The news is by your side.

موسیقي په اسلامي متونو کي

عبدالباري جهاني

0

د افغانستان د اسلامي امارت نطاق ذبیح الله مجاهد، د پاکستان د جیو ټلوېزیون سره په مرکه کي، ویلي دي چي موسیقي په اسلام کي ناروا ده او اسلامي امارت موسیقی ته اجازه نه ورکوي. وروسته مي لا په خبرو کي دا هم واورېدل چي یوه طالب د کابل د شهرنو په سیمه کي یو څوک په دې ګناه ویشتلی او وژلی دی چي موسیقي یې په زوره ږغول او د طالب امر ته یې اعتناء نه وه کړې. د وروستي خبر د دروغ او ریشتیا په باره کي زه ډېر څه نه سم ویلای خو د موسیقی د منع کولو او ناروا بللو په باره کي د اسلامي امارت د حکم سره ځکه خپل ښکاره مخالفت اعلانوم چي د هغوی حکم د قرآن شریف، چي باید د ټولو اسلامي احکامو او نواهیو اساس وي، هیڅ ډول اړخ نه لګوي. په قرآن شریف کي هیڅ داسي آیة نسته چي د موسیقی نوم قدر دي یې ذکر کړی وي. نو اسلامي امارت به په کوم اساس دا حکم کوي. که دا د پخوانیو علماوو حکم وي او په معتبرو کتابونو کي پرله پسې راغلی وي موږ ته ځکه د منلو وړ نه دی چي له حضرت رسول صلعم څخه پرته، چي حق متعال یې حکم خپل حکم بللی دی. و ما آتکم الرسول فخُذُوهُ و ما نهکم عنهُ فانتهوا و تقوالله ان الله شدید العقاب. آیة ۵۹ سورة ۷

ترجمه: هغه څه چي رسول حکم درته کړی وي هغه واخلی او له هغه څه څخه چي یې منع کړی یاست پرهېز وکړی. له الله څخه وبېرېږی. الله په عذاب ورکولو کي سختي کوي.

 بل هیڅوک د هیڅ هغه عمل د ناروا بللو صلاحیت نه لري چي په قرآن شریف کي یې صریح او څرګند حکم راغلی نه وي. دا چي مفسرینو، له خپلي خوښي او یا د نورو قدیمو مفسرینو په پیروي موسیقي ناروا بللې ده. دانسته یا نا دانسته یې پر روا او مباح عمل باندي د حرام او ناروا حکم صادر کړی دی او دا پخپله ناروا عمل دی.

له لوستونکو او د اسلامي اِمارت له طرفدارانو او لیکوالانو څخه مي هیله دا ده چي زما او یا زما د مضون په باره کي سمدستي قضاوت ونه کړي. نه پر ما باندي سمدستي د کُفر او الحاد تور ولګوي او نه ما د اِسلامي ِامارت په مخالفلینو کي وشمېري. دا یوه دیني موضوع ده او پر چا باندي سمدستي د حکم صادرول چنداني روا کار نه دی.

زموږ افغانانو، په تېره بیا ځوانانو، تر ټولو لویه نقیصه د کتاب او کتاب لوستلو څخه لیري والی دی. څه چي د دوی لپاره منل سویو مشرانو ورته وویل هغه صحیح بولي او د بل چا خبره نه مني. نن سبا چي قرآن شریف په څه کم ۱۲۰( ۱۱۴) ژبو ترجمه سوی دی او معتبر احادیث هم په هره ژبه موجود دي نو ضرور نه ده چي موږ د هر څه په باره کي حتما د ملاصاحب خبره ومنو؛ بلکه پخپله مو هم سواد د دې لپاره زده کړی دی چي هم ځانونه تنویر کړو، هم په دیني فرایضو او احکامو ، تر خپله وسه پوري، ځانونه خبر کړو او هم نورو ته لارښودنه وکړو.

حرام هغه اعمال دي چي د منع کېدلو لپاره یې، د قرآن شریف پر آیتونو ولاړ، څرګند شرعي احکام موجود وي. په یوه معتبر حدیث کي راغلي دي: اذا نهیتکم من امراً فاجتنبوا و اذا امر تکم بامراً فاءتو منهه ماستطعتم. ترجمه:  کله چي مي د یوه کار څخه منع کړاست نو له هغه څخه پرهېز وکړی او که مي د یوه کار د کولو امر درته وکړ نو په عملي کولو کي یې خپل وس ته وګوری.

