني د اندړو یو لوی کمیډین او طنز ویونکی شاعر یې ور وغوښت، د خلکو ترمخ یې د داودخان شهید جمهوریت ته په شعر ویلو متهم کړ، بیا یې د ټنګي د کلي په زړه کلا کې د خلکو ترمخ چاړه پرې را و ایسته. ولو یا ولي محمد کټ مټ لکه د سپین بولدک د خاشه ځوان، په ټوکو او طنز پیل وکړ. قاري بابا ته، چې خلکو له ډاره بابا باله، مخاطب شو، موسکی شو، وېلې بابا، ژر مې حلال کړئ چې در څخه مردار نشم.

ولو ښایي دا فکر لا نه و کړی چې بابا جدي دی.

بابا ولو را څملاوه، پر سندرماره مرۍ یې چاړه ور تېره کړه. چغه ګډه شوه چې ولو یې حلال کړ. د آی ایس آی نسخه کاري وه. قاري بابا تر هغه وروسته پوره اتلس کاله پر اندړو د چړې په زور واک وچلاوه.

خبره بیرته د مقالې سر ته بیایم.

د جهادونو دا لعنت ولې اسلامي نه دی؟

لومړی خو په دې چې د مسلمانانو پر خلاف دی. جهاد مسلمان خلاف نه وي. د مسلمان حاکم خلاف توره پورته کول حرام دي. د اسلامکارو سیاسي مبارزه او په سیاسي انساني رقابتونو کې د دین کارونه آن که سوله ییزه هم وي، یو نوی بدعت دی. پخوا هم سیاسي سیالۍ، جنګونه او بغاوتونه کول خو بهانه به یې اسلام حاکمول او چاره به یې د مخالف کافرول نه و. مسلمانو سلاطینو، له امویانو، تر عباسیانو، تر صفویانو، تر مغولو، تر عثمانیانو، غوریانو، ابدالیانو، فاطمیانو، علویانو، تیموریانو او غزنویانو، ټولو یو د بل خلاف جنګونه کړي خو د هیڅ یوه شعار یې هم دا نه و چې زه د اعلاء کلمة الله لپاره جهاد کوم.

هو، د جهاد قاعده هر یوه کارولې ده، خو د نامسلمانو خلاف یې کارولې ده.

تر تقریبا یوه پېړۍ وړاندې پورې له ابن تیمیه پرته چې د تاتاري مسلمانو خلاف یې د جهاد فتوا ورکړه، بل هیڅ عالم د هیڅ مسلمان خلاف جنګ ته جهاد نه دي ویلي.

البته له کله چې د علماوو پر ځای د اسلامي متکفرینو زمانه راغله، اسلامي علم او فتوا سر وخوړ. مسلمانې ټولنې ته جاهلي ټولنه وویل شوه، حکم او سیاسي مسأله، چې هیڅ وخت د علم کلام او عقیدې مسأله نه وه، د عقیدې بحث وګڼل شو، اسلام واک ته د رسېدلو وسیله شو. د نويو یا عصري خوارجو دا اوسنی شکل چې په ټالیب، القاعده، حزب التحریر، داعش او نورو کې تمثیلېږي، په حقیقت کې د لا تفرقوا د قرآني منعې یا نهیې مصداق دي، ځکه چې مسلمانانو ته فرقه فرقه کېدل په حقیقت کې په عقیدوي مسایلو کې حرام دي. دا ډلې چې د عقیدې په بنیاد مسلمانان بېلول خو څه چې وژني، بېخي عصري بدعتي خوارج دي. دوی په دین کې اساس نه لري. په دین کې د مذهبي طبقې د حاکمیت اصل نشته. د اهل تسننو په مذهب کې امامت یا مشرتوب د عقیدې برخه عمل نه دی او په نشتون یې د مسلمان په عقیده کې هیڅ ډول خلل نه رامنځته کېږي. د اهل تشیع په مذهب کې دا کار شته چې ټولو مسلمانو علماوو رد پرې کړی او یواځې همدغه رد د علم کلا په آثارو او مباحثو کې راغلی دی.

