The news is by your side.

لومړيتوبونه پېژندل/ زبير افغان

0

د بشر په ژوند کې هر وخت داسې چارې وي چې ځينې يې تر نورو اولویت لري. دا قاعده عمومي ده، کارونه که شرعي وي یا هم دنیوي،هرومرو ځينې ډېر اهمیت لرونکي وي او ځينې بیا د تاخیر وړ وي. هدف دا دی چې د انسان ژوند ته په کتو چې وخت، مکان او غوښتنې يې ټولې په پام کې نیول شوې وي؛ نو ځينې کارونه د تعجیل وړ وي او نور بیا که تاخیر پکې را شي هم پروا نه کوي.
د شریعت په نصوص کې موږ ته داسې بېلګې خورا زیاتې په نظر را ځي چې زموږ پورته خبره تاییدوي. اصلاً د انسان تر ژوند هیڅ شی هم ارزښتناک نه دی. ټولې ټولنیزې پديدې د انسان د پرمختګ او سوکالي په پار باید وکارېږي، خو هغه زیان رسوونکې يې نه ښيم، هغه مې هدف دي چې د انسان په ګټه تمامېږی.
شریعت هم یوه ټولنیزه پديده ده، د ټولنې د سوکالي په موخه راغلی دی او هر زیان رسوونکی تعبیر له دین څخه ناسم دی، ځکه د دین اساس د انسانيت پر سوکالي ښودل شوی دی، قران ویلې دي؛ «کتاب انزلناه الیک لتخرج الناس من الظلمات الی النور.» د کتاب هدف له تیارو او بد ژونده د بشر رڼا او سوکالي ته بېول دي.
همدې هدف ته د رسېدو لپاره انسانانو هر وخت د خپل وخت او مکان له غوښتنو سره سم له شرعي متنه تعبیر کړی دی او کله چې له حالاتو سره برابر نه دی راغلی؛ نو بل څوک را مخکې شوی او بیا يې تعبیر کړی دی او دا لړۍ به د بشر تر ژونده ادامه مومي.
د قران په ۲۳ کاله نازلېدل همدا ټکی واضح کوي چې هر څه باید په تدریج وشي او لومړیتوبونو ته توجه مهمه ده. د هر حکم تر عملې کېدو او تر ایمان مخکې لا هم علم اړین دی، له دې امله قران امر وکړ چې «واعلم انه لا اله الا هو» که علم نه وي؛ نو د یوه خدای په وجود هم نه پوهېږي له دې امله اړینه دا ده چې د اولویت چارې له دا نورو بېلي کړل شي.
د بخاري په یوه حدیث کې را غلې دي چې رسول الله د مکې تر فتحې وروسته دا هیله ښکاره کړه چې مکه د ابراهیم علیه السلام پر بنیادونو ودانه کړي، خو له دې امله يې پرېښوده چې قوم يې نوی مسلمان شوی وو او دې چارې ممکن د خلکو پر ایمانو منفي اثر کړی وای؛ نو دا چاره يې وځنډوله او لومړیتوب يې مرعات کړ، ځکه د کعبې ودانۍ د خلکو د عبادت او ایمان لپاره وي، خو که د خلکو ایمان نه وي؛ نو بیا د کعبې خونه څه مانا لري؟ له دې امله ایمان مهم دی او ودانول هر وخت کېدای شي؛ نو لومړیتوب دا دی چې کعبه همداسې پرېښودله شي او د خلکو باور ته زیان و نه رسول شي.
قران کریم د سختي په حالت کې مسلمان ته د کفر ښکارولو اجازه هم ور کړې ده، دلته بیا د لومړیتوب مساله مطرح شوې ده، ځکه انسان مهم دی، کله چې انسان له منځه ځي؛ نو بیا کفر او اسلام د‎ انسان په نه وجود کې څه مانا لري؟ همدا وجه ده چې قران د ژوندې پاتې کېدا یا هم له خطره د ځان خوندیتوب لپاره مسلمان ته د خپل باور خلاف د څرګندونو اجازه ور کړې ده.
همدا شان قران وايي د اضطرار په حال کې مسلمان کولای شي چې له ناپاکو توکیو ګټه پورته کړي، ځکه حرام او حلال هغه وخت مالومېږي او مانا لري چې انسان وجود ولري کله چې د انسان د وجود او عدم وجود خبره مطرح وي؛ نو بیا د وجود د بچ کېدا لپاره هر مناسب کار لازم دی چې وشي که څه هم هغه د شریعت له احکامو سره سم په نارمل حالاتو کې حرام یا ممنوع وي.
