The news is by your side.

موږ مسلمانان یو؟ / عبدالباري جهاني

0

د ۱۹۸۱ کال د آکسټ میاشت به وه چي له افغانستان څخه، د کندهار پر لار، پاکستان ته مهاجر سوم. په لومړیو دوو میاشتو کي، په چمن، کوټه او پېښور کي د مجاهدینو دفترونو ته ولاړم؛ ما ویل ګوندي په دفترونو کي د ځان لپاره کار روز ګار پیدا کړم. خدای شاهد دی چي په هیڅ توګه مي غرب ته د تېښتي نیت نه درلود او غوښتل مي چي، په جهاد کي، چي د همدغه مطلب لپاره مي وطن پرې ایښی وو، برخه واخلم. له چمن څخه تر پېښور پوري، د مجاهدینو په اکثرو دفترونو کۍ دا مبارک آیه په جلي قلمونو لیکلی وو: واعتصموابحبل الله جمیعاً و لا تفرقوا. د حق تعالی په رسۍ پوري لاسونه ټینګ کړی او مه سره بېلېږی. که همدغه ایه مبارک په صداقت عملي سوی وای د جهاد په باب تر زرګونو اخبارونو، مجلو، مضامینو او کتابونو یې ډېر کار ورکاوه.

د پاکستان جمهورریس جنرال ضیاءالحق، چي د افغانستان د هیواد او اولسونو د یوه ستر دښمن حیثیت لري، بله نقشه درلوده؛ او د هغه هیواد د پوځي استخباراتو د ادارې آی ایس آی په مرسته یې مجاهدین پر اوو لویو او زیات شمېر وړو او نیم مستقلو ډلو ووېشل. د مجاهدینو مشرانو ته یې د پیسو او وسلو بېل بېل استحقاقونه حواله کړل او یو د بل پر ضد یې ولمسول. د مجاهدینو مشران د شیطان په لمسه او مکر وغولېدل. د ضیاءالحق وېري ته یې د حق تعالی پر اوامرو باندي ترجېح ورکړه او په زړونو کي یې د ایمان پر ځای د ډالر او ریال د ټولولو میني ته لار ورکړه.

یو ځل خو  اووه واړه رهبران د سعودي عربستان د پاچا په بلنه مکې شریفي ته ولاړل او هلته یې د خدای په کور کي دننه پر قرآن عظیم الشان باندي سوګند یاد کړ چي نور به بې اتفاقي نه کوي او یوه لاره به اخلي. ویل کېږي چي رهبرانو په هغه شپه په هوټل کي جنګونه وکړل او چي کله پېښور ته ستنېدل نو ځینو یې، د ماشومانو په څېر، له یوه بل څخه مخونه اړول او خبري یې نه سره کولې.

حرص او پستي یې دې اندازې ته ورسېده چي یو وخت د سعودي عربستان پاچا صبغت الله مجددی، پیر سیداحمد ګیلاني او مولوي محمدنبي محمدي ته بلنه ورکړې وه. د خبرو په پای کي، د سعودي پاچا، مجددي ته یوه جوړه تسپې ورکړې. ګیلاني په ډېره بې شرمي ږغ کړي وه چي موږ درې تنه یو. د سعودي پاچا سمدستي له خپلي خزانې څخه دوي نوري جوړې تسپې را وغوښتلې او مېلمنو ته یې ورکړې. ګیلاني دا سپین سترګي له داسي کوربه سره کړې وه چي د هغه له جیب او خیرات څخه د سل هاوو میلیونو ډالرو څښتن سوی وو. د یوې جوړې تسپو به څه ارزښت وو؟

دا خبري ښايي د مسلمانۍ او نه مسلمانۍ سره ډېره اړه ونه لري او سړی کولای سي ځیني خلک په ګناهکارانو کي وشمېري. مګر کله چي د سوره النساء دري نیویم آیه ته ځير سو او په هغه کي د یوه مسلمان ورور د قصداً قتلولو سزا او د حق متعال غضب ته وګورو او بیا وینو چي زموږ جهادي مشرانو دې مبارک آیه ته څومره لږه توجه کړې ده  نو د هغه چا د مسلمانۍ په باب ضرور شک پیدا کیږي چي په روڼو سترګو د خدای له امر څخه سرغړونه کوي او په نهی کي یې ری نه وهي.

ومن یقتُل مومناً متعمداً فجزاوُهُ جهنم خالداً فیها و غضِب اللهُ علیه و لعنهُ و اعدَّ لهُ عذاباً عظیما. څوک چي یو مومن په لوی لاس قتل کړي؛ د هغه سزا په جهنم کي دایمي پاته کېدل دي. د خدای غضب او لعنت ورباندي اوري او سخت عذاب ورته ګوري.

د دې ایه له راوړلو څخه مي مطلب دا دی چي د کفر او شرک مرتکب کېدل  او د مسلمان د قتلولو سزا معادله ده. په دې حقیقت ټول پوهېږو چي مسلمان ته دایمي دوږخ نسته؛ مګر دا ایه په صراحت سره وايي چي د مسلمان قاتل ته دایمي دوږخ ګوري. که موږ خپلو مجاهدو رهبرانو ته د هغو منورینو قتلونه ورمعاف کړو چي د آی ایس آی په اشاره او امر یې د پاکستان په مختلفو ښارونو او ځایونو کي له منځه وړي او تري تم کړي دي. او د خپلو او رقیبو تنظیمونو د قوماندانانو تر خون ور تېر سو؛ یوازي د کابل له قتل عام څخه هر رهبر او د محقق په څېر مشر ته څه باندي لس زره قتلونه وررسېږي. زموږ جهادي مشران، د پردیو په اشاره، زموږ د زلمیو او بېګناه انسانانو ویني څومره وړیا تویوي. د دوشنبې په ورځ، په میدان وردګ کي د طالبانو په یوه حمله کي څه باندي سل تنه زلمیان قتل سول او طالبانو په خپل سایټ الاماره کي په افتخار ادعا کړې وه چي د وژل سویو کسانو شمېر یو سل نیوي ۱۹۰ تنه وو. د افغانیت په اساس، موږ ته ځکه افغانان نه سي ویل کېدلای چي دا ټول جنګونه او قتلونه د پردیو په لمسه کوو؛ او د اسلام په اساس ځکه له خپل خدای څخه لیري یو چي هره ورځ، په لوی لاس، د کفر معادل ګناهونو مرتکب کیږو. ځکه نو سړی حکم کولای سي چي زموږ د مشرانو نه یوازي افغانیت مشکوک دی بلکه د اسلام یې هم چنداني مزه نسته.

(Visited 54 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.