د جمهورو علماوو په نظر، د هیڅ مسلمان حاکم په مقابل کې د تورې پورته کولو اجازه نشته، مګر دا چې د ډېر ښکاره او بواح کفر مرتکب شي. د دې معنی دا ده چې حتی که یې کفر پټ وي، خفیف وي او پر نورو یې نه تحمیلوي هم یې شرعاً په مقابل کې د درېدلو اجازه نشته. په دې اړه د عباده ابن صامت مشهور حدیث د ټولو علماوو د متفقې فتوی اساس دی چې فرمایي: “بايعنا رسول الله ﷺ على السمع والطاعة في العسر واليسر، والمنشط والمكره، وعلى أثرة علينا، وعلى أن لا ننازع الأمر أهله إلا أن تروا كفرا بواحا عندكم من الله تعالى فيه برهان، وعلى أن نقول بالحق أينما كنا، لا نخاف في الله لومة لائم” متفق عليه.

موږ له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره په دې بیعت وکړ چې له چارواکو سره به په واک کې نزاع نه کوو، مګر دا چې صریح او واضح کفر پکې و وینو چې په اړه یې قاطع دلیل موجود وي. ځینو علماوو لا دا هم ویلي چې دلته د کافر خبره نه، د کفر خبره شوې ده. په دې فتوا کې له خوارجو او معتزله و پرته د ټولو فقهاوو او علماوو اتفاق دی.

البته په د اسلامکارو ډلو د تکفیر فتنه د مسلمانانو د تضعیف، د دوی د ټولنو د ثبات، د دین د بدنامۍ او د سیکولر او اسلامکاري، نشنلیست او اسلاميست، سلفي او عصري، بنسټپال او ترقي طلب په نامه د مسلمانو ټولنو د وېش لامل شوی دی چې د امت تصور یې متضرر کړی دی.

تر سل کاله وړاندې پورې د مسلمانانو د عقیدې ارکان د دودیزې آمنت بالله ارکان و چې اووه برخې لري او په آمنت ابالله، د ملائکته، وکتبه، د رسله، والیوم الآخر، و القدر خیره و شره من الله تعالی و البعث بعد الموت خلاصه کېږي. په دې اوو برخو کې یې یوه هم له سیاست سره کار نه لري. دغه راز د اسلام پنځه بناوې دي چې یوه یې هم سیاسي نه ده. دا معاصر سیاسي اسلامکاري و چې سیاسي مسائل، لکه حاکمیت، موالات او نور یې د عقیدې نواقض او د عقیدې اساس وبلل او د نوي خوارجیت اساس یې کېښود.

نن چې ټالیب د افغانستان خاشه ځوان، او زرګونه خاشه ځوانان په بې دردۍ او بې رحمۍ وژني، هیڅ دیني اساس او دلیل نه ورته لري. که یې دلیل د اسلامي حکومت راتګ وي، د نړۍ په هیڅ کونج کې هیڅ دیني عالم د اسلامي حکومت د رامنځته کېدلو لپاره د وحشت اجازه نه ده ورکړې. د اسلامي حکومت راتګ دومره لویه فریضه نه ده لکه د مسلمانانو وحدت، د دوی د وینو حفاظت او د قتل د جریمي نه عامېدل چې دي. د شرعي اصولو په لحاظ کله چې د امر او نهیې ترمنځ ټکر راشي باید د تهیې ترک ته لومړیتوب ورکړل شي. که فرض کړو چې د واک نیول فرض وي (چې د ابن تیمیه په شمول هیڅ دیني عالم په نظر واک نیول فرض او د اصولو برخه کار نه دی، خو که فرض وي هم)، د مسلمان وژل کېدل، د فتنې حالت راوستل، د مسلمانو د یووالي متضرر کېدل او د مسلمانانو د عامه نظم اخلال حرام کارونه دي او باید ترک ته یې د فقهې د اصولو د یوه عمده اصل پر اساس لومړیتوب ورکړل شي.

(Visited 18 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.