The news is by your side.

موږ نه پوهیدو

صبغت الله عارفي

0 173

سور اوړی و، لکه د تل په څیر، پیښور د شپې تپې تیاري کې پټ و؛ عامو خلکو به ورته لوډ شیډینګ (د برېښنا پرچاوي) ویل.

لکه څنګه چې به په پیښور کې لاټین له خلکو سره په دې حالاتو کې مرسته کوله، د کوزې پښتونخوا ډیری شاعرانو به لاټین د علم، ترقۍ، روښنایي، او رفاه سره تشبیح کاوه.

موږ به هم له دې آلې څخه د کور په روښنایي کې ګټه اخیستله او ټوله کورنۍ به ترې را تاو وه.

پلار به مو هر وخت د وطن د ناخوالو په اړه راته ویل او د جهاد، د مجاهیدینو د شهامتونو او زړرورتیا، د شورویانو د ظلمونو او د دوی د ړندو بمباریو کیسې کولي. ډیری وختونه به یې د هجرت د دیار ناخوالې بیانولې او ویل به یې چې عربان ډیر ښه خلک دي ځکه چې له روسانو څخه یې د افغانستان په ازادۍ کې بې دریغه قرباني ورکړې، آن بعضي اوقات به یې ددوی ښځې پاکې يریښتې ګڼلې او د دوی د سخاوت او مهربانۍ مثالونه وړاندی کول.

موږ به هم هر وخت د دوی د رزم او بزم په اړه کتابونه لوستل او د ایډیالوژۍ (مفکوري) څخه یې متاثره شوي وو.

وخت تیریدلو، د هجرت سختې ورځې به مو ګاللې، خدای مهربانه شو او خپل وطن ته بیرته را ستانه شوو.

لږ مو چې عمر زیات شو او په ښه او بد پوه شوو، له مطالعې سره مو مینه او علاقه زیاته شوه. په هیواد کې مو د ۴۰ کلن جنګ او ناورین په اړه ډیری کتابونه مطالعه کړل. له مطالعې سره سم به مو افکار هم بدلیدل؛ ورځ په ورځ به راته د دې جنګ او ناخوالو اصلي عاملان، لکه په رڼو اوبو کې ماهیان داسې مالومیدل.

یوه ورځ مې د مولانا رومي اشعار لوستل چې دې بیت ته یې ځیر شوم:

تاکه برادر به برادر نکند رحم

بیگانه برای تو برادر شدنی نیست

څو ورځې مې په همدې بیت فکر کاوه چې یوه ورځ د رحمان بابا یو بیت د کورنۍ دندۍ په توګه راکړل شو او له موږ یې وغوښتل چې معنا یې کړو، دا بیت:

دا دنیا په احمقانو ده ولاړه

دانا نه کا په دنیا باندې غرض

اوس زه ښه پوهیږم چې هغه ملیتونه او هیوادونه چې په اوسنۍ نړۍ کې غواړي ځان د نورو ملتونو سیال کړي او د ترقۍ، ابادۍ، او پرمختګ قوي هوډ لري، ملي ارزښتونه تر هرڅه مقدم ګڼي او ملي منافعو ته کار کوي.

هغوی چې ځانونه د جهان مالکان ګڼي، هر چیرې جنګونو ته لمن وهي، دوه ورونه پخپلو کې اړوي، او خپلو مقاصدو ته ځان رسوي.

اوس زه ښه پوهیږم چې رحمان بابا په یاد بیت کې څه شي ته اشاره کوي؛ هوښیار خلک په خپله څه نه کوي، بلکې له فکر او تدبیر څخه کار اخلي او نور د خپلو موخو او اهدافو لپاره کاروي.

د انسانانو له بدو او تباه کوونکو عادتونو څخه یو یې حرص دی؛ له همدې امله، قرانکریم یې ظلوم او جهول ګڼي. افلاطون بیا پخپلو اثارو کې انسان له مچ سره تشبیه کوي چې د ژوندي پاتې کیدلو لپاره په چټلیو، خوږو، او ترخو کښیني.

هو! اوس موږ پوهیږو چې څوک مو دوست دی او څوک دښمن. خلک ولې له موږ سره مرستې کوي او څه موخې لري؟ آیا نړۍ له موږ سره صادقه ده؟

په داسې حالاتو کې باید سره یو شو ځکه چې مشهوره خبره ده چې:

یو کیږو، که نه ورکیږو!

Leave A Reply

Your email address will not be published.