The news is by your side.

مرکنتلستان / خبیب علي

0

په یورپ (اروپا) کې پخوا اقتصادي نظریات له مذهب او دیني عقایدو سره تړلي وو. هېچا نشول کولی چې د کلیسا له تګلارو سره اختلاف وښیي. سیاسي تګلارې او اقتصادي فعالیتونه به د مذهب په چوکاټ کې تنظیمېدل. د کلیسا لاس په ټولو ورځنیو چارو بر و. ورو ورو دا بهیر تر شپاړسمې پېړۍ راورسېده. د دې پېړۍ په لومړیو کې په اروپا کې یو نوی اقتصادي خوځښت رامنځته شو، چې کابو دوه سوه کاله یې په دې لویه وچه حکومت وکړ.

د شپاړسمې پېړۍ په سر کې یوه ډله خلک چې سیاسیون او د واک خاوندان یې په سر کې وو، راپیداشول. دوی اقتصادي نظریات له مذهبي روایاتو بېل کړل. د دوی راتګ د اقتصاد مسیر او لوري ته تغییر ورکړ. ټول قیودات او قوانین چې کلیسا په اقتصادي فعالیتونو لګولي وو، ختم شول. فردي ګټې تضمین شوې او تاجرانو او کاروباریانو بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه.

دا ډله په راوروسته کلونو کې د فزیوکراتانو لخوا د مرکنتلستانو په نوم وپېژندل شوه. مرکنتلستان نه اقتصادپوهان وو او نه هم فیلسوفان. دوی اکثره سیاسي چارواکي، لوی سوداګر او د ډېرو شتمنیو درلودونکي وو او فزیوکراتان په اصل کې د مرکنتلستانو مخالفین وو چې د اتلسمې پېړۍ په اوایلو کې راپیداشول. دوی د بشر سوکالي په ځمکې، د ځمکې په خاوندانو او بزګرانو پورې تړله. په داسې حال کې چې مرکنتلستان تجارت او صنعت ته ژمن وو.

هغه شخص چې د مرکنتلستي فکر ډېر نظریات ورته منسوبېږي، ژان باتیسټ کلبر وو. دی د وړیو د یوه تاجر زوی و چې په ۱۵۹۱ز کال په فرانسه کې وزېږېده. د زلمیتوب په عمر پاریس ته راغی او د یوې کلیسا سره یې په مالي برخه کې کار شروع کړ. د کار سخت شوقي وو. په کومه ورځ به یې چې مېز له پاڼو او کاغذونو ډک وو، دی به ډېر خوشاله وو. ده ویلي دي: که ما په بېکارۍ محکوم کړئ، تر شپږو کالو به ډېر ژوندی پاتې نشم. ده به هره ورځ شپاړس ساعته کار کاوه. ځینو اقتصادپوهانو مرکنتلېزم ته کلبرتېزم هم ویلي دي. ګویا د ده ټول ژوند د مرکنتلستي فکر په رغونه او د دې فکر په خپراوي کې تېر شوی دی. د ده د بیوګرافۍ لوستل داسې دي، لکه څوک چې د مرکنتلېزم ژوندلیک مطالعه کوي. بده به نه وي، که د ده په ژوند او اقتصادي نظریاتو هم لږه رڼا واچوو:

د هغې کلیسا کاردینال چې ده پکې کار کاوه، په خپل وصیت لیک کې د فرانسې پاچا څوارلسم لویي ته د ده ډېره ستاینه کړې وه، هغه لیکلي و: کلبر ډېر وفادار شخص دی، باید کار ترې واخیستل شي. د کلیسا د کاردینال په توصیه شپاړسم لویي ده ته په خپل دربار کې د مالیې د وزارت دنده ورکړه. ده له هماغه وخته یوازې یوه موخه درلوده او هغه په ټوله اروپا د فرانسې عظمت او لوړوالی وو. د ده ایډیالوژي او مفکوره یوازې په صنعت او کاروبار راڅرخي. د ګټې نورې لارې د ده له نظریې سره اړخ نه لګوي، ځکه خو ده په خپلو نظریاتو کې بزګرانو او د ځمکې خاوندانو ته ډېر اهمیت ورنکړ او د دولتونو پرمختګ او سوکالي یې په صنعت او تجارت پورې وتړله.

په هغو کلونو کې د نوو کشف شوو ځمکو او مستعمراتو څخه به هسپانیې او اروپا ته ډېر سره او سپین زر راتلل. هسپانیې د دې لپاره چې ثروت یې له هېواده ونه وځي، د بېلانس قرارداد رامنځته کړ. د دې قرارداد له مخې واردات باید هېڅکله له صادراتو څخه زیات نه شي. د هغو سرو او سپینو زرو د برخلیک له امله چې د هسپانیې سربېره به د اروپا نورو هېوادونو (په ځانګړي ډول فرانسې) ته هم انتقالېدل، کلبر په دې فکر کې شو چې څنګه دا شتمني او ثروت په اروپا کې دننه پاتې شي؟ د ده همدې فکرونو په اروپا او په ځانګړي ډول فرانسه کې یو نوی اقتصادي بدلون راوسته، چې په پایله کې ترې د مرکنتلېزم په نوم د اقتصادي نظریاتو ټولګه جوړه شوه.

کلبر د سرو او سپینو زرو د ذخیره کېدو لپاره په صادراتو باندې غټې مالیې ولګولې او واردات یې په ډېر کم ټکس قبول کړل، دی وایي: که په صادراتو غټې مالیې ولګول شي نو تجاران به نورو هېوادونو ته د ثروت انتقال کم او یا بند کړي. ثروت به په هېواد کې دننه پاتې شي او صنعت به پرمختګ وکړي. د صنعت له پرمختګ سره سم به د دولت قدرت نور هم تقویه شي. همداسې که په وارداتو مالیه کمه شي نو بهرني تجاران او مسلکي اشخاص به په هېواد کې دننه پانګونه وکړي، د دې پانګونې په ترڅ کې به ثروت هېواد ته راشي او د دولت له پرمختګ سره به مرسته وکړي.

د کلبر په زمانه کې به یې د ثروت لفظ یوازې سرو او سپینو زرو ته کاروه. د وخت په تېرېدو او د نوو موادو په کشف دا لفظ ټولو هغو خامو موادو ته استعمال شو چې تر پروسس وروسته به په پخو موادو بدلېدل او په مستقیم ډول به په ورځنیو کارونو کې استعمالېدل.

د مرکنتلېزم اقتصادي فلسفه او سیاسي منطق داسې وایي چې د وګړو د ژوند سطحه باید لوړه شي، هېواد باید پرمختګ وکړي. اقتصادي او سیاسي رقیبان باید له صحنې وویستل شي او ټول اقتصادي فعالیتونه باید یوازې د قدرت د حصول او تقویه کېدو لپاره ترسره شي.

(Visited 79 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.