The news is by your side.

موږ امريکا څو ځله مات کړو؟

عبدالله خيبر

0

امريکا د روس د ماتولو لپاره له جهادي مشرانو سره مرسته او همکاري وکړه، د ډاکټرنجيب جوړ حکومت يې رانسکور کړ، نظام او د نظام بنسټونه ونړيدل، بله خطرناکه لوبه دا چې د هر افغان په مغز کې يې د جهاد او قتال زړی وکره. مجاهدينو اخېر خپلو منځونو کې يو او بل تکفيرول او د يو بل پر ضد يې جهاد روا باله. امريکا په ځای د دې چې مجاهدين جوړجاړي ته سره ورسوي، د دوی منځ ته يې هډوکی وروغورځاوه او دوی پر يو او بل داړې خښې کړې. د دوی د جګړو په منځ کې بې شمېره افغانان ووژل شول او هم له لویو ستونزو سره مخ شول. امريکا چې له دوی سره يې د جګړو لپاره مرسته کوله د حکومت په جوړيدو کې يې هيڅ ډول مرسته ورسره ونکړه. کله چې د دوی ظلمونه او تيري له حد نه واوښتل، پنجاب له خپلو مدرسو نه سربداله چڼي راخوشې کړل، افغانان چې مجاهدينو پوزې ته راوستي وو، د طالبانو هرکلی يې په ورين تندي وکړ، خو طالب سره هماغه د پاکستانۍ مدرسې فکر و، دوی له سياست او نوې نړې سره هيڅ بلد نه ول، لوی افغانستان ته يې د يوې مدرسې او جومات فکرکاوه، د باندينۍ نړۍ په اړه يې هيڅ علم نه درلود او نه يې دومره علمي ديد درلود چې د باندينۍ نړۍ پرمختګونه وويني،… خو افغانانو ته هماغه سربداله نظام هم ښه و، دومره مرګ ژوبله خو به نه کيده او دومره نفرت خو به په اولس کې نه خورېدو…ممکن د وخت په تېرېدو هر څه سم شوي وای، لکه اوس چې د دوی شعار دی: (انشأالله هر څه به سم شي) اخېر امريکا دوی ته هم بهانه جوړه کړه، د عرب اساما لپاره يې ټول امارت ونړاوه او واک يې يو ځل بيا پخوانيو بدنامو مجاهدينو ته ورکړ، هغوی د ډيموکراسۍ او د کرزي د قره قلۍ تر سيورې لاندې له ټول ولس نه څرمنه وويسته. ځانونه يې بادارن کړل، مړي يې اتلان شول او قبرونه يې قصرونه.

امريکا د اشرف غني حکومت هم په کرار پرېنښود، حکومت ته يې دوهم سر هم ورکړ، هماغه سر چې د کرزي په قره قلۍ کې بادارۍ ته رسيدلی و. غني که هرڅومره خوارۍ وکړې، بيا هم بريالی نه شو چې په خپل سر او نيم حکومت پخواني لنډه غران او طالبان مات کړي. امريکا له غني سره هم تړون امضا کړ او په قطر کې يې له ملا برادر سره هم، د دواړو په لاسونو کې يې ټوپک ورکړ. د غني په حکومت کې که څه هم مرګ ژوبله زیاته وه، خو هيلې ژوندۍ وې، د بيا رغاونې کارونه روان وو، ځوانانو په فکري ډول وده وکړه، ښځو ته په لومړي ځل په حکومت کې ښې چوکۍ ورسيدې… مګر امريکا دا حکومت هم پرېنښود او هغه طالب چې د دوی دښمن و، بېرته يې هرڅه هغوی ته پرېښودل، دا د حيرانۍ خبره ده چې امريکا څنګه پر پاکستان اوطالب باور وکړ؟ دا خو د دوی په دښمنانو کې راتلل، هغه اساما چې دوی د خپلو خلکو لوی دښمن باله، طالب پنا ورکړې وه، طالب پاکستان حمايه کاوه او اخېر يې اساما په پاکستان کې پيدا هم کړ. که د دښمنۍ خبره وای، دوی ته خو بايد القاعده، طالب او پاکستان درې واړه دښمنان وای، د درې واړو پر ضد يې بايد اقدام کړی وای، خو ښکاري داسې چې اصلي خبرې نورې دي، ترهګران د دوی دښنان نه دي، بلکې د دوی د نيابتي جګړو پر مخ بيونکې دي.

امريکا طالبان لکه سرې او بڼيدلې مچۍ پر ښارونو راوخوشې کړې، يو داسې نظام چې د ميليونونو کسانو هيلې ورسره تړلې وې او يوه منظمه اردو يې درلوده، هر څه يې په يوولسو ورځو کې طالب ته ورکړل. غني توره وکړه چې نظام او جوړ حکومتي سيسټم يې وژغوره او رک روغ يې طالب ته وروسپاره، افغانان چې دا څو کاله مبارزه کړې وه او د پنجاب له تور خورړي سپي يې ځان راټول کړی و، امريکا بيرته لاستړلي همغه تور سپي ته ورپرېښودل. ځينې وايي چې طالب بدل شوی دی، خو طالب هيڅ بدلون نه دی کړی، هماغه پخوانی زوړ ملا دی او تراويح يې هم همغه پخوانۍ دي، بدلون خلکو کړی دی، طالب چې د افغانانو بدلون او فکري لوړتيا ګوري، مجبور دی چې په ځان کې بدلون راولي.

په اخېره کې دا ويل غواړم چې نور بايد طالب هم پوه شي، ولس بايد پر ځان راټول کړي، د دې پر ځای چې فاتحانه غرور وکړي، بايد د زړونو فتحه کولو ته ملا وتړي، ړنګه اردو دې بيا په پښو ودروي، ملي ارزښتونو ته دې درناوی وکړي، د پرديو لاسونه دې له خاورې لنډ کړي، ځان دې د پنجاب له غلامۍ نه هم ازاد کړي. نور بايد د افغانانو حکومتونه پردي بدل نه کړي، افغان واکمنان بايد ولس پر ځان راټول کړي او د ولس رايو او مشورو ته دې پوره احترام وشي او طالبان دې دې ته نه خوشالېږي چې موږ امريکا ماته کړې ده، بلکې په دې سوچ وکړي چې موږ څو ځله امريکايانو مات کړي يو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.