The news is by your side.

مرحوم داکټر حامد د ملی تفکر خاوند او په ملی پرنسیپ ولاړ شخصیت

محمد داؤد مومند

0

مرحوم داکټر حامد د ملی تفکر خاوند او په ملی 

پرنسیپ، ولاړ شخصیت

 

هغه شرایط٬ حوادث ٬ واقعات او بدلونونه چی زموږ پر هیواد او ملت په تیرو پنځه څلویشتو کلونو کی مستولی شول٬ د منطقی د هیوادونو په تاریخ کی بی څاری بریښی.

په هیواد کی لرغونی مشروطه نظام د شوروی اتحاد د غوښتنی او پلان سره د سرطانی کودتا په ترڅ کی ړنګ شو٬ د لوی سردار په کذایی جمهوریت خزان راغی٬ سردار د ټولی کورنی د غړو سره ووژل شو« دا وه د سرطانی کودتا یا د ځینو نوبرآمدو تیوریسنانو په اصطلاح د انقلاب سفید د عواقبو نتیجه »، د ثور کودتاچیان،چی هغوی هم د سرطانی کودتا په لمن کی وروزل شول، د سردار صاحب د ادعا په موازاتو کی خپلی کودتا باندی د « انقلاب » نوم کیخود، خلقی او پرچمی حکومتونه هم د هغوی د شعارونو سره « نان، لباس، خانه » د تاریخ کندو ته ولویدل، تره کی، په متکا، امین په روسی زهرو او نجیب د اسلام آباد په هدایت په دار وځړید٬ ملعون ببرک په کانتینرکی٬ لکه موږک سا ورکړه.

په اصطلاح جهادی «ماهیتأ ضد اسلامی» حزبونه او حکومتونه چی د ایران د شوونستی آخوندی نظام او د پاکستان د استبلشمنت او نظامی حکومت غیر مشروع مولود وه، د ذلت او جنایت اسفل السافلین گړنګ ته ولویدل او د سورامپریالیزم او تورامپریالزم یرغلونه او د هیواد اشغال او تباهی د تاریخی بی څاری نړیوالی رسوایی او بیشرمۍ سره مخامخ شول.

شرایط جهنمی فوق الذکر، راه را ازمردم و روشننفکران کشور نیز گم کرد و بسیاری افراد بی ایمان از یک مذهب سیاسی به مذهب سیاسی دیگری پناه بردند، برخی از آن ها در ساحه سیاسی٬الچه مذهب وچند مذهبه شدند، دیمکرات دیکتاتور و دیکاتور دیمکرات شد، کمونست مسلمان و مجاهد به شیطان تغییر ماهیت داد، و ازملیگرایان بگیل و ریا کار، سازش کاران و گل های آفتاب پرست ساخته شد.خلص کلام دوره بی دینی، منافقت، بی مسلکی، بی ایمانی، بی شرافتی، وطن فروشی، تجارت سیاسی، جاسوسی، غلامی و بی ننگی آغاز یافت و بمثابه روز محشر، یگانه فریاد، طنین فریاد های نفسی نفسی بود، و راد مردی، بمثابه روزگاران پار، ظهور نکرد و یا ازظهورش جلوگیری نمودند٬ تا درعوض، شعار ملی ملی و امتی امتی را سرخط٬ پلان نجات بخشای سیاسی کشورش  بسازد.

به فرموده علامه داکتر اقبال:

من درون شیشه های عصر حاضر دیده ام

آنچنان زهری که ازوی مارها درپیچ وتاب

انقلاب، انقلاب، ای انقلاب

ډاکټرصاحب حامد د ګوتو په شمیر د هغه وګړو څخه دی چی ددی سیلابونو، طوفانونو(توفانونو) څخه د ایمان په قوت او د ملی وجدان او تفکر په مرسته سرخروی او بریالی راووت.

داکټر حامد نه شرقی شو نه غربی٬ نه د جهادی لډرانو او جادوګرانو او مداریانو په منتر او جادو ګرۍ بی شعوره شو٬ او نه د غربی صادراتی دیمکراسی په سراب وغولید٬ هغه دیمکراسی چی نتیجه یی د دریمی نړی د هیوادونو او ملتونو دپاره د اسارت او استثمار٬ غولونکی سحر آمیزه٬ او فتنه انګیزه وسیله ده.

استاد بینوا فرمایی:

لری نوی محبسونه

نه یو سرای نه یوه خونه

حبسوی لوی هیوادنه

چی بندی پری نپوهیږی

داسی شو د زولانی رنګ

غلی شانته انقلاب دی

بدلوی د زمانی رنګ

داکتر حامد د خپل سیاسی ژوری پوهی او تدبر په رڼا کی٬ څرنګه چی د متحده ایالاتو د استعبادی طرحی او پلان په ماهیت پوهیده٬ د افغانستان د پخوانی پادشاه غوښتنی ته چی د هغه سره بیرته هیواد ته ولاړ شی٬ منفی ځواب ورکړ.

