The news is by your side.

لویه جرګه په مختلفو اړخونو کې / ګل آغا احمدي وردګ

0

لویه جرګه د افغانستان د دین، کلتور، تاریخ، فرهنګ، ټولنې، دود او داسې نورو اړخونو کې ښکاري چې په دې لیکنه کې په لنډ ډول وړاندې کېږي.

د لویې جرګې دیني اړخ

لوی خدای (ج)  مسلمانانو ته په شوری امر کوي او جرګه د شوری یوه داسې بڼه ده چې زموږ په هېواد کې د پېړیو پېړیو راهیسې دود ده. باید وویل شي چې جرګې ته په عربي ژبه کې شوری ویل کېږي او زموږ په هېواد کې د جرګې تر څنګ د شوری نوم رواج لري چې د ملي شوری نوم یې غوره بیلګه ده. خدای (ج) د قرآن کریم د شوری د سورت په ۳۸ آیت کې فرمایلي دي: ( و امرهم شوری بینهم…) همدارنګه د تاریخ په اوږدو کې مسلمانانو لوی لوی تصمیمونه د شوری په اساس نیولي او شوری د تصمیم نیولو لپاره یو لوی اسلامي اصل ګڼل شوی دی. کله چې حضرت محمد (ص) له نړۍ څخه رحلت وکړ نو صحابه (رض) سره کښیناستل او د شوری په لړ کې یې حضرت ابوبکر صدیق (رض) د مسلمانانو د خلیفه په توګه انتخاب کړ. نو له همدې کبله ویلی شو چې جرګه یا شوری د اسلامي دین په لارښوونو کې ځانګړی مقام لري او د تاریخ په اوږدو کې یې لویې لویې ستونزې د افغانستان په شمول په ټول اسلامي امت کې حل کړې او ستر ستر تصمیمونه یې نیولي دي.

د لویې جرګې ولسي اړخ

جرګه د ولس څخه راپورته شوې، ژبه بې ولسي بڼه لري، په ولس کې یې وده کړې، د ولس ستونزو ته د تاریخ په مختلفو پړاونو کې حل لاره موندلې، د ولس لوی لوی تصمیمونه یې نیولي او د ولس په منځ  کې د تل لپاره استوګنه کوي. افغان ولس چې د لوی کنشکا او لرغونو آریاییانو له دور څخه را نیولې تر نن پورې د جرګې په اساس خپل زیاتره ملي، محلي او نړیوال تصمیمونه د جرګې په اساس نیولي دي جرګې ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د جرګې تصمیمونو ته د احترام په سترګه ګوري. جرګه د ولس غږ ته انعکاس ورکوي، د ولس غوښتنې تر مسوولو مقاماتو او نړۍ پورې رسوي او هڅه کوي چې د ولس هیلو ته مثبت ځواب و مومي.

د لویې جرګې سیاسي اړخ

د دې لپاره چې د نړۍ هر ولس د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره د خپلې خاورې په قلمرو کې یو سیاسي نظام او دولتي چوکاټ ته ضرورت لري، افغان ولس هم د خپل ولس د خدمت او د چارو د پرمختګ لپاره د سیاسي نظام او دولت جوړولو ته په ستر اهمیت قایل دی. د افغانستان په سیاسي تاریخ کې جرګه لوړ مقام لري او جرګې زیاتره وخت د افغان ولس سیاسي برخلیک ټاکلی او له سترو ستونزو څخه یې د خلاصون لاره ورته ښودلې ده. د افغانستان سیاسي تاریخ د زیاتو جرګو شاهد دی چې شمیر یې سلګونو ته رسیږي خو تر دې مهاله  ۲۰ ځلې لویې او ملي جرګې جوړې شوې دي.

لویې او مشورتي جرګې د افغانستان په اساسي قانون کې په ځانګړې ډول تعریف شوې او د اړتیا پر مهال را غوښتل کیږي او له ولس سره د لویو سیاسي مسایلو په هکله مشوره صورت مومي او لوی لوی تصمیمونه نیول کیږي.

د لویې جرګې ټولنیز اړخ

جرګې ته یو ټولنیز جوړښت هم ویل کیدای شي ځکه چې په جرګه کې د ټولنې د مختلفو پرګنو استازي، عالمان، مشران، روښانفکران، متنفذین او چارواکي ګډون کوي. ستونزې څیړي او د اغیزمنو ګامونو په رڼا کې ستونزو ته حل لاره مومي. له بلې خوا جرګه د داسې ټولنیزو تصمیمونو په اساس د خلکو تر منځ صورت مومي چې ټولنه اړتیا ورته لري او د ټولنې وګړي د سولې، امنیت، رفاه، آرامۍ او پرمختګ په لوري بیايي. نو له همدې کبله جرګه یو داسې ټولنیز جوړښت دی چې په خپل ترکیب کې یې د ټولنې د وګړو لپاره ګڼې ښیګڼې ځای پر ځای کړې دي.

