The news is by your side.

مرض، او د مریض د سختیو اجر -مريض البرسام

دكتور محمد عبدالرحمٰن العريفى

0

ژباړن: میوند محمد جمال

احمد يو وړوكى هلك و، پـه مخ به يې هر وخت خندا خوره وه. يوه ورځ يې په سر درد شو او هغه درد ورځ په ورځ زياتیده. د هغه كورنۍ د احمد علاج وكړ، خـو ګټه يې ونه كړه. څه وخت وروسته د احمد سر و پړسېده آخر د هغه سر په هـغه باندې ډېر دروند شو او خپل حواس يې له لاسه وركړل. د وخت په تېرېدو سره د احمد د سر څخه ځوې او اوبه راووتلې. كورنۍ يې د هغه د علاج او  حالت څخه تنګ شول او هغه يې يوبل زوړ كور تـه منتقل كړ، چې د هغه كور ديوالونه د خټې او چت يې د خرما د پاڼو څخه جوړ شوى و.

د احمد كورنۍ د احمد د مرګ په انتظار شپې او ورځې سـبا كولې او هغه د بې هوشى په حالت كې پروت و.

يوه شپه چې د احمد سره د هغه  ورور د ډيوې رڼا ته ناست و، نـاڅاپه یې ولیدل چې يو تور لړم د بام د لرګیو نه راو وت او داسی ښکاریده لکه د احمد په لور چی را روان وی، د احمد ورور دا هر څه څارل او هغه د لړم په  لیدلو هېڅ ونه خوځېده، ځكه هغوى د احمد څخه په تنګ راغلي و او غوښـتل يې چې مړ شي او دوى ترينه په آرام شي. لړم چې د احمد سرته نزدې شو د هغه ورور لرې ودرېده ترڅو وګوري چې لړم څه كوي؟

لړم د احمد په سر وخوت هغه يې وچيچه، لړم لږ مخكې لاړ او هلته يې بيا وچيچه. د احمد د سـر څخه ځوې او وينې راووتلې او د هغه ورور دا هرڅه وليدل. لړم چې څو ځلې احمد ته ټكونه وركړل چې په كومه راغلى و په هغه بېرته روان شو.

د احمد ورور په مـنډه د خپل پلار او وروڼو پسې لاړ او هغوى راغلل د احمد د سر نه يې وينې او ځوې پاكې كړې تردې چې د احمد سر پـړسوپ بيخي كېناست او هغه خپلې سترګې خلاصې كړې او ښه شو.

دا قصه التنوخي  په خپل كتاب الفرج كې راوړې

هغه وايي چې د صبر مېوه خوږه وي او دا يې رښتيا ويلي، ځكه چا چې صبر كړى الله جل جلاله په هغوى رحم كړى دى.

ترټولو ښه عبادت په سختيو كې صبر كول دي، صبر داسې يو شى دى چې د انسان په زړه كې د الله جل جلاله مينه پيدا كوي. خاصتاً هغه وخت چې انسان د ډېر سخت ازمايښت لاندې وي او هغه د دنيا له خلكو مايوسه شي نو الله جل جلاله ته رجوع كوي او بيا وايي:

«ياالله! بغير له تا څخه زما هېڅوك هم نه شته».

 صبر يواځنى لاره ده چې انسان د هغې له امله د الله څخه په ډېره رښتني توګه بښنه غواړي او د هغه د رحـم غوښتنه كوي»

(Visited 26 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.