The news is by your side.

نفاق وطنونه تباه کوي او اتفاق هېوادونه جوړوي

محسن داوړ

0

یوه ولسي کیسه چې د اتفاق د اهمیت په حقله یې اکثر د هر کور مشران خپلو کشرانو ته کوي چې د یو باچا پینځه۵ زامن وو،یوه ورځ باچا پینځه واړه زامن خپله کوټه ته را و غوښتل بیا یې هر یو زوی ته یو وچ کلک لرګی ورکړو چې دغه لرګی مات کړه، زوی به د لږ غوندې زور سره هغه لرګی مات کړو

چې کله هر یو کس یو یو لرګی مات کړو بیا باچا پینځه پینځه لرګي ورکړل چې دغه مات کړئ! د باچا زامنو بشپړ وس پرې و کړ خو لرګي یې مات نه کړل

اخېر کښې باچا زامنو ته و وئیل چې دغه پینځه لرګي ستاسو لپاره دغه سبق دی چې که تاسو د نفاق ښکار یئ! بیا به یو یو داسې مات شئ لکه یو لرګی، خو که تاسو پینځه واړه په اتفاق او اتحاد یئ! بیا څوک هم نه شي کولی چې تاسو مات کړي
د پښتون افغان وطن په تاریخ که مونږ نظر واچوو چې کله هم ولسونو اتفاق او اتحاد کړی دی د نړۍ لویو لویو قوتونو ته یې ماته ورکړې ده

میرویس خان نیکه چې ولسونه راغونډ کړي او د اتفاق په مزي یې تړلي دي بیا یې د وخت لوی قوت ته شکست ورکړو او ګورګینیان یې د خپل وطن نه په زور شړلي دي

د افغانستان بنسټ ګر ستر بابا احمدشاه ابدالي چې کله په ولسي اتفاق بریالی شو بیا یې لوی امبراتور مغل ته نه دا چې ماته ورکړه بلکې تر ډیلي پورې یې خپله افغانۍ امپراتوري قایمه کړه

تر ستر بابا احمدشاه ابدالي نه وړاندې د افغانانو یو ځانګړی هېواد نه وو
دا چې نن د افغانستان په نوم د نړۍ په نقشه کښې یو هېواد شتون لري دا د هغه اتفاق او اتحاد لاسته راوړنه ده چه افغانانو کړی وه او احمدشاه ابدالي بابا یې خپل مشر و ټاکلو

د احمدشاه ابدالي بابا او د هغه د زوی تیمورشاه د مرګ نه پس د افغانانو د بخت ستوری یو ځل بیا د نفاق په وریځو کښې پټ شو

د شاه زمان،شاه محمود، شاه شجاع او داسې په لسګونه د نفاق حوالې شتون لري چې افغانستان یې د بې ساري زوال سره مخ کړو، افغانانو د اتفاق خوږه د نفاق په ترخو بدل کړل

د کندمک او ډېورنډ په څېر منحوس تړونونه او لاسلیکونه هم دغه د نفاق د تورې بلا وجه وه
فرنګي سامراج هغه کانې په پښتون افغان وطن وکړې چې تک تور تاریخ لري

د غازي امان الله خان د واکمنۍ په مهال یو ځل بیا افغانانو ته د اتفاق او اتحاد اړتیا پېښه شوه

ولسونه منظم شول،خپلمنځي اختلافات یوې خوا ته شول افغانانو په یو لاس او یوه خلۀ د خپلواکۍ د بیرته اخستلو ناره پورته کړه

دغه ناره، دغه مزاحمت دومره قوي،دومره څټک وه چې د انګرېز په څېر د نړۍ ستر او لوی قوت یې په دې مجبوره کړو چې بیرته یې خپلواکي واخستله

نن افغانان د یو سل او یو ۱۰۱ د خپلواکۍ ورځ لمانځي
د افغانانو په معلوم تاریخ کښې ډېرې لویې پېښې داسې شتون لري چې کله کله د سړي روح پرې خوشحاله شي او بیا کله کله روح و سېزي او احساس و رېبي

نن هم باید افغانان تاریخي تېروتنې تکرار نه کړي
دا هېواد ،دغه قومونه او دغه ځورېدلي انسانان باید نور د جنګ، نفرت، تشدد،او د نفاق په چړو غوڅ غوڅ نه شي
د دغه هېواد وګړي باید نور د ژوند خوږه و خوري

په دغه غمزپلي،جنګزپلي او سوزېدلي وطن کښې تلپاتې سوله ته اړتیا ده
سوله به دغه هېواد ته ژوند راوړي
سوله به دغه وطن ته د رنګونو پسرلي راولي
دغه وران ویجاړ وطن به په خپل منځي اتفاق او اتحاد سره جوړیږي
باید د دغه هېواد دعوېداران د سولې لپاره شریک کار وکړي

د ملي روغې جوړې لپاره دې هر څوک زړه سپین او نیت صفا کړي
د روانو بین الافغاني مذاکراتو نه زمونږ دا هیله ده،دا تمه ده چې دواړه ډلې به د هر څه له مخه د هېواد د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره کار وکړي

د هېواد د دفاعي،اقتصادي،سیاسي مضبوطیا لپاره به یو او بل و زغمي.
هغه وایي: چې یو جګ نه شي بل ټیټ نه شي بیا وخت نه تېریږي:
په بین الافغاني مذاکراتو کښې باید دواړه ډلې د خپلې خپلې انا قرباني ته ملا و تړي او د افغانستان د روښانه مستقبل سوچ دې وکړي
هغه د یو چا شعر دی

دا د سرو او سپینو ډک وطن ابادول غواړي”
دا سمسور وطن دې به اسرا د اغیار مه پرېږده!”

درنو افغانانو! که غواړئ! چې په وطن کښې سوله وي
که غواړئ! چې افغانستان د نړۍ سیال وي
که غواړئ! چې مونږ هم د نورو انسانانو په څېر ارام ژوند وکړو
بیا د خدای خاطر وکړئ! یو لاس، یو موټی،یو قدم او یو اواز شئ!
د نفاق،جنګ،ذهني او جسماني تشدد و توره بلا ته په ورورولۍ او اتفاق سره ماته(شکست) ورکړئ! او د ستر خوشحال خټک دغه ارمان سوونه کاله پس پوره کړئ! چې.

اتفاق په پښتنو کښې پیدا نه شو’
ګني ما به د مغل کرېوان پاره کۀ”

(Visited 53 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.