The news is by your side.

مفهوم او مانا / محمد مصطفی سمون

0
مفهوم د اخذ او موضوع په پوهاوي کې هغه عنصر دی، چې د مانا په درک کې راسره مرسته کوي.
موږ د وینا تر شا د مخاطب فکر د سپړلو په لټه کې و او ځان هغې موخې ته رسول غواړو، چې د کړې وینا څخه یې موخه څه ده؟ د دې پوښتنې سره د مفهومي پوهې تر لاسه کول اړین دي؛ ترڅو ځان په مفهوم او مانا دواړو کې شریک وبلل شي، چې د وینا کوونکي موخه ترې څه وي.
مفهوم یو ذهني حالت دی او په حقیقت کې چې کله یو فکر او تصور وړاندې شي او مانا ولري، بیا نو مفهوم هم لري.
د مانا پوهنې په لومړیو مطالعاتو کې د مفهومي دلالت په برخه کې مفهوم (sense) یا (concept) او مانا (meaning) یو د بل پر ځای کارول شوي دي.اما نن سبا مفهومي دلالت اکثراً داسې کارول کېږي، چې د لفظ او مفهوم ترمنځ اړیکې وښیي.
له مفهومه تر مانا
یو مفهوم په څه ګډول یا بل ځای ته وړل باید هغه په مانا بدل شي؛ نو مانا هماغه لېږل شوی مفهوم دی.
که چېرې مفهوم په یوه انفرادي ذهن پورې اړه ولري؛ نو مانا د هغه مفهوم هماغه ده، چې د ذهني حریمه یې راوتلې ده، نور هم کولای شي، چې ځان پکې شریک کړي؛ ترڅو هغه په یوې ګډې داریۍ واړوي.
هر مفهوم او مفهومي نظام چې د نورو فاعلو د پېژندګلوۍ،لاس رسۍ او ګډې لیدنې لپاره وي، مانا یې بولي.
مانا هماغه ذهني انځور دی، چې د یو شي د ځای ټاکنې او د یو څه مالک کېدای شي.
په بل عبارت مانا هماغه مفهوم دی، چې ذهني زېرمه په عیني مقولې یا ذهني لید باندې اوښتې وي.
له همدې مخې د مفهوم بدلېدنه په مانا، یعنې ذهني زېرمه کې له نورو سره ګډول دي.
که چېرې هماغه لېږل کېدونکې او ګډېدونکې مانا وي؛ نو سوال به دا وي، چې څنګه کولای شو مفهوم په مانا واړوو؟
او بل دا چې څنګه کولای شو مفهوم له ذهني هستۍ څخه ویونکي (فاعل)ته واړوو، چې نورو ته هم د لاسرسۍ او پوهاوي وړ وي.
څه ډول وانګیرو، چې د پېژندل شوي ویونکي ذهني زېرمه بل ویونکي ته په لاس ورکړو؛ ترڅو په ګډ مفهومي نظام یا په ګډې ذهني نقشې باندې واوړي.
بې له شکه اسانه لاره د مفهوم او مفهومي نظام په مانا او مفهومي نظام اړونه کې داسې کېدای شي، چې ذهني مفهومي هستي له عیني هستیو سره وصل کړای شي.
هر څه چې په ذهن کې دي؛ نو هرومرو نورو ته د لېږد وړ نه دي، باید دا شته له نورو سره وصل شي؛ ترڅو نورو ذهنونو ته هم د لېږد وړ شي.
که په بل ډول ووایو، چې په ذهن کې شته محتوا، مفهوم او هر هغه څه په یو داسې ظرف کې واچول شي، چې د لېږد وړ وي.
دغسې عینیت ورکول ذهني محتوا ته لوری ټاکل دي، چې د محتوا  د لېږد لپاره له ذهن څخه بهر زمینه برابروي.
نو له دې کار سره مفاهیم له هغو هستیو سره وصل کېږي، چې نور هم له دې هستیو سره د شتون حس وکړي.
