The news is by your side.

نواب نجيب الدوله د پښتون بزګر زوی د هندوستان لومړی وزير شو

0

ژباړن: د سرمولف مرستيال محمد يعقوب مومند

ليکوال: علي محمد خاور

مشرق مجله.

نجيب خان د سوابۍ په يوه وړوکي کلي کې نړۍ ته سترکې پرانيستې  چې مور بي بي يې ورباندې نوم نجيب خان کېښود. د پلار نوم يې اصالت خان و چې بزګري به يې کوله، نوموړی په قوم مندړ عمرخېل يوسفزی و. د نجيب خان په پيدايښت سره به هيچا دا فکر نه کاوه چې د يوه پښتون بزګر زوی به يوه ورځ د هندوستان لومړی وزير کيږي، دا هم چا نه منله چې دغه ماشوم دې د پاني پت په غزا کې يو ځلانده او رښتينی اتل راووځي او دا هم  د چا په فکر کې نه ګرځېده چې د يوه بزګر زوی دې د يوه ولايت چارې په غاړه واخلي او له نجيب څخه دې نواب نجيب الدوله جوړ شي او په مردان کې

دې د ټولو افغانانو او مسلمانانو نوم او نښان پورته کړي. جاټ او مرهټيانو ته يې داسې تاريخي او نه هېرېدونکې ماتې ورکړه چې په عمر کې به بيا سر راپورته نه کړي او پر هندوستان يې داسې اغېزې پرېښودې چې د ياد هېواد تاريخ به له نجيب خان څخه پرته نيمکړی وي. کله چې نوموړی ځوان شو، نو پلار سره يې بزګري کوله هغه ددې لپاره چې کومې رسمي او خصوصي زده کړې ېې نه وې کړې او نه يې ورته وخت درلوده، دده يو تره چې بشارت خان نومېده ب د اسونو سودا ګري به يې کوله او دوی هم د سوداګرۍ لپاره هندوستان ته لاړل په دې وخت کې د هندوستان د روهي الکنډ پر ځمکه د مردان يوسفزيو خېټه اچولې وه د مردان او سوابۍ يوسفزيو ډله ډله خلک د يوسفزيو ولايت ته چې وروسته د روهي الکنډ په نامه يې شهرت پيدا کړ تګ راتګ کاوه. د مردان د تورو سيمې دوندي خان او داود خان به دې خلکو ته ځمکې او منصبونه ورکول، بشارت خان چې د نجيب خان تره(کاکا) کېده هم ورسره هلته ولاړ او په بلارنسپور سيمه کې مېشت شول. ډېر وخت وروسته کله چې  بشارت خان بېرته خپل پخواني کلي ته راغی، نو نجيب خان د دېرشو(۳۰) کلونو شوی و، کله چې بشارت خان بېرته هندوستان ته په تګ و، نو خپل وراره نجيب خان يې هم له ځان سره بوته او هلته يې خپله لور نجيب خان ته واده کړه.

بشارت خان خپل وراره نجيب خان د رامپور يو خان چې علي محمد خان نومېده ولېږه، هغوی هم نجيب خان د  څو سپرو مشر وټاکه يعنې په اړوند ولايت کې يې د پوځ قومندان مقرر کړ، مګر د هغه وړتيا او استعداد له مخې چې الله ج ده ته ورکړی و نواب ته نږدې شو. نجيب خان به د نواب لپاره د مالېې راټولولو دنده هم پر غاړه درلوده، خو په دې وخت کې د سرهند ځمکوالو بغاوت وکړ او د هند پاچا د سرهند واکې نواب علي محمد خان ته وسپارلې او نواب علي محمد خان په سرهند باندې بريد وکړ. نجيب خان چې د شلو(۲۰) سپرو مسوول و په دې جګړو کې يې داسې زړورتيا او ځواک وښوده چې سرهند د نجيب خان د برياليتوب پر بنسټ علي محمد خان قبضه کړ. علي محمد خان دده د دغې سرښندنې او زړورتيا له امله د نجيب خان د لا نازولو او هڅولو  په موخه د پنځه سوو(۵۰۰) سپرو قومندان وټاکه. څه وخت وروسته د نجيب خان ښځه چې دده د تره لور هم کېده د ضابت خان په نامه يې زوی پيدا شو، خو ښځه يې مړه شوه او په دې کار سره نجيب خان ډېر غمجن شو، خو لږ وخت وروسته د مردان يوه اوسېدونکي دوندي خان چې د هغه ځای خان و خپله خور يې نجيب خان ته په نکاح ورکړه او دوندي خان د هغه زمانې د روهيلو يو لوړ پوړی چارواکی او ډېر شتمن هم و نجيب خان يې د خپل پوځ د قومندان په توګه وګماره او ده ته يې د يوې ولسوالۍ چې دارانګر نومېده مسووليت ورپه غاړه کړ.