 د یوه مولوي صاحب څخه مي د یوه پوښتونکي په جواب کي واورېدل چي موسيقي د ټولو اجتماعي فسادونو مور ده او تر ټولو ستره ګناه ده. که دا خبره حقیقت ولري نو په ټول قرآن شریف کي د هري کبیره ګناه نوم اخیستل سوی او په شریعت کي یې د مرتکبینو په سزا رسولو لپاره حدود ټاکل سوي دي خو حتی یو ځل هم نه د موسیقی نوم اخیستل سوی او نه اشاره ورته سوې ده. زموږ مولوي صاحبانو چي په دې باره کي هر څه سخت حکمونه کړي دي هغه یې د خپلو تعبیرونو او تفسیرونو په اساس کړي دي. څه موده مخکي مي په فیسبوک کي په یوه ویډیو کي له یوه بل مولوي صاحب څخه واورېدل چي ویل یې حضرت رسول صلعم فرمایلي دي چي زه د موسیقی د آلاتو د ماتولو لپاره مبعوث سوی یم. لومړی خو دا حدیث موجود نه دی او که موجود وي نو حتما به حدیث الضعیف یا حدیث الغریب وي چي چنداني اعتبار نه سي ورباندي کېدلای. بله خبره دا ده چي موږ په سیرت النبي کي هیڅ داسي حادثه نه ده لوستې چي حضرت رسول صلعم دي د خپل قدرت په زمانه کي په مدینه او یا کوم بل ښار کي د موسیقۍ کومه آله ماته کړې او یا یې ږغونکي ته سزا ورکړې وي. اوس نو که د بخاري او مسلم د متواتر او صحیح احادیثو په حواله، پخپله د انحضرت صلعم په زمانه کي، د هغه په خپل کور کي، د بي بي عایشې رض په مخ کي نجوني سندري ویلای او تنبور او تولکه ږغولای سي او انحضرت صلعم په بشپړه حوصله غوږ ورته نیسي او ابوبکر رض او عمر رض د هنرمندانو له ترټلو څخه منع کوي نو بیا به زموږ علماوو ته د موسیقۍ هنرمندانو ته د سزا ورکولو او حتی وژلو اجازه چا ورکړې وي. وګوری د صحیح مسلم له ۱۱۳۸ څخه تر ۱۱۴۶ پوري پرله پسې احادیث.

بي بي عایشه وايی یوه ورځ د هغې په کور کي دوو نجونو سندري ویلې او بربت یې ږغاوه. ابوبکر رض راغی او ماته یې منت وکړ چي د پیغمبر په کور کي سازونه ږغوې. حضرت پیغمبر صلعم هغه منع کړ او ورته وې ویل چي پرېږده هر څوک خپل جشنونه لري دا د دوی د اختر جشن دی. مسلم ۱۱۴۰ لمبر حدیث.

زموږ له پیغمبر صلعم سره دونه وسعت نظر موجود وو چي عیسوي حبشیانو ته یې د مدینې په مسجد کي دننه د شمشیر بازی د لوبي کولو اجازه ورکوله. وګوری د مسلم ۱۱۴۶ حدیث. مګر زموږ ځیني تنګ نظري او توندرو علماء نن د یوه بېګناه مسلمان هنر مند د قتلولو، چي د اسلام په دین کي تر ټولو ستره ګناه ده، او په آخرت کي یې سزا د شرک معادل ده. حکم ورکوي.

دا خبره باید په یاد ولرو چي په اسلام کي یوازي د قاتل سزا د مشرک سره معادله بلله سوې او په آخرت کي د دایمي دوږخ، چي یوازي د مشرکینو لپاره راغلی دی، او د خدای تعالی د غضب او لعنت وعده ورکړه سوې ده. آیت مبارک دی: ومن یقتُل مومناً متعمداً فجزآءُهُ جهنم خالداً فیها و غضب الله علیه و لعنهُ و اعد لهُ عذاباً عظیما. سورهّ النساء

ترجمه: که چا مومن په قصد سره وواژه، د هغه جزاء په جهنم کي دایمي اوسېدل دي. د الله ج غضب او لعنت به ورباندي اوري او ستر عذاب ورته ګوري.

