The news is by your side.

موږ به تر کله ملي ګټې نه پېژنو؟

0

د نورې نړۍ خلاف په افغانستان کې د سختو حالاتو پر مهال سیاستوال د یوه او بل لاسونه خوشې کوي او د هغه او دغه د پښو وهلو ته یې تبر نیولی وي. د وروستیو څلورلسیزو سړو او تودو کې ډېرو د خپلو او پردیو د دېرو لارې بدلې او د خپل جېب خواته یې سترګې ور ټیټې کړې. وايي چې د بدې ورځې یاران کم وي، همدغه خبره د افغانستان د سیاست د ډګر خوږو او ترخو ورځو کې له ورایه ښکاري. دا به سمه وي چې په سیاست کې دایمي دوستي او دایمي دوښمني نه‌شته، بلکې دایمي ګټې مطرح دي، خو چې د ملي ګټو خبره راشي سیاستوال څه چې ملتونه ورته له خپلو سرونو تېرېږي. په دې مانا چې په سیاست کې مور او پلار ملي ګټې دي چې ټول ورته لاس په نامه درېږي.
یوه تر ټولو تازه بېلګه یې د پاکستان او هندوستان تر منځ د وروستۍ جګړې پر مهال د هندي جنګي اسیر پیلوټ د خوشې کولو له حکومتي پرېکړې د ټولو پاکستاني سیاستوالو، ډلو او ولسونو کلک ملاتړ او د هندوستان پر وړاندې د عمران خان د تضرع او زاریو له سیاسته د دفاع په سنګر کې پرېوتل دي. پاکستان کې۲۲۰ میلیونه انسانانو د هند له کلکې دوښمنۍ سره سره وپتېيله چې د خپل هېواد خیر یې هند ته د عمران خان د سلام په اچولو او د دوستۍ د لاس په ور اوږدولو کې ده. په پاکستان کې ولسونو خپلو همدغو ملي ګټو ته په پام سره په نړیوال ډګر کې د عمران خان له وروستیو تګلارو سره موافقت وښود او د هرې خبرې ملاتړ يې کېږي ان له امریکا سره د پاکستان د خړو پړو اړیکو په منځ کې د پاکستاني مشرانو ناره د خپل تازه دمي حکومت په ملاتړ ورسره غبرګه کړه.
دغه ناره د پاکستان په اصطلاح قربانیو ته له امریکایانو د درناوي غوښتنه او د پاکستان د مزدوري د حق ادا کول و. د افغانستان پر وړاندې هسې هم پاکستانیانو د خپل حکومت په کړو وړو سترګې پټې کړې او هغه څه مني چې د باجوا له دفتره پاکستان ته مخابره کېږي.
خو پر داوودخان له کودتا سره سم پر افغانستان له هرې طوفاني څپې وروسته یې مشرانو د ملي ګټو او اتحاد پر ځای خپله لار نیولې او د بل ورور په را پرځولو کې یې د خپل عزت د موندلو هڅه کړې. کمونسټانو نه یوازې په افغانستان کې د یوه لوی ناورین بنسټ کېښود، بلکې ملي ګټې او افغانستان یې د شوروي له دوستي قربان کړ او په لومړي ځل یې په لویه کچه یو دوښمن خپلې خاورې ته را دننه او افغانان یې د بل د وښمن کور ته مجبور کړل.
په کابل د دوی واکمنو مشرانو د خپلو څوکیو لپاره پر خپل هېواد د څو هېوادونو خپل منځي دوښمني او جګړه واکمنه کړه او د ملت د ریښو د ایستلو لپاره یې پر هیچا رحم و نه کړ. ها خوا مجاهدینو د داسې هېواد له غېږې د افغانستان د ازادۍ ټوپک ته اوږه ورکړه چې تر شوروي یې افغانستان ته ډېر غاښونه تېز کړي و. همدلته د تنظیمونو په چوکاټ کې د افغاني ټولنې داسې تخم خپور شو چې څلوېښت کاله وروسته یې هم بوی اسمان ته پورته کېږي.
په لومړي ځل د مجاهد په مټ د افغانستان د بنسټونو د ورانولو لپاره پلانونه وکښل شول او پاکستان ته په افغانستان کې د پراخې لاسوهنې او ورانونې چانس په لاس ورغی. د تنظیمونو چارواکيو د افغانستان د ګټو پر ځای د پاکستان د ګټو خوندي کولو ته ملا وتړله او د افغان پر ځای به یې پنجابي سکنی او پاکستان دویم کور باله، خو پنجابی دوښمن او پاکستان پردی و او شو.
کابل ته د مجاهدینو په راتلو سره بیا ملي ګټې د شخصي ګټو ښکار شوې او چې پر هېواد حالات سخت شول؛ نو بیا هر یو قومي او تنظیمي ټوپک را پورته او افغانستان یې لوټه لوټه کړ. مجاهدینو هیڅکله د افغانستان لپاره له خپلو جېبو لاسونه لیرې نه کړل. وروسته چې طالبان راغلل هغوی هم پر افغانستان سترګې پټې کړې او د خپل فکر لپاره یې پر هر مخالف افغان د ټوپک شپېلۍ او کونداغ ور پورته کړ. پوره۶ کاله له خپلو افغانانو سره د خپلو ګټو لپاره وجنګېدل. تر هغه وروسته چې د امریکا له برکته نوی نظام را منځ ته شو کیسه نوره هم ګلمرجانۍ شوه. پر پرونیو جنګي ډلو سربېره ان له لوېدیځه راغليو ډېرو څېرو هم د خپل ځان، خپلو بچو او خپل ګوند لپاره د افغانستان د سولې، پرمختګ، ابادي او ځلېدو هره لاره وننګوله او لا هم ډېر قومي او سیاسي ټېکداران د هېواد او نظام عزت نه پېژني او د خپل سیال د راڅملولو او شړلو لپاره د هر خپل او پردي پېغور او ناوړه ژبه ستايي.
تر ټولو تازه بېلګه یې د افغانستان د ملي امنیت د مشر او امریکایانو تر منځ د را منځ ته شویو ناندریو په خړه پړه فضا کې د ځینو په نوم سیاستوالو له خوا د خپلو اسونو نال کول دي. دوی د امریکا د خوشالو لپاره پر حمدالله محب او ښاغلي غني نیوکې پیل کړې دي. دوی ته خو هسې هم د افغانستان ګټې اهمیت نه لري، خو په دې هم نه پوهېږي چې خپل هېواد ته یې خیر و نه رسېږي امریکا ته هم ګټه نه‌شې رسولای.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 59 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.