The news is by your side.

میړه که خدای

لیکنه: نورالله غازي

0
په ځینو پښتنو کې ميړونه په ښځو سمه خدایي کوي، هغوی یې باید مکمله غلامي وکړي. که ښځې په کور کې څومره ستړې شي، کار یې په کار نه حسابېږي، سړی که بې کاره هم وي باید په راتلو یې ښځه تکیه ورته سمه کړي، ماشومان باید شور ته پرېنږدي او نه خپل غږ لوړ کړي. د ډوډۍ په پخولو، راوړلو، کې باید پوره احتياط وکړي، د میړه خوا ته باید هغه ډوډۍ ورواچوي چې سوې، غټه او یا ډېره نرۍ نه وي.
میړه یې که له کوره وځي، ميرمن یې باید جامه او بوټان تر نظر تېر کړي، که د بوټانو لپاره زر برس په لاس ورنغی، باید په ټیکري یې ورته پاک کړي.
که پلار، مور او ورور یې مري هم تر هغه نشي ورتلی،  تر څو یې چې له میړه اجازه نه وي اخيستې.
 میړه باید د ښځې په لباس، ويښتو، ارایش… کې مداخله وکړي، هر څه یې باید د میړه په خوښه وي. خو ښځه د میړه په هیڅ کار  او ذوق کې کار نشي لرلی.
میړه باید په ورځ کې څو ځله ښځې ته مور پلار وښکنځي، خو که میرمن یې له مور سره یوه عادي خبره هم لاندې باندې کړه، بې دریغه وهل کېږي او سپکېږي.
هره ښځه که مري که رغېږي، بايد زوی وزیږوي، که یې زوی و نه زیږاوه، بن پرې راځي، او تل به خوار و زاره وي.
میړه نه غواړي چې ښځه یې له کوره د باندې ووځي، که چیرې وځي، له میړه سره به په چادرۍ کې نغښتې روانه وي، نه باید پر لاره او موټر کې خبرې وکړي، نه ټوخی وکړي، نه بنګړي وشرګوي او نه یې لاسونه او یا د جامو څنډه وبرېښي. که ښځه په میړه پسې شا ته روانه وي، میړه یې پر پیژندویو او ملګرو نه ورځي، په ښځه شرمېږي.
 په سره ګرمۍ کې چې سړی په یو جوړ جامو کې خولې وي، باید ښځه یې چادري کلکه په سر کړي، ماشوم هم په غېږ کې واخلي او په چادرۍ کې ځان داسې راونغاړي چې د جامو څنډه یې و نه ښکاري. که لږه غلطي ترې وشوه، د میړه له قهر او جبره نشي خلاصيدلی.
که چیرې ښځه میړه سره مرور شي، باید ښځه یې پخلا کړي، که پخلا یې نه کړي، نو ګنهګارېږي. ځکه چې سړي ته خدای عزت ورکړی دی.
تکړه او غیرتي میړه هغه دی چې ښځه ترې ډارېږي. او چې کور ته راشي ټول لکه غلامان باید لاس په نامه ورته ودرېږي.
که کوم میړه له ښځې سره په کارونو لږه مرسته هم وکړه، په دووس، خځنوکي… یادېږي.
خاوند د خدای نوم دی، نو ځکه پښتنې ښځې خپل میړه په خاوند یادوي. څښتن موږ خدای ته هم وایو پښتنې ښځې میړه هم څښتن بولي.
پښتنې ښخې که څه هم په کروندو کې له سړیو ډېر کارونه کوي، خو ميړونه یې بیا ځانونه د دوی روزي رسان بولي.
پښتانه ميړونه باید خپلو میرمنو ته پوره احترام ولري، هیڅ وخت باید ځان ترې لوړ ونه بولي، ښه میړه هغه دی چې د میرمنې سره د یو خواخوږي ملګري غوندې څنګ په څنګ په خوښۍ او مینه د ژوند ستړي سفر ته ادامه ورکړي.
لیکنه د یوې داسې دردیدلې پښتنې په لنډۍ پای ته ورسوم چې خپل میړه پرېښودلې ده:
که خدای مې ته وې رانه لاړې
که خدای مې بل وي تا نه ښه به مې ساتينه.
(Visited 11 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.