نجيب خان ډېر زيار اېستونکی شخص و. هماغه و چې ياده ولسوالۍ يې ډېره اباده کړه کله چې يې ورته د دارانګر ولسوالۍ چارې وسپارلې، نو ده د دغه سيمې ټول ځمکوال او بزګران راټول کړل او دوی ته يې دوې مسلې جوتې کړې.

لومړی دا چې ماليه يې ورباندې نيمه کړه په دې سربېره ټولو بزګرانو ته يې د ودانولو لپاره پرته له کوم بديل او ګټې څخه د پور په شکل شاړې ځمکې ورکړې او بل دا چې د ښار په ټولو سوداګرو او هټيوالو باندې يې ماليه نيمايي کړه، څه وخت وروسته د دارانګر ولسوالۍ د يوه ښکلي ښار په توګه شهرت پيدا کړ.

کله چې خلکو ددې ښار امن او سمسورتيا وليدله، نو د نورو ښارونو کډوالو هم دې خواته مخه وکړه. څرنګه چې نجيب خان هم خپله يو بزګر و، نو په همدې بنسټ يې د دارانګر په سيمه کې د کر او کروندې انقلاب راوست. بل مهم او بنسټيز کار يې چې وکړ هغه په دې سيمه کې د يوې لويې مدرسې جوړول و. چېرته چې په دې مدرسه کې غوره علماوو تدريس کاوه او ټولو زده کوونکو ته يې وړيا زده کړې او کتابونه ورکول.

 سربېره پردې بې وزلو زده کوونکو سره به يې مالي مرسته هم کوله، که څه هم دی خپله نالوستی و، خو د علم او پوهې په ارزښت ډېر ښه پوهېده. ده د خپل پلرني ټاټوبي(مردان او صوابۍ) څخه په سلګونو خلک راوغوښتل او دوی ته يې ځمکې او په پوځ کې ښې ښې دندې ورکړې او د دارانګر ولسوالۍ يې په يوه سمسوره او ښکلي ښار بدل کړ.

کله چې دوندي خان دا ښار وليده، نو د نواب علي محمد خان څخه يې څو نور کلي هم په بيه واخيستل او نجيب خان ته يې وسپارل، په دغه وخت کې د ډهلي د پاچا او دده د وزير صفدر جنګ په منځ  کې اختلافات پيدا شول، صفدر جنګ يو ډېر پياوړی او زورور نواب و او دی له هندوانو سره يو ځای شو او د ډهلي او د پاچا په کلابندۍ يې پرېکړه وکړه او بيا يې ورباندې بريد وکړ، مغل پاچا ډېر کمزوری او تش په نامه پاچا و ځان يې په کلا کې پټ کړ، افغان روهيلو او خپلو نورو ريا ستونو ته يې د ځان د مرستې په موخه ليکونه ولېږل او له بلې خوا صفدر خان هم افغان مشرانو ته د مرستې په موخه ليکونه واستول او دا يې ورسره وعده وکړه، که چېرته زه پاچا شوم نو تاسو ته به ډېر منصبونه او ځمکې درکړم، کله چې دواړه لورو څخه روهيل کنډ ته ليکونه ورسېدل، نو په دې وخت کې د روهيل کنډ خلکو جرګه وکړه په دې جرګه کې نواب حافظ رحمت خان او دوندي خان د صفدرجنګ د ملګرتيا کولو مشوره او پرېکړه وکړه، خو نجيب خان چې د دوندي خان زوم هم و د ډهلي د پاچا په حق کې يې داسې دليل او خبره وکړه چې که چېرته مغل پاچا په کلابندۍ سره صفدرجنګ او دده لارويان د هندوستان مالکان شول، نو په هندوستان کې به د هندوانو واک ټينګ شي او مسلمانانو ته به ډېرې زياتې ستونزې راپيدا کړي، د نجيب الدوله د دغه دريځ ټولې جرګې ملاتړ وکړ او پرېکړه يې وکړه چې نجيب خان له زرو(۱۰۰۰) سپرو او ۲۰۰۰ زره پيا ده پوځ  سره مل چې د پښتنو او نورو شته قومونو ځوانانو څخه جوړ شوی و د پاچا د مرستې لپاره د ډهلي په لوري روان شول چې ورو ورو په مخ کې پرتو ښارونو او کليو څخه نور پښتانه هم ورسره يوځای شول، کله چې ډهلي ته ورسېدل نو د نجيب خان په مشرۍ د پښتنو ۲۰۰۰۰ زره لښکرو او د صفدرجنګ ترمنځ سخته جګړه ونښته هماغه و چې سوبه د نجيب خان په برخه شوه.