امام ابوحامد غزالي، چي د اسلام د سترو مرشدینو او عالمانو څخه دی، د خپل کتاب احیاءالعلوم الدین د دوهم ټوک په ۱۶۵ مخ کي د موسیقی په باره کي لیکي چي کوبا، مزامیر او تنبور له دې امله ناروا نه دي چي خواږه آوازونه لري بلکه له دې امله ناروا دي چي د موسیقۍ دغه آلات د شرابو او رقص د مجلسونو سره تړلي ول. د شپونکیانو تولکه او ډول دواړه خواږه آوازونه لري؛ څرنګه چي د شرابو له مجلسونو سره اړه نه لري نو روا دي. دهماغه کتاب په ۱۷۱ مخ کي د یوه حدیث په حواله لیکي چي «د آس له سورلی، د غشیو له ویشتلو او د مېرمني سره د لوبو کولو پرته نوري ټولي لوبي لهو او لعب دی. نو د دې معنی دا نه ده چي له دغو دریو یادو سویو لوبو څخه پرته نوري لوبي ناروا دي. د مرغانو د آوازونو اوریدل او داسي لوبي چي بل چا ته یې آزار نه رسیږي حرامي نه دي»

د امام غزالي ورور محمد غزالي، چي په مجدالدین طوسي مشهور وو، او د امام غزالي له وفات څخه وروسته د دمشق د مدرسې رییس سو، د موسیقی په برخه کي یو څه مخته ځي او وايي هر هغه څوک چي وايی موسیقي مطلق حرامه ده نو داسي شی یې حرام بللی دی چي د هغه د حرام والي په باره کي موږ ته هیڅ حکم نه دی راغلی. نو څرنګه چي د موسیقی او رقص د حرامېدلو په باب نه په قرآن شریف او نه په احادیثو کي حکم موجود دی نو هر هغه څوک چي داسي شیان حرام اعلانوي چي د خدای او رسول په کتابونو کي موجود نه وي هغه پر الله ج باندي بهتان وايي او پر الله ج باندي بهتان ویل کفر دی. A  History of Muslim Philosophy P 1128

شیخ شهاب الدین سهروردي د خپل مشهور کتاب عوارف المعارف په یو نیوي یم مخ کي لیکي« امامان د موسیقی پر حرام او حلال اختلاف سره لري. ځیني وايي چي موسیقی فسق دی او باید چي پرهیز ورڅخه وسي او ځیني یې د حق لاره بولي. د حسن ابن سالم څخه یې پوښتنه وکړه چي د موسیقی په باب څه وايې؟ هغه ورته وویل چي جنید بغدادي، سري سقطي او ذوالنون مصري، چي تر ما بهتر ول هغوی ټولو موسیقي اوریده نو زه به څرنګه انکار ورڅخه کوم»  د همدې کتاب په څلور نیوي یم مخ کي لیکي« که سندري او د موسیقي ږغونه روا نه وای نو حضرت رسول صلعم به منع کړي وای. دا څه غفلت دی چي پر دې منکرانو حاکم سوی دی او دا څه توري وریځي دي چي له دوی څخه یې د حقیقت د لمر مخ پټ کړی او دوی یې له لیدلو محروم کړي دي»

علي بن عثمان الهجویري موسیقۍ د روح غذا بولي او د خپل مشهور کتاب کشف المحجوب په پنځه سوه دیرشم مخ کي لیکي چي موسیقي د لمر په څېر ده او کله چي لمر پر اسمان باندي را وخېژي نو څوک وسوځي، څوک روښانه کړي، څوک ونازوي او څوک آزار کړي. موسیقي هم دغه راز د هر چا پر زړه باندي بېل تاثیر کوي. علي بن عثمان هجویري نه یوازي موسیقي ناروا نه بولي بلکه د انسانانو لپاره یې لازمه بولي.