د دې ګډو دندو ترڅنګ اوس د مفهوم او مانا ترمنځ په توپیرونو رڼا اچوو.
د مانا او مفهوم ترمنځ توپیر
د یو لفظ په مانا باندې پوهېدنه د یو مفهوم څخه غیرې متصور کېدل دي.
د مانا او مفهوم ترمنځ ډېر توپیر دی.
مانا د لفظ او د لفظ له نومونې او اړیکې پیدا کېږي؛ مګر مفهوم د ذهني صوت او مصداق له اړیکې پیدا کېږي.
موږ ډېرې کلمې لرو، چې مانا لري؛ خو مفهوم نه لري. مانا د یوې ژبې له بلې سره توپیر لري؛ مګر مفهوم داسې نه دی، مانا قراردادي ده او مفهوم نه دی. په مانا پوهېدنه د نفې او اثبات ترمنځ تار دی؛ مګر په مفهوم پوهېدنه کې وېشنه او مرتبې دي.
 کله چې یو لغت ولرو؛ نو په طبعي ډول به هغه ته مفهوم هم لرو او هغه مفهوم به ( د لغت مانا ) وي.هغه څه چې وویل شول د مانا د تعریف تسلسل دی او هغه مسله راسپړي، چې کله کله ورته د ماشین روح ویل کېږي.
مفهوم او مصداق هم په یوه مانا سره استعمالیږي؛ خو ترمنځ یې توپیر شته دی.
مصداق یو خوا د ژبتوکو لکه ویي، غونډلې (جملې) او نورو تر منځ له تړاو او بل خوا د بهرنۍ له نا ژبنیو ازمېښتونو سره کار لري. مفهوم بیا د پېچلې رابطې نظام له هغو اړیکو سره بوختیږي، چې د ژبتوکو او دود سره سم د وییونو ترمنځ شتون لري او په دې ډول د ژبې دنني اړیکې رانغاړي.
په ژبنیو مفاهیمو کې هم محدودیت شته، چې د ځینو اړیکو او چاپېریالي اړخونو له مخې دا محدودیتونه ټاکل کېږي.
په ژب کارونه کې یو اصل دا دی، چې د ځینو څیزونو په پېژندګلوۍ کې خپله انسان د دې توان نه لري، چې ځان ته هغه څه منعکس کړي. مثلاً:  زموږ د لید زاویه تر اوسه د دې توانایي نه لري، چې بنفش رنګ وویني؛ نو له همدې مخې نه شو کولای، چې د دې رنګ تجربه وکړو. د دې تجربې څخه د بې برخې کېدو له وجې، دا اغېز زموږ په ژبه کې هم څرګندیږي؛ نو بیا موږ د دې رنګ لپاره مفهوم په خپله ژبه کې نه شو پیدا کولای.
نو داسې ویلی شو، چې زموږ جسمي محدودیتونه د ژبني مفاهیمو په برخه کې خپل محدودیتونه ښکاره کوي، چې دغه محدودیتونه د ژبې له ټولیزوالي څخه هم دي.
د یو څه څخه لومړی په ذهني چاپېریال کې د مفهوم د اخذ زېرمتون جوړول او بیا یې مانیز چاپېریال په خپل ذهني دایره کې ټاکل دي، چې له دې سره بیا په ژبني مفاهیمو کې د ټولنیز فهم لید لوری هم پیدا کېدای شي، چې دا کړنلاره له موږ سره د مانا په فهم کې مرسته کولای شي.
   ماخذونه
1: پالمر، فرانک (1395) نگاهی تازه به معنی شناسی،( ترجمه: دکتر کورش صفوی) چاپ هفتم، تهران: انتشارات کتاب ماد.
2: زیار، مجاور . (۱۳۹۶ ل. ل) . پښتو مانا پوهنه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
3: صاحب ارغند، ذبیح الله ( 1396 ل) مانا پوهنه، کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
4: مهند، محمد راسخ ( 1390)  درامدی بر زبان شناسی شناختی: نظریه ها و مفاهیم، چاپ دوم، تهران: انتشارات سمت.
(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.