د لویې جرګې تعلیمي او تربیتي اړخ

که د جرګې اهمیت ته له تعلیمي او تربیتي نظره و ګورو نو لیدل کیږي چې جرګه په دې برخه کې خورا لویه او مهمه ونډه ترسره کولای شي. د افغانستان په زیاتره سیمو کې هغه مهال زموږ د خلکو تر منځ  په لویه، منځنۍ او کوچنۍ سطح جرګې تدویر مومي کله چې زموږ تعلیمي ډګر، ښوونځۍ او علمي موسسات له خطرونو سره مخ شوې وي. زیاتره وخت زموږ د خلکو تر منځ د جرګې تصمیمونه د دې سبب شوي دي چې زموږ د هېواد د ښوونې او روزنې موسسات له ډول ډول خطرونو څخه و ژغورل شي او د افغانستان ځوان نسل په ډاډمن  زړه سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. له بلې خوا خپله جرګه یوه تعلیمي موسسه ده ځکه چې استازي له مختلفو کتګوریو څخه په هغه کې را غونډیږي له یو بل سره خپل نظر شریکوي، تجربې تبادله کوی او له یو بل سره په ښه توګه پیژني چې دا کار پخپله د جرګې تعلیمي اړخ ته یوه اشاره ده.

د لویې جرګې سیمه ییز اړخ

د دې لپاره چې د سیمې د خلکو، ګاونډیو هیوادونو او سیمه ییزو چارواکو تر منځ یوه ډاډمنه فضا حاکمه شي نو غوره لاره یې د جرګې را غوښتل، له یو بل سره د نظریاتو شریکول او هغو سیمه ییزو ګواښونو ته د حل لاره موندل ګڼل کیږي چې سیمه یې له ګواښونو، چلنجونو او مشکلاتو سره مخ کړې وي. په دې برخه کې په ۱۳۸۶ کې د افغانستان او پاکستان د استازو او مخورو تر منځ د امن سیمه ییزه جرګه یوه غوره نمونه ګڼل کیدای شي چې د دواړو هیوادونو استازو د ترهګرۍ ټول اړخونه په ژوره توګه و څیړل او شپږ فقره ییز پریکړه لیک یې صادر کړ. د نوموړې جرګې یوه ښه پایله دا وه چې مخکې ګاونډي هېواد پاکستان په دې خبره اعتراف نه کاوه چې ګواکي د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو اډې موجودې دي خو د دواړو هیوادونو تر منځ د امن د مشترکې جرګې څېړنو دا خبره ثابته کړه چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو د اډو په موجودیت اعتراف وکړي.

د لویې جرګې ملي اړخ

لویه جرګه هغه معتبره مرجع ده چې د افغانستان د اساسي قانون په ۱۱۰ ماده کې تشریح شوې او د لویو ملي تصمیمونو مرجع ګڼل شوې ده. له ملي زاویې څخه هم جرګه د یو مهم ارګان په توګه یادیږي او تل یې د افغانستان په تاریخ کې ټاکونکی رول لوبولی دی. لویې جرګې ته د افغانستان ټولې پرګنې ځانګړی احترام لري او د لویې جرګې د تصمیمونو په لړ کې د خپل حکومت اساسات ټاکي. عنعنوي یا مشورتي جرګه هم د افغانستان د اساسي قانون د ۶۵ مادې په اساس تعریف شوې او د هیواد جمهور رئیس واک لري چې د لویو ملي قضایاوو د څیړلو په منظور د افغانستان د خلکو دمختلفو پرګنو سره مشوره وکړي چې یوه لاره یې د ولسمشر له لوري د افغانانو د عنعنوي او مشورتي جرګو را غوښتل او جوړول دي.

د لویې جرګې نړیوال اړخ

د ملګرو ملتونو عمومي ناسته خپله د یوې نړیوالې جرګې حیثیت لري چې په هغه کې د خپل میکانیزم له مخې د نړۍ ولسونه را غونډیږي، په نړیواله کچه مسایل څیړي، د مختلفو نړیوالو مسایلو په هکه مصلحت کوي او په نړیواله کچه تصمیمونه نیسي.

(Visited 66 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.