سورج مل  جاټ وتښتېده کيسای چې د صفدرجنګ له جنګياليو څخه و، ووژل شو او صفدرجنګ هم له ميدان څخه په تېښته بريالی شو د ګنګاه له سيند څخه پورې وت او بښنه يې وغوښتله پاچا، صفدرجنګ ته بښنه وکړه او د نجيب خان د هرکلي لپاره پاچا خپله له کلا څخه بهر راووت په همدغه وخت کې نجيب خان ته يې د نجيب ا لدوله لقب او د نوابۍ بيرغ ملي وياړ يې ورته ورکړ. او ترڅنګ يې د سهارنپور ټوله سيمه هم ورته ډالۍ کړه کله چې نجيب الدوله خپلې سيمې ته ورسېده، پښتانه قبايل دده په بريا او نوابۍ ډېر خوشحاله شول او له ډېرې خوشحالۍ څخه يې لوی لوی جشنونه جوړ ونيول چې دغه افغاني جشنونه نږدې يوه مياشت وغځېدل د مردان له بېلابېلو سيمو څخه خلکو د نجيب الدوله په ملاتړ ځانونه ورورسول او خپل ملاتړ يې ورڅخه اعلان کړ او په دې وخت کې د مظفرنګر يو ځمکوال جيټ سنګ سرکشي وکړه دوی د افغانانو له لښکرو سره په جيټ سنګ باندې بريد وکړ او هغه ته يې ماتې ورکړه او مظفرنګر يې تر خپل واک لاندې راوسته نجيب الدوله په ۱۷۵۲ زيږيز کال کې د تانس ندي(تانس سيند) پر غاړه يو نوی ښار په خپل نامه ودان کړ او د هغه وخت يو د عصري او پرمختللو ښارونو څخه شمېرل کېده او نجيب الدوله خپل ځان لپاره ښايسته ودانۍ جوړه کړه او په دې ښار کې يې ښوونځي، ښارګوټي او سوداګريزې منډيانې هم جوړې کړې.

انګرېز تاريخ ليکونکو په يوه خوله دغه ښار او د نجيب الدوله انتظامي صلاحيتونو ته سلامي ووهله، ورځ تر بلې د مغلو واکې مخ په زوړې وې او د هندوانو واک او ځواک ورځ له بلې پراخېده په ځانګړي ډول د مرهټيانو زور او دبدبه بيخي ډېره شوه د لکونو لښکرو او غټو غټو ودانيو څښنتان شول. په دې وخت کې د هندې قومپالانو ګډ ځواک ډيلي ته روان شو او د هندوستان  په ډېرو سيمو باندې د هندوانو واک او ځواک جوړ شو.

هېواد کې د ملک الطوايف نه هندوانو ګټه واخيستله او د مسلمانانو پر خلاف يې يو منظم خوځښت پيل کړ چورملجاټ، سورجملجاټ، جواهر ملجاټ، مرهټيانو، سکانو او راجپوټيانو د مسلمانانو ژوند ډېر تريخ او تنګ کړ او مسلمانان يې د هندوستان څخه وېستلو ته اړ کړل، په دې وخت کې نواب نجيب الدوله د افغاني ولايتونو نوابان په اعتماد کې راونيول او د پېښور د څمکنيو د مياعمر بابا څخه يې غوښتنه وکړه چې هغه د افغانانو پاچا احمدشاه بابا ته پر هندوستان د بريد حکم ورکړي، نوموړی ستر شخصيت د څمکنيو د مياعمر بابا پيرو او مريد و او نواب نجيب الدوله د ټولې کورنۍ سره د ميا صاحب پيرو و.

د څمکنيو ميا عمر بابسا احمدشاه بابا ته لارښوونه وکړه چې هغه ډېر ژر په هندوستان بريد وکړي، ترڅو هلته مېشت کمسلمانان چې د کفار ترسخت ظلم لاندې دي خلاصون ومومي او ورسره يې نجيب الدوله ته لارښوونه وکړه چې د هندوستان د ټولو مسلمانو ولايتونو پاچاهان په جګړه کې هل احمدشاه بااب سره په يو ځای کېدو کې مرستهع وکړي.

نجيب الدوله هندوستان ته لاړ او ټول مسلمان ولايتونه يې د ډېر کوښښ څخه وروسته  د هندوانو پرضد له احمدشاه بابا سره په مرشتې رازي کړل د هندوستان په تاريخن کې ډېره سخته غزا  چې کوم ده هغه د پاني پت خونړۍ غزا ده.

