په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي څانګې یا یوناما په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې د ملکي مرګژوبلي په اړه راپور خپور کړ چې له مخې یې مرګژوبله تر بل هر وخت ډېره شوې ده.
د یوناما د راپور له مخې، تر ډېره دغو ولسي وګړيو ته په ځانمرګيو بریدونو «په تېره بیا د داعش خونړیو بریدونو» هوايي بریدونو او د حکومت پلوو ځواکونو د پلټنې په عملیاتو کې مرګژوبله اوښتې ده.
د یوناما راپور وايي، تېر کال د حکومت د مخالفو وسلهوالو، نړیوالو ځواکونو او افغان ځواکونو په بریدونو او بمباریو کې ۳۸۰۴ ولسي وګړي شهیدان شوي او ۷۱۸۹ نور ټپیان شوي دي.
له یوناما سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په ګډه دغه راپور چمتو کړی چې وايي، د تېر ۲۰۱۸ کال پر مهال د ولسي وګړيو مرګژوبله په ټوله کې پنځه سلنه ډېره شوې او دا د وړم ۲۰۱۷ کال په پرتله د ملکيانو په مړینه کې ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ملګرو ملتونو دغه سیاسي دفتر وايي، د ۶۳ سلنه ولسي خلک د مرګژوبلې مسوول د حکومت مخالفې وسلهوالې ډلې «چې وسلهوال طالبان د ۳۷ سلنه او د داعش ډله هم ۲۰ سلنه» مسوولې ګڼل شوې دي.
خو طالبانو په یوه اعلامیه کې د یوناما د دې ادعا د رد تر څنګ ویلي، دغه اداره له بشري حقونو سره د امریکا په ګټه چلند کوي او د یوناما راپور یې مغرضانه بللی دی.
په راپور کې حکومت پلوي ځواکونه د ۲۴ سلنه ولسي مرګژوبلې او افغان امنیتي ځواکونه د ۱۴ سلنې مسوول ګڼل شوي، خو نړیوال ځواکونه بیا د ولسي مرګژوبلې د شپږ سلنې مسوول بلل شوي دي.
د یوناما د راپور له مخې، تر ډېره دغو ولسي وګړيو ته په ځانمرګو بریدونو «په تېره بیا د داعش خونړیو بریدونو»، هوايي بریدونو او د حکومت پلويو ځواکونو د پلټنې په عملیاتو کې مرګژوبله اوښتې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماماتو د جګړې پر ښکېلو غاړو د ولسي وګړيو ژوند ته د پوره پام کولو او د افغان غمیزې د پای ته رسولو غږ کړی دی.
نوموړي په افغانستان کې د روانې جګړې له کبله د افغانانو د ژوند خونديتوب لپاره د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې نور له جګړې لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل بشلت وویل، د افغانستان جګړې د ډېرې مرګژوبلې تر څنګ، د افغانانو د ژوند پر بېلابېلو برخو ناسم اغېز کړی او په کار ده چې نوره دا جګړه ودرول شي.
بشلت د ملکي مرګژوبلې را کمېدو لپاره د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې بشر دوستانه نړیوال قانون او د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي.
بل خوا د ملي امنیت شورا دفتر د ملکي وګړیو د مرګژوبلې په اړه د یوناما د راپور په اړه وايي، که څه هم دغه شورا دا راپور مطالعه او ارزوي، خو طالبان د خلکو د اذهانو تېر ایستلو لپاره په ظاهره د ملکي مرګژوبلې د مخنیوي ادعا کوي، خو د یوناما په خپاره شوي راپور کې دا او نورې ډلې د ډېر سلنه ملکي مرګژوبلې عاملان بلل شوي دي.
د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې لیکل شوي، اورپکې ډلې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او ملکي خلک، د هغوی کورونه، جوماتونه او نور عامه ځایونه د نظامي سنګر او سپر په توګه کاروي.
د ملي امنیت شورا د وسلهوالو ډلو د ځپلو او د ملکي مرګژوبلې د مخنیوي لپاره د منظمو پلانونو جوړولو په اړه د خبر ورکولو تر څنګ، خلکو ته ډاډ ورکړی چې له مخې به یې د افغانانو او هېواد دوښمنان له منځه یوسي او د دوی ژوند به خوندي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نظامي شنونکي هم د خلکو له کورونو، جوماتونو، ښوونځیو، مدرسو او یو شمېر نورو عامه ځایونو نه د وسلهوالو ډلو له لوري د سنګر یا سپر په توګه کارول، د ملکي مرګژوبلې اصلي لامل بولي او د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې په هېواد کې د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره د سولې مېز ته سره کېني او یا لږ تر لږه د جګړې په ډګر کې د ولسي وګړیو ژوند ته پام وکړي.
سرخط ورځپاڼه