The news is by your side.

محتاجان او د ترحم بودیجه

محمدحسین میاخيل

0

په ټولنه کې په طبعي ډول د بیلابیلو کچو خلک ژوند کوي، له لوړو کچو را واخله تر ټیټو کچو پورې، هم په اقتصادي لحاظ، هم په علمي، هم په فرهنګي، هم په عقیدوي او هم فکري لحاظ.

انساني ټولنه چې د تکامل مقام لري، ښایي د همدې عدم یکنواختۍ حکمت به په کې وي، چې یو د بل د بشپړولو په چارو کې خپلې ورځنۍ ګټې ویني او په همدې اساس انسان ټولنیز  ژوند او راکړه ورکړه لري.

زما بحث د ټولنې د تفاوتونو له مخې په اقتصادي اړخ پورې څرخیږي، د انساني ټولنې د تکامل مسئله چې تر بحث لاندې نیسو، نو هلته د اقتصاد او بډاینې اړخ ډیر مهم او د انسان ډیر مسایل ورپورې غوټه ښکاري، نو اړینه ده، چې د ټولنې د ثبات او توازن له پاره په دې هکله له لوړې کچې تر ټیټې کچې د نظم اساسات وضع شي او هر انسان د ټولنې په منځ کې د یو خوندي اقتصاد خاوند وي، چې پرې ژوند وکولی شي او خپل حیات ته ادامه ورکړي.

زموږ افغاني ټولنه چې تر یو حده دا دعوه کولی شو، چې مخ پر ودې ټولنه ده او د شته لویو او وړو ستونزو او ناخوالو تر څنګ خلک د بدلون، کار او نوښت په سوچونو کې دي او د ښیرازۍ له پاره یو څه ناڅه کوښښ کیږي.

د همدې کوښښ د ډیروالي او تیزوالي له پاره د ټولنې د سترګورو دنده ده، چې کار وکړي او یوه بې حرکته ټولنه په حرکت راولي او د بدلون په لور د یون لارې هوارې کړي.

د دې برخو د اکمال او بشپړولو له پاره په ټولنه کې متخصصین موجود دي او د هغوی د انسجام او محوري کولو چاره د حکومت د عالي جنابانو دنده ده، چې پر مخ یې یوسي، زه د ټولنې د اقتصادي توازن د ارزښت او ضرورت په ارتباط یوازې خپله یوه لنډه خاطره شریکوم!

تیره ورځ مې جامع مسجد کې د ماسپیښن لمونځ ادا کاوه، چې یو محتاج د امام تر سلام ګرځولو وروسته په بیړه پاڅیده، په داسې حال کې چې زړې جامې یې پر تن، یو زوړ  او ګردوهلی څادر یې پر لاس او یو نبستاً لمنځه تللی واسکټ سره یې د مظلومیت منظر وړاندې کولو، د خپلې اړتیا په باب یې په ډیر حیاناک انداز له لمونځ کوونکو د مرستې غوښتنه وکړه، چې ورومې کتل د ناستو خلکو تأثیر هم پرې ډیر وو او د خبرو پر مهال یې پښو داسې لړزه درلوده، لکه یو ښه بې زړه انسان چې د یوې لویې غونډې له پاره ستیج ته ورغلی وي.

چاودلو پوندو، وچو شونډو، ببرو ويښتانو او د برندو افغاني  غټو غټو سترګو په کونجونو کې یې د سوچونو او غمونو ګونځو زه خوارکی پسې واخیستم!

لمونځ مې خلاص شو را ووتم، تصور چیرته له دې مظلومه تښتیدلی شو، بازار کې نور ډیر تازه، بشاش او ښایسته خلک هم مخې ته راتلل، ډیرو ته ډیر ځیر کېدم هم ، خو دی مې  له سترګو نه پنا کیده.

هم دې حالت پسې واخیستم!!!

ځان سره به مې وویل: چې داسې خلک اکثر د سوال کولو په موخه یو تجارت پر مخ وړي تیر شه ترې، مګر په دې بهانو مې قناعت چیرته کیده.

ځان سره مې ومنله چې سړی مستحق دی او مظلوم دی باید بیلې بیلې بهانې یې د درد د دفع له پاره جوړې نه کړم، دغسې یو مجبور انسان چې په واقعي معنی مجبور وي  او په جومات او محفلونو کې خیر او خیرات وغواړي او ولس یې طبق معمول درواغجن او مکار وګڼي، د دغسې انسان مسؤلیت پر چا دی او څوک یې باید پوښتنه وکړي؟

د دې پوښتنې تر څنګ ذهن ته ډیر د حل لارې راغلې، یوه مهمه او رغنده لاره چې باید او باید ورته پام وشي هغه دا ده، چې د دولت په کلنۍ بودیجه کې د ترحم د بودیجې په نامه یو خاص فنډ موجود وي!

اوس نو دا پوښتنې ذهن پیدا کړې، چې دغه فنډ، چیرته ځي او څه پرې کیږي !!!؟

له دې پرته زموږ د ولایت والي صاحب د دسترخوان په نوم (۲۰) شل لکه افغانۍ اخلي، دغه پر چا مصرفیږي!؟

د ملنګ لانجه مې ذهن غټه کړه او راته یې وویل: چې د ترحم د بودیجې د مصرف په ارتباط باید د حکومت جلالتمآبان او عالي جنابان داسې یوه طرحه جوړه کړي، چې چیرته چا د سوال له پاره خوله خلاصوله، نو ټاکلی کمیسیون دې دی راغواړي او ورسره دې د هغه کور، ژوند، اولادونه، کور کلی ټول تر مطالعې لاندې نیسي، که چیرې یې د سوال له لارې تجارت کاوه او د ژوند ضرورتونه یې رفع ول مجازات دې کړي او که مظلوم و، پالنه یې وکړي، د پالنې لارې یې ډیرې دي، حکومت کولی شي یو متوسط کاروبار ورته برابر کړي او یوه لږه سرمایه ورته په خدمت کې ورکړي او د همدې کمیسیون له خوا یې وخت په وخت څارنه وشي، په دې سره به ټولنه د مجبورو له ازاره خلاصه شي او خلک به ټول دا ومني چې د ترحم بودیجه  زموږ د جنابانو په بدمستیو نه بلکې پر موږ مظلومانو ویشل کیږي، دا چاره به د ټولنې د اقتصادي توازن لاره هواره کړي او بیا به مظلومان چارواکو ته ښیراوي نه کوي ، په دې اړه مې د خپل تأثر د حسن اختتام له پاره د افغان فیلسوف یو منظوم نصیحت ستاسو مخې ته ږدم او پرې د مسؤلیت اوږې سپکوم، چې:

نه ښايي انسان ته چې د بل په ویر غمجن نه شي

لویه بدبختي ده چې څوک نه ژاړي له چا ســـــــره

(Visited 15 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.