احمدشاه بابا د افغاني سرتېرو له لښکرو سره پر هندوستان برید وکړ په هندوستان کې د افغاني ولايتونو پاچاهان هم د تيار لښکر سره ميدان ته راووتل په دوی کې د مردان حافظ رحمت خان، دوندي خان، محمد بنګښ، امیربېک، برخوردارخان، شجاع الدوله او نواب نجيب الدوله شتون درلوده. په دوی ټولو کې د نواب نجيب الدوله شتون درلوده. په دوی ټولو کې د نواب نجيب الدوله لښکرو ټولو نه ډېره منظمه وسله درلوده.

بلې خوا ته هرهټيان د لکونو په شمېر د جګړې ډګر ته راووتل نجيب الدوله چې د هندوانو په پام کې و ډېر بريدونه ورباندې وشول. خو د نجيب الدوله د زړورتيا او د هغه د سرښندنې پربنسټ مرهټه شاتګ ته اړ اېستل او جګړه د افغانانو په ګټه او د خرهټوو پر ماتې پای ته ورسېده په دې جګړه کې د مرهټوو څخه لکونه خلک ووژل شول او د قومپالانو هندوانو ګډ ځواک په داسې انداز کې له منځه ولاړ چې تر ډېر وخت پورې يې سرونه پورته نه نشوای کړای.

ددې بريالۍ جګړې څخه وروسته احمدشاه بابا نجيب الدوله د هندوستان لومړی وزير وټاکه او مغل هسې په نامه پاچاه و نور ټول واک او ځواک د نجيب الدوله په لاس کې و او دا کار احمدشاه بابا وکړ.

نجيب الدوله پوره نهه کاله د هندوستان لومړی وزير و او په دې وخت کې دوی د جاټو او مرهټيانو ګډ پوځ ته يو نه هېرېدونکې تاريخي ماتې ورکړه. دا لوی پوه زړور افغان يوسفزی يعنې نواب نجيب الدوله په ۱۷۷۰ زيږديز کال د هاپړه پر مقام باندې مړ او په نجيب اباد کې خاورو ته وسپارل شو، کوم ښار چې ده خپله ودان کړی و.

د نواب نجيب الدوله په اړه د کورنيو او بهرنيو پوهانو نظرونه:

ـ سيد نورالدين په نخپله دری قلمي نسخه کې داسې ليکلي دي: مرد صاحب جوهر بود اګر چه ناخوانده ای مطلق ليکن عقل بسیار او قبال داشت.

ـ انګرېز تاريخ ليکونکی مسټر والسټ په ۱۷۷۴ زيږديز کال کې ډايرکټر کنټرول ته په يو ليک کې داسې وليکل چې د انسانيت او حکومت کولو په لحاظ په ټول هندوستان کې نجیب الدوله د ښه اخلاقو او ښه استعداد څښتن و د ۵۰۰ لښکر مشرۍ څخه د لومړي وزير منصب ته ورسېده.

ـ مشهور ليکوال ګنډاسنګ د نجيب الدوله په اړه داسې لیکي: نجيب الدوله يو غوره انسان، ښه حکمران، تګړه جنرال، وتلی سياستوال، ښه منتظم او زړور سرتېری د پآني پت جګړه په اصل کې د نجيب الدوله او مرهټيانو ترمنځ وه چې په دې جګړه کې نجيب الدوله خپل ټول صلاجيتونه په کار واچول او خپل دښمن ته يې تلپاتې غاښ ماتونکی ځواب ورکړ.

ـ بل انګرېز تاريخ ليکونکی مېل د نجيب الدوله په اړه داسې ليکي: نجيب الدوله د ډېر لوړ او غوره شخصيت څښتن و دغه انګرېز مخکې ليکي: چې افغان نجيب الدوله د هندوستان لومړی وزير و او د دوابه ولايت مالک هم و زړورتيا او سرښندنه دده نښه او نښاان و، نجيب الدوله د پښتون قوم د تاريخ هغه ځلانده اتل دی چې د نومورکۍ په تورو تياورو کې ورک شوی دی، د هندوستان تاريخ ددوی اتلوليو څخه ډک پروت دی خو د پښتنو په تاريخ کې دده د لوړ شخصيت نوم هم پاتې نه دی.

په دې هيله چې افغانان خپلو تاريخي خصيتونو ته د قدر په سترګه وګوري او په دې اړه پراخې څېړنې په کار واچوي، ترڅو نومورکي شخصيتونه د اوسنی ژوندي تاريخ سپيينو پاڼو ته ورسوي او راتلونکی نشل له خپلو ځلانده اتلانو  چې په نومونو يې نور هېوادونه او قومونه وياړ کوي خبر شي.

(Visited 31 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.