The news is by your side.

ناغېړي یې وبولو که څه نوم ورکړو؟

لیکوال:‌ ډاکټر عطاالله زیارمل

0

 

په تورخم کې ولایتي چارواکي د راغلیو افغانانو لپاره د قرنطین چمتووالي باندې لګیا دي او کوښښ کوي چې مشکوک کسان تر قرنطین وروسته خپلو ځایونو ته پرېږدي. دا ټول اقدامات د دې لپاره نیول شوي دي چې د کرونا ناروغي کليو او بانډو ته خپره نه شي.‌ ډېره موده وشوه چې همدا دروازه بیا د پاکستان د حکومت له خوا تړل شوې وه. خو دا چې د قرنطین خېمې سمې لا لکې شوې نه دي، سمدلاسه یې دروازه ورباندې را خلاصه کړه.‌ ته وا زموږ د ولایتي چارواکو د فعالیتونو امتحان اخلي.‌ که دروازه پرانیستل کېږي هم باید د تورخم له چارواکو سره په همغږۍ د ورځې محدود شمېر کسان د پولې دې غاړې ته را پرېږدي ترڅو یې دلته چارواکي د هغوی قرنطین ته ورسېږي.

د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې حکومتونه باید یو بل ته لاس ورکړي او نه چې یو بل له خوږ ګوتې ونیسي. که خدای مکړه دغه وبا سیمه کې خپره شي او د یاغیتوب تر کچې پورې ورسېږي نو بیا به ټولې سیاسي لوبې د سياسيونو له پامه وغورځېږي. د دې پر ځای چې بل ته ستونزې را ولاړې شي باید په ګډه د داسې یو دښمن په مقابل کې اقدامات وشي چې په سترګو نه لیدل کېږي او هم هیڅ سرحد نه پېژني. موږ وینو چې له اروپايي ټولنې څخه د بریټانیا د وتلو خبرې هم د همدې وبا له امله په ټپه ولاړې دي او له هر چا هېرې دي. له دغې وبا سره ماشومانه چلند ډېرې بدې پایلې لري او دا لکه نورې د ترهګرو د ډلو د روزلو او پټنځای ورکولو له لوبو سره بېخي ور ته نه دي. 

ځینې فکر کوي چې پخوا هم داسې ګڼل کېده چې ترهګري د ټولو ګډ دښمن دی او باید د مخنيوي لپاره یې ګډو په اقداماتو او همغږۍ باندې فکر وشي او دې همغږۍ ته ډېره اړتیا لیدل کېږي، خو ځینو بیا له هغو ترینګلو حالاتو څخه هم ګټه پورته کوله او تر ننه یې په اصطلاح د ګډ دښمن چې ترهګري ده د ځان په ګټه په ډېر مهارت لوبه مخته يووړه. خو دا ډول لوبې له کرونا سره پکار نه دي او نه هم کوم چانس لري. مرض که خپور شو نو بیا اېل او یاغي نه پېژني، د پولې دا غاړه او هغه غاړه نه پېژني بلکې ټول به له خپل ستوني تېر کړي. سیمه ایز چارواکي باید په خپل ځان او خلکو باندې رحم وکړي او دغه وبا نورو ته قصداً خپره نه کړي. 

(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.