مولنا جلال الدین بلخي یا مولنای روم، چي علمي او عرفاني شخصیت یې د لمر په څېر څرګند دی، په دې برخه کي دونه مخته ولاړ چي د خپل مرید او شاګرد صلاح الدین زرکوب جنازه یې، د هغه له وصیت سره سم، په رقص او موسیقی تر هدیرې پوري یوړه. او هلته یې د خپل پلار سلطان العلماء بهاء ولد څنګ ته ښخ کړ. سیر عرفان در اسلام ۳۳۵ مخ

او د پښتو شعر پاچا رحمان بابا خو وایی:

هر مطرب چي غوږی تاو کا د رباب

په دا تاو کي زما زړه کاندي خراب

چي سامع یې په نغمه په ترانه شم

دېوانه شم ګریوان څیري مست خراب

هم یې تار هم یې ګفتار هسي اثر کا

چي هیڅوک یې طاقت نه لري نه تاب

یو یې ساز بل یې آواز دی دلښتیو

دریم شعر پرې آغاز کا انتخاب

څلورم یې یو ساقي د څنګه ناست وي

چي مخی یې نه آفتاب وی نه مهتاب

دا څلور واړه فتنې په څلور کنجه

او پنځم یې صراحي د می ناب

شپږم وخت د نوبهار اووم ځواني وي

اتم شغل د کتاب نهم رباب

چي دا واړه آفتونه سره ټول شي

ترو څوک څرنګ ترېنه کاندي اجتناب

چي دا هسي دلبران پرې اثر نه کا

یا به دېو وي یا دېوال وي یا دواب

راڅرګند به شي پرهېز د پرهېزګارو

که قادر شي په شاهد او په شراب

زه رحمان د ریا زهده امان غواړم

د ریا زهد عذاب دی هم عتاب

د موسیقۍ د روا بللو په برخه کي دومره دلایل او نقل قولونه موجود دي چي ډیري زیاتي پاڼي ورباندی لیکل کېدلای سي. د هغو کسانو نقل قولونه چي ما دلته راوړي دي عادی خلک نه دي بلکه د اسلام ټول احکام ورته معلوم ول او په دین او مذهب کي داسي کتاب نه وو چي دوی پرله اړولی نه وو او د مهمو مدرسو او د اسلام د جیدو عالمانو د لیدلو لپاره یې په میاشتو مزلونه کړي ول. سړی نه پوهېږي چي که دا ستر علماءو چي مثالونه  او کتابونه یې سل هاوو ته رسېږي، نه پوهېدل نو دا زموږ د مولویانو سره دا علم او تعصب له کومه سو چي بالاخره یې د حق متعال د ټولو احکامو په خلاف، په فرض روژه، لاسونه د یوه بېګناه مظلوم په وینو سره کړل او د قرآن کریم د حکم سره سم یې ځانونو ته ابدي دوږخ او د خدای لعنت واخیست.

یوه ځوان ویل چي موسیقي د قرآن کریم د سوره لقمان د شپږم آیت په حکم( د ابن کثیر د تفسیر په اساس) حرامه ده. زما سره د ابن کثیر تفسیر نسته خو د تفسیر کابلي، تفسیر یوسف علي او د سعودي عربستان ټول تفسیرونه تقریبا یو شان حکمونه لري او د هغوی د احکامو څخه، که څه هم چي د قرآن کریم د مبارک آیه د ترجمې څخه یو څه زیاتی هم پکښي سوی دی، داسي نه ښکاري چي موسیقي دي حرامه وي:

و من الّناس من یشتري لهوالحدیث لیضل عن سبیل الله بغیر علم و یتّخذها هُزوًا اُولآءک لهم عذاب مهین. ترجمه: او هغه کسان چي چټي خبري په بیه اخلي څو نورکسان د حق تعالی له لاري څخه بې لاري کړي او د خدای پر لاري باندي ټوکي کوي؛ دې ډلي ته سخت( توهینوونکی) عذاب ګوري.

 تفسیرکابلي: « دا د نیک بختانو په مقابل کي د هغو بدبختانو ذکر دی چي د جهالت او نادانی په وجه یې قرآن کریم ترک وهلی او په رقص و سرود، لهو لعب او نورو خرافاتو کي غرق دي او غواړي چي نور کسان هم له لاري واړوي او د دین پر خبرو باندي ریشخندونه وهي.

حضرت حسن رض ویلي دي جي لهوالحدیث هغه دی چي سړی د خدای له عبادت څخه را ګرځوي لکه ټوکي ټکالي او د چا مسخره کول، چټي کارونه کول او ساز و سرود او دغه راز نور. په روایاتو کي راغلي دي چي نضر بن حارث چي د کفارو له مشرانو څخه وو فارس ته په تجارت تلی او له هغه ځایه به یې له ځان سره د عجم د شاهانو کیسې راوړلې او قریشو ته به یې ویل چي محمد ص تاسي ته د عاد و ثمود کیسې کوي راسی چي زه د رستم و اسفندیار او د اېران د شاهانو کیسې درته بیان کړم. ځینو کسانو به د هغه له کیسو سره علاقه وښودله. دغه راز یې یوه سندرغاړې کنیزه هم درلوده چي هر څوک به یې ولیدی چي زړه به یې نرم سوی او اسلام ته مایل سوی وو نو هغه کنیزه به یې ور مخته کړه څو دی په ساز او آواز مشغول کړي او بیا به یې هغه شخص ته وویل چي وګوره دا بهتره ده او که د محمدص خبري چي وايی لمونځ وکړی، روژې ونیسی او زحمتونه وګالی. ځکه نو دغه آیات نازل سول.

