The news is by your side.

ملتپالنه (نيشنليزم) په افغانستان کي

ژباړه: سيف الله هلمند

0

د دې لنډي ليکني ډېره برخه د نيشنليزم موجوديت په افغانستان کي له ۱۹۰۱ څخه تر ۱۹۲۹ پوري بيانوي.

د شلمي پېړۍ په لومړيو دريو لسيزو کي افغان ملتپالو هڅه وکړه، چې د افغانانو لپاره یو ملي هويت رامنځته کړي، چي افغانان یو خلک دي، ځکه خپل تاريخ، کلتور او خپل هيواد لري. د کابل ادبي مجلي چي په کابل ادبي ټولني پوري يې تړاو درلود، ليکلي و چي دا خاوره نه د ايرانيانو، نه د ترکانو، نه د هنديانو او نه هم د چينايانو ده. د اوسني پاکستان ډېری برخه، د ايران ځيني سيمي او د مرکزي اسيا ځنيو برخو په افغانانو پوري تړاو درلود.

په هرحال، دغه نوي نظریه د افغان نيشنلسټانو لخوا د ملي هويت د رامنځته کولو لپاره یو اساس وه. یو شمېر کورنيو او باندنيو پېښو د پوهې په پرمختګ کي د افغان ملتپالو ترمنځ خورا مهم رول ولوباوه، که څه هم افغانستان تش په نوم خپلواک هيواد و، خو بيا هم افغان ملتپالو کولای سول، چي د افغانستان د دولت، د چارو او نورو دولتونو په اړه پخپلو ملتپالو ورځپاڼو کي لکه سراج الاخبار خبرې وکړي. بل دا چي کله امر عبدالرحمن خان له دې نړۍ سترګي پټې کړې، نو ګڼ شمېر نړيوالي پېښي لکه د لومړۍ نړيوالي جګړې پيل، د بلشويک اوښتون او په سهيلي، منځنۍ اسيا او منځني ختيځ کي د ملتپالو خوځښتونه راځرګند سول، دا هغه پېښي وې چي افغان ملتپال يي نور هم هوښيار او پوه کړل، تر څو د خپلواکۍ لپاره يې د بریتانيا پر ضد جګړه پيل کړي، چې په پايله کي یې په کال ۱۹۱۹ کې افغانستان د يو خپلواک دولت په توګه په رسميت وپېژندل سو او وروسته غازي امان الله خان په هيواد کي نوي ښوونيز سيستمونو ته پراختيا ورکړه، پوځ ته يې ځانګړي پاملرنه وکړه او نور… .

افغان ملتپالو غوښتل چي ملتپالنه (نيشنليزم)  په افغانستان کې او د دولت عصري کول برابر یا هم مهاله مخته یوسي.

 په هر حال، کيدای سي د ملتپالني پر وړاندې دا يوه ستونزه وه، چې په هغه وخت کې د ټولو افغانانو د پوهې او درک کچه يو شان نه وه، بلکې توپير يې درلودی.

څرنګه چې محمود طرزي تر ډېرو پوهانو مخکې د افغان نېشنليزم د ترویج او خپرولو لپاره کار کړی دی، نوموړي دولت، هيوادپالنه او مذهب يو واحد بنسټ ګڼلی دی، نوموړی وايي که افغانان په دولت کي ونډه واخلي او د دولت د اصلاحاتو مخالفت ونه کړي، نو دوی پر ځمکه فقط د دولت او امر، آمر نه دا چي یوازي د الله ج په خاطر پر ځای کوي، بلکې دوی د خپل هيواد عصري کيدنې ته چې اړتيا ده هم چوپړ کوي.

تعليم د دولت او ټولنې د اصلاح لپاره يو تر ټولو مهم ډګر وه، نو ځکه په ۱۹۰۴ کال کې حبيب الله خان د حبيبه په نوم ليسه تاسيس کړه، چي د افغان ملتپالو د توليد تر ټولو ښه بنسټ سو. Gregorian په ۱۹۶۹ کال کې کاږي، چي امان الله خان واک ته ورسيدی، دوه موخي يې پر وړاندي موجودې وې، تر څو امان الله خان او محمود طرزي يې تعقيب کړي، لومړی د روښانفکرانو د یوې ډلې روزل او دوهم د پاچاهي د چارو د مديريت يا اداره کولو لپاره د يوې ډلې چمتو کول و. دولت حبيبيه د موادو، د ښوونکو د تنخواو، د کتابونو د چمتوالی او نورو اړخو څخه ملاتړ او سپورټ کړل، حتی تر دې چي د ترکيې، هندوستان او اروپا څخه بهرني استادان مقرر کړل.

حبيبیه د روښانفکره افغانانو په روزنه کي ډېر زيات مهم رول ولوباوه، د کابل د روښانفکرانو ډله، چي مشرۍ يې محمود طرزي کوله، د افغانستان د لومړنۍ مډرني ورځپاڼې سراج الخبار په خپريدو کي يې د امر ملاتړ د ځان سره درلودی، د نوموړۍ ورځپاڼي څخه د امر ملاتړ نه يوازي دا چي روښانفکرانو ته يې د نويو مالومات ترلاسه کولو زمينه برابره کړه، بلکي دې ورځپاڼي د روښانفکرانو لپاره د نظر د تبادلې ځای، چيري چي دوی کولای سول د افغانستان د تاريخ، پېژندني، پرمختګ، وروستوالي، مذهب او نورو سياسي او کلتوري موضوعاتو په تړاو خپل نظريات سره تبادله کړي او همدا راز دوی کولای سول چي د ملي هویت او عصري کیدني فلاټ فورم له همدي ځایه ترويج کړي وای.

(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.