د شرعي متن له همدې مثالونو فقهاو هم په خپل وخت کې داسې اصول رامنځ ته کړې ول چې د لومړیتوب او نا لومړیتوب ټکي ته پکې توجه شوې وه. اوس هم اړتیا ده چې د شریعت تعبیر کوونکي دې ټکې ته لازمه پاملرنه وکړي او د حالاتو، وخت او زمانې سره مناسب تغییرات په فقهي اصولو کې رامنځ ته کړي چې د خلکو ورځنی ژوند ور سره تریخ نه شي او خلکو ته د کارونو د ممانعت پر ځای سهولت را پيدا کړي.
زموږ د وخت غوښتنې وپېژندل شي او بیا يې په اړه دريځ ونیول شي. بدبختي دا ده چې کوم مزکزونه چې نن نوي عالمان د فقهي د تخصص لپاره جوړوي هغوی د دې پر ځای چې د اجتهاد او له نویو مسالو سره د برخورد شرعي او فقهي تعامل ور زدکړه کړي؛ مګر دوی يې په هغو زړو اصولو پوه کړي او ور باندې د کلکې درېدا توصیه ور ته وکړي، دې کار نه یوازې زموږ په تجارتي مسالو کې خلکو ته خنډونه جوړ کړي دي، بلکې د دولتي چارې يې هم سختي کړې دي.
نن اړتیا دې ته وه چې د هېواد په کچه د شرعي تعبیر یو علمي او تحقیقي مرکز موجود وای چې د زمان او مکان قیدونو ته په کتو يې له شرعي متونو د استنباط او اجتهاد پيټي ته اوږه ور کړې وای او نوي عالمان يې په دې اجتهادي روحیه تربیه کولای نه دا چې د تېر وخت د یوه عالم پر اجتهاد ته ټینګې درېدا توصیه ورته وشي.
پخوا د یوه عالم وینا تر ډېرو انسانانو ژر نه رسېده، له دې امله د اجتهاد لپاره لازمه خلکو نه وه ګڼلې چې ځانګړي اجتهادي مرکزونه جوړ کړي چې له نویو پديدو سره د تعامل لپاره پر شرعي تعبیرونو نوی تحقيق وکړي، له دې امله به یو عالم هم په یوه درسته سیمه کې بس و او هغه به تر خپله وسه د خلکو مسالو ته رسېدګي کوله چې دا مسایل يې په کتابي بڼه راتلونکيو نسلونو ته هم پاتې شوې وای. موږ د دې پر ځای چې د هغوی تګلاره وارزوو، د خپل وخت له غوښتنو سره يې مقایسه کړو ګټور يې عملې او بې ګټې يې پرېږدو، داسې تعامل وکړ چې نه هغوی په خپل وخت کې خلکو ته د دې توصیه کړې وه او نه موږ ته اوس په ګټه تمامېږي، موږ د هغوی اجتهادات د هر وخت لپاره مناسب وبلل او د تجدید نظر پر ځای مو هغه د هر زمان لپاره شرعي الهي قواعد وګڼل چې نن يې له یو لړ جدي مشکلاتو سره ټولنه مخ کړې ده او په ځينو چارو کې د پرمختګ خنډ شوي دي.
د علماو اجتهاد د هر وخت لپاره نه وي او نه د یوه عالم خاص اجتهاد ته د الهي شرعي حکم ور کول کېدای شي، شرعي متن بیل شی دی او له دې متن کېدونکي تعبیرونه جلا دي. دا دوه سره ګډول هم له شریعت سره ظلم دی او هم له انسانانو سره. نه یوازې دا چي موږ په دې سره د شریعت نوم ور بدوو، بلکي انسانانو ته هم په ورځني کارونو کې ستونزې ایجادوو. له دې ځایه د لومړيتوب او نا لومړيتوب مساله را مطرح کېږي.
د پخوانو په اجتهاد پورې نښلېدل موږ ته لومړيتوب لري او که د زمان او مکان له غوښتنو سره سم نوی اجتهاد زموږ لومړیتوب دی؟ له شریعته هغه تعبیر چې انساني ټولنې ته د ګټې پر ځای زیان لري په دې پسې د الهي شریعت تر نوم لاندې پسې کېدل زموږ لومړیتوب دی او که د انسان په ګټه تعبیر ترې اخیستل زموږ اولویت دی؟ دې ته ورته په سل هاوو سوالونه چې که یو څوک د شریعت په اساسي پيغام پوه وي؛ نو ځوابونه يې بېخي ورته اسانه او له هر تردده پرته ویلای شي چې زموږ لومړیتوبونه کوم دي او کوم کارونه اولویت لري چې نن يې د بشر د خوندیتوب او سوکالي لپاره وکړو.

(Visited 40 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.