تنبیه: که څه هم چي یو آیت به د یوې خاصي پېښي په اړه نازل سوی وي، مګر څرنګه چي الفاظ یې عام دي نو حکم یې عام دی. هغه لهو چي د هغه په اساس سړی د اسلام له دین څخه ګرځي حرامه بلکه کفر دی. او هغه شیان چي سړی د اسلام د ضروري شرعي احکامو له اجراء کولو څخه را ګرځوي او یا د ګناه سبب وګرځي هغه پخپله ګناه ده. بلې هغه لهو چي د کوم واجب امر د قضا کیدلو سبب ونه ګرځي او یا په هغه کي کوم غرض او شرعي مصلحت موجود نه وي هغه مباح دی؛ مګر څرنګه چي چټي او بیهوده دی نو له هغه څخه لیري والی ښه دی» تفسیر کابلي جلد پنجم ص ۴۷

د یوسف علي تفسیر دا موضوع په تقریبا عین شکل خو یو څه مختصره اخیستې ده او د سعودي عربستان تفسیر ټکي په ټکي د تفسیر کابلي متن را اخیستی دی.

که څه هم چي په ذکر سوي آیت مبارک کي د موسیقی ذکر نسته او په عمومي صورت لهولعب ته اشاره سوې ده، او هغه هم هغه لهولعب ته چي څوک په قصدي توګه خپل د خدای له لاري اړوي او هغه لهولعب هم، لکه څرنګه چي د تفسیر کابلي د تنبیه په برخه کي یې وینو، مطلق حرام نه دی بلل سوی او بې غرضه لهو مباح بلل سوې ده. دا آیت مبارک، چي د هجرت څخه مخکي، یعني په مکه معظمه کي نازل سوی دی، په مشخصه توګه د نضر بن حارث په حق کي راغلی دی، چي ټوله کیسه یې ذکر سوه.

لومړی خو که موسیقي په مطلقه توګه حرامه وای نو حق تعالی ج هغې ته په قرآن کریم کي، د زنا، شرابو، قمار او نورو نواهیو په څېر اشاره کوله؛ او که موسیقي د لهولعب په کتار کي راولو بیا خو د معتبرو تفاسیرو په حکم، چي پورته مو یادونه وکړه، ټول لهو حرام نه بلکه مباح دي. ځکه چي که ټول لهو حرام وبولو په هغه صورت کي د قنرۍ آواز ته غوږ نیول، د الف لیله و لیله د نکلونو اورېدل، د ملګرو سره مېلې ته تلل او لامبو کول او دغه راز ټول سپورټونه او کارونه ناروا او حرام دي.

او چي تر ټولو خبرو را تېر سو نو په اسلام کي هیڅ عالم او مجتهد د قرآن شریف د اوامرو او نواهیو په خلاف د حکم کولو صلاحیت نه لري. اسماعیل بن عمر کثیر، خپل تفسیرالقرآن العظیم په نهو جلدو کي په اتمه هجري پېړۍ کي ترتیب کړی دی. لومړی خو هغه موسیقي حرامه نه ده بللې او که یې حرامه بللې وي نو له هغه سره، د بل هیڅ عالم، مجتهد او فقیه په څېر دا صلاحیت نسته چي هغه څه ته حرام ووايي چي حق تعالی ج په خپل کتاب کي اشاره هم ورته کړې نه وي.

