The news is by your side.

مشورتي بورډونه، ناستي او ميټينګونه!

عبدالحلیم حلمیار

0

دولت په ډېرو ناستو، مشورتي بورډونو او کنفرانسونو نه جوړيږي، دا ټول د چارواکو تجملي او فېسبوکي کارونه دي. تر عمل يې ناستي او ميټينګونه ډېر وي، په هره اداره کي د هر تصميم لپاره شل ځلي غونډي جوړېږي، مباحثې رواني وي، يو کنفرانسونه او مشورتي بورډونه وي، چي جوړيږي.

سړی حيران شي، چي څه قانون اساسي به جوړوي، خو ددوی به د کار او عمل څرک هم نه لګيږي، زموږ د زياتره چارواکو د کار او عمل وخت پر بېځايه ميټينګونو او کنفرانسونو تېريږي.

د هر کار لپاره بايد حد اقل شل جلسې او کاغذ پرانۍ وسي، د هر کار لپاره بايد مشورتي بورډ جوړ سي، د هر کار لپاره بايد حد اقل خو يو سل ميټينګونه، کنفرانسونه او غونډي جوړي سي، هره ورځ بايد په ساعتوتونو پر هر آندک تصميم مبحث وسي او د هري پروژې پيسې په غونډو کي پر ډوډی مصرف سي، حد آقل بايد يوه پروژه دوه واره پرانيستل سي!!!؟؟؟

سړی نه پوهيږي، څه مانا دا بېځايه مشورې او ميټينګونه؟ چي قانون وي او هر څه يې واضح کړي وي، نو په هماغه کار کي بيا مشورې، ناستو، کنفرانسونو او مشورتي بورډونو جوړولو ته څه آړتيا ده؟

موږ کار ته آړتيا لرو، د کار خلک بايد ځان په بېځايه غونډو او تجملي مجالسو مصروف نه کړي. د بيت المال پيسې بايد په دا ډول ناستو او غير ضروري مجالسو کي حيف و ميل نه سي. تشريفاتي او تجملي مراسم بايد دومره زيات نه سي، چي د کارونو د خنډ او ځنډ سبب وګرځي.

د ملت په سترګو کي خاوري مه آچوئ، بېړه مو غرقه سه! د يوې پروژې لپاره شل غونډي او کنفرانسونه مه جوړوئ! يو پلچک دوه واره مه افتتاح کوئ! تاسي خو د يوې شپږي لپاره ټول پوستين سوځئ!

د دوو پېسو پروژه وي، څلور پيسې يې پر غونډو او افتتاحيه مراسمو لګېږي. عجېبه فکر او عجېبه منطق، د دولت د منسوبينو او آراکينو نيم وخت پر هغه څه په سلا مشورو کي تيريږي، چي په آړه يې قانون کاملاً وجود او صراحت لري.

د نویو غونډو، ناستو، مشورتي بورډونو او کنفرانسونو تصاميم او پرېکړې زياتره وخت نه يوازي د قانون سره په ټکر کي وي، بلکي د قانون د تنفيذ مخه هم نيسي. ځيني داسي کسان هم مشاورين ټاکل سوي، چي خپله وظيفه، مکلفيت او مسووليت هم والله که پېژني، مشوره ورکول خو څه کوي.

څومره پېسې چي اوس په غونډو ، مجللو کنفرانسونو، تشريفاتي ليدنو، افتتاحيه او اختتاميه مجالسو، مشورتي بورډونو او ناستو کي مصرفيږي، که د افغانستان د خلکو د صحت يا معارف او يا بله هره برخه کي لګول سوي وای، نو موږ به په هماغه برخه نن په هيواد کي د يوه بنسټيز بدلون شاهدان وای.

هره ورځ جلسه ده، هره ورځ کنفرانس دی، هر کار مشاورين غواړي، هر کار مشورتي بورډ غواړي، هر کار شل کنفرانسونه او ناستي غواړي. هر کار جرګه او ملي اجماع غواړي، هر کار سلا، مشورې او په ساعتونو مبحثونه غواړي، هره غونډه سل کاغذ پرانۍ غواړي، هره ناسته او کنفرانس غوړه ډوډی غواړي. هر کنفرانس مجلل تالار غواړي، دا هرڅه مصارف وسي، خو چي خبر سې وايي، څو پلچکه په کومه ولسوالۍ کي جوړيږي.

دا مصرفي کلتور مو دې ناتوانه ټولني ته د کومه راوړ؟ دا د سياستونو کوم ډول دی!؟ افغانستان کار ته آړتيا لري، نه جلسو، ناستو، ميټينګونو او کنفرانسونو ته. زموږ د ځينو سياسيونو هميشه تر کار خبري ډېري وي.

دا ملت دردېدلی، کړېدلی، مهاجرت ګاللی، نېستۍ او خوارۍ ځپلی او د مسکنت هيولا وهلی ملت دی. هر چا چي خيانت ورسره کړی، هغو بيا په ژوند کي سمه ورځ نه ده لېدلې.

ددې ملت سلګو او ژړا چي څوک وهلی، بيا نه دی پورته شوی. د دې وطن، ولس او خلګو سره چي چا دښمني کړې، آنجام يې د تل لپاره خراب سوی. هر چا چي ددې هېواد بېت المال غلا کړی، تراوسه يې هم نه دی هضم کړی.

هر چا چي ددې وطن د خرڅولو، سودا کولو او معامله کولو تصميم نېولی، دا فکر يې ګور ته وړی او باالخره هر هيواد او زبرځواک او هر طاقت او قوت چي يې د اشغال هڅه کړې، شکست يې خوړلی او په نړۍ کي تجريد شوی او ټوټه_ټوټه شوی دی.

(Visited 49 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.