مرحوم پادشاه هیواد ته د ستنیدو سره٬ د نصر الله خان په څیر په ارګ کی تجرید یا زندانی شو.« دا خبره پخوانی پادشاه محترم احسان الله خان مایار صاحب ته څرګنده کړی وه. »

د متحده ایالاتو حکومت او دهغه نماینده٬ یا د افغانستان وایسرا، خلیل زاد٬ د پادشاه د محبوبیت او ملی وجاهت نه چی ولس او ټولو منورو ملی حلقو ورته د ناجی په توګه او سترګه کتل٬ د متحده ایالاتو د سیاسی مقاصدو دپاره نا جایزه ګټه واخسته چی په نتیجه کی د داکتر صاحب حامد٬ شکاکیت او لر لید٬ صدق وموند.

داکتر صاحب حامد د محمدزو سردارانو په ډله کی د هغه معدودو شخصیتونو څخه وه چی د هیواد د وګړو د اکثریت په ژبه پوهیده، او د سردارانو په څیر د احمد شاه بابا د ژبی په پوهه کی ګونګی نه وه.

هغه ذوات چی د ولس او ملت د غوڅ اکثریت په ژبه نپوهیږی او خپل ولس د سترو پرګنو سره د افهام او تفهیم نه عاجز وی٬ او لکه په پردۍ ژبه، ترجمان ته محتاج وی٬ څنګه کیدای شی، چی داسی ذوات ځان د هیواد او ملت رهبران او سرداران وبولی؟

خوشحال بابا د دستار نامی په کتاب کی چی د زعامت او لیدرشپ د فنونو په مورد کی د مغلی دولت په زندان کی٬ لیکل شوی٬ فرمایی:

چی دستار تړی هزار دی

د دستار سړی په شمار دی

زما په عقیده د ایران د ثقافتی نفوذ، یرغل، تاراج او مخنوی د پاره  یوه غوره او مؤثره لیارهم، په هیواد کی د پښتو ژبی درباری کول دی.

داکتر صاحب حامد از زمره نخستین ذواتی شمرده میشود که دوکتورای خود را باعالی ترین معیار و درجه، در رشته حقوق اساسی از کشور سویس بدست آورد. لذا مبالغه نخواهد بود که داکتر صاحب حامد را پدر حقوق اساسی کشور قلمداد نمود، و هم چنان میتوان ادعا نمود، که داکتر صاحب روستار تره کی را مسلط ترین دانشمند حقوق اساسی بعد از داکتر صاحب حامد معرفی کرد.

داکتر صاحب حامد سهم بزرگی در تسوید قانون اساسی 1964  داشت،

قانون اساسی سال 1964 نه تنها مترقی ترین قانون اساسی در منطقه و کشورهای اسلامی به شمار میرفت٬ بلکه در عین زمان الهام بخش تمام قوانین اساسی است که بعد از سقوط نظام آزادی خواهانه شاهی مشروطه و دهه دیمکراسی، که توسط کودتای لعنتی، سرطانی حسن چپ، معروف به شرق و ایادی کرملنی اش٬ سقوط داده شد، عرض وجود نمود.

چنانکه در دوره کودتایی سردار صاحب کبیر محمد داؤد خان، تا زمان تصویب قانون اساسی نظام کودتایی اش، به استثنأ فصل سلطنت، مصرحات قانون اساسی سال 1964 نافذ و مرعی الاجرا شناخته شد.

داکتر صاحب حامد بعد از دوره زندان و هجرت به کشورآلمان میفرمود و هشدار میداد:« هم وطنانیکه امروز در مبارزه علیه اشغال دولت شوروی به نحوی از انحاء و به شکلی از اشکال سهم نگیرند، در آینده به حیث توریست به افغانستان، مسافرت خواهند نمود و نه به حیث یک تبعه افغان.»

با کمال تأسف دیده شد که جهان و کشور های ذیدخل در معضله افغانستان و دررأس اضلاع متحده، پلانهای شوم دیگری برای انهدام کشور ما در نظر داشتند و چنانکه این پالیسی تبه کارانه و مداخله در امور ملی و کشوری ما، تا هنوز که هنوز است، دوام دارد.

پلان های استعماری بر تمام تلاش های آزادی خواهانه شخصیت مطرح و بزرگ ملی مانند شاه مخلوع، اعلیحضرت محمد ظاهر شاه، داکتر یوسف خان، داکتر حامد، استاد پژواک، داکتر طبیبی و صد ها شخصیت ملی و ملیون افغانستان خاک پاشید و آن فعالیت های، آزادی خواهانه و وطن پرستانه را با خاک یکسان ساخت.

به قول علامه داکتر اقبال مرحوم:

آدمیت زار نالید از فرنگ

با نثار درود به روح و روان وطن پرستان واقعی٫ از زمره داکتر صاحب عبدالصمد حامد،میرسیم به ختم این معروضه ارادت.

با عرض حرمت

(Visited 40 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.