ابن جوزي، چي حنبلي مذهبه شیخ تېر سوی دی، له موسیقی سره، د خپلو اسلافو او معاصرو دیني علماوو په څېر، ډېر سخت مخالف دی او وايي چي موسیقي په قرآن کریم کي ناروا بلله سوې ده. په دې کي شک نسته چي ابن جوزي ډېر ستر عالم وو مګر د هغه په شمول له هیچا سره داصلاحیت نسته چي، په خپل حکم، د روا او ناروا فتوی ورکړي. ابن جوزي د موسیقي د تحریم په برخه کي په دریو آیتونو استناد کوي خو له بده مرغه چي دی هم د آیتونو د ترجمه کولو پر ځای د هغوی د مفسرینو په تفسیرونو او استدلال استناد کوي. لومړی آیة( و من الناس من یشتری لهو الحدیث) چي معنی یې ځیني هغه کسان چي چټي خبري را نیسی. یا چټي خبرو ته غوږ نیسي. خو این جوزي وايي « ابن مسعود ویلي دي چي په خدای مي دي قسم وي چي له لهو څخه مطلب موسیقي ده. دغه راز ابن عباس، مجاهد، عکرمه، حسن بصري، سعید جبیر او ابراهیم نخعي هم په دغه عقیده دی» د ابن جوزي په څېر یوه لوی عالم باید، د حکم د صادرولو لپاره صریح آیة راوړی او یا یې خپل استدلال وړاندي کړی وای؛ خو دی په عوض کي د ابن مسعود په سوګند استناد او اکتفاء کوي. آیا دا د منلو وړ ده؟

دو هم آیة: و انتم سامدون. یعني تاسي تل په غفلت کي ژوند کوی. ابن جوزي وايي «له ابن عباس څخه نقل سوی دی چي په حُمیري ژبه کي سمدلنا یعني غِنا لنا یا موږ ته موسیقي. او مجاهد وايي چي یقول اهل یمن سمد فلا یعني کله چي سندره یې وویله.»

اوس به نو د دې لویانو په ترجمه او تفسیر کي سړی څه وايي؟ قرآن شریف په عربي ژبه نازل سوی دی او په هغه کي د حُمیري او یمني ژبي په اساس تعبیر ته څه ضرورت دی؟ په قرآن شریف کي په دې اړه درې څلور ځایه صراحت سوی دی چي قرآن په عربي ژبه نازل سوی دی: انّا انزلنا قرآن عربیاً لعلکم تعقلون. یعني موږ قرآن په عربي ژبه نازل کړی دی څو تاسي له هغه څخه عقل زده کړی. په دې صورت کي به سړی د یوه آیة د ترجمه کولو او ځان پوهولو لپاره، چي په عربي ژبه نازل سوی وي، څرنګه او ولي بلي ژبي ته مراجعه کوي؟

دریم آیة: واستفرز من استطعت بصوتک. چي مجاهد په دغه آیة مبارک کي د شیطان ږغ په ساز او آواز تعبیر کړی دی. ابن جوزي تلبیس ابلیس ص ص ۲۴۶-۴۷

بشپړ آیة: و استفرز من استطعت منهم بصوتک و اجلب علیهم بخیلک و رجِلِک و شارکهم فی الاموال والاولاد و عِدهُم و ما یعدُهُم الشیطن الّا غروراً . سورة ۱۷ آیة ۶۴

ترجمه: او هغه کسان چي ته یې کولای سې یا ستا په وس پوره وي په خپل آواز سره را پورته کړه او پر هغوی باندي په خپلو سپرو او پیاده لښکرو حمله وکړه. له هغوی سره په اولاد او مال شریک سه او هغوی ته وعدې ورکړه مګر شیطان هغوی ته پرته له تېر ایستلو د هیڅ شي وعده نه سي ورکولای. ترجمه د یوسف علي له انګلیسي څخه.

که په دې آیة او نورو ذکر سویو آیتونو کي د حق متعال ج مطلب موسیقي او یا د موسیقي آلات وای نو ولي یې موسیقي په نوم نه یادوله. څرګنده خبره ده چي د حق متعال مطلب موسیقي نه وه او وروستی آیة بالکل د شیطان لپاره نازل سوی دی او حق متعال ج هغه ته اختیار ورکوي چي د ده د بنده ګانو د تېر ایستلو لپاره چي یې هر څه په وس پوره وي هغه دي وکړي. ځکه چي حق متعال ج د قرآن شریف په ډېرو زیاتو آیتونو کي ویلي دي چي چاته سمه لاره وښيي هغوی څوک نه سي ګمراه کولای او چي څوک ګمراه کړي نو هغوی بیا هیڅوک لاري ته نه سي راوستلای.

Leave A Reply

Your email address will not be published.