The news is by your side.

نوماندان دې ملي ارزښتونه وپېژني

0

که څه هم په افغانستان کې ډېر داسې کسان شته چې د هېواد له نوم، تاریخ او هویته نیولې بیا تر ملي ګټو او ارزښتونو پورې، هيڅ یوه ته نه یوازې درناوی نه کوي، بلکې لا یې هم سپکه ورته وايي.

دا دول کسان ډېر د بهرنیو، په تېره د ګاونډیو هېوادونو لاسپوڅي او مزودران دي، څه چې هغوی ورته وايي، له ځنډ پرته یې د پیسو یا هم نورو امتیازاتو په بدل کې کوي او تل یې د پردیو په خوښه او لارښوونه په هېواد کې لانجه جوړه کړې وي.

خو اوس داسې کسان هم شته چې ولسمشري ته یې ځانونه نومولي او غواړي د هېواد راتلونکی ولسمشر شي، خو تر اوسه د هېواد ملي ګټې او ارزښتونه نه پېژني او نه هم ورته درناوی لري.

په دې لړ کې د لطیف پدرام تر څنګ، اوس د ولسمشري یو بل نوماند سیدنورالله جلیلي هم د هېواد ملي ارزښتونو ته نه یوازې درنښت نه کوي او یو ارزښت یې بولي، بلکې لا هم ورته سپکاوی کوي.

ده څه موده مخکې چې د ټاکنو له لوري یې د نورو نوماندانو په ګډون، باورلیک اخیسته، د هېواد ملي سرود ته چې یو ارزښت بلل کېږي، له ځایه پورته نه شو او دا کار یې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو توند غبرګونونه را وپارول.

هغه نن یو ځل بیا د خپلو ټاکنیزو سیالیو په غټه غونډه کې چې د لویې جرګې په خېمه کې یې جوړه کړې وه، د هېواد ملي سرود و نه غږوه او له دې پرته یې غونډه پیل او په هر لوري یې خوله را خلاصه کړه.

ټول افغانان، په تېره د ولسمشري نوماندان مکلف دي چې د هېواد د ملي ګټو او ویاړونو تر څنګ، ملي ارزښتونو ته درناوی وکړي، خو دا چې اوس د دغو مواردو مخالفان ډېر شوي، اصلي ستونزه دا ده چې د دوی پر وړاندې هيڅ اقدام نه ‌دی شوی او ډاډه دې چې دا ډول غیرملي کارونه کوي.

یو کس چې ولسمشري ته یې ځان نومولی وي، د ټاکنیزو سیاليو ډګر ته را وتلی وي او زرګونه خلک پرې را ټول وي، خو د هېواد ملي ارزښتونو ته د درناوي پر ځای، سپکاوی کوي، تر دې پورته ناپوهې او ګستاخې به کومه او چېرته وي؟

اوس که اړوندو ادارو، په تېرو ټاکنیزو کمېسیونونو او عدلي او قضايي ادارو د هغه او ده ورته د نورو نوماندانو پر وړاندې جدي غبرګون ښودلی او عمل کړی وای، بیا به بل هيڅ داسې څوک نه و پیدا شوي چې د هېواد ملي ارزښتونه چې په قانون کې ورته ځای ورکړل شوی، اکثریت افغانان ورته درنښت لري او د یوه ویاړ په حيث یې ګڼي، له پښو لاندې او سپکاوی یې وکړي.

دا لومړی ځل نه‌ دی، بلکې تر دې وړاندې هم ډېرو سیاستوالو او ان حکومتي چارواکیو په رسمي غونډو کې د هېواد د ملي سرود پر ځای، د خپل ګوند او ډلې سرود غږولی او د ملي بیرغ پر ځای يې خپل بیرغ ته لومړیتوب ورکړی دی.

دا ستونزه یوازې د یوه نوماند یا څو خرڅ شویو سیاستوالو هم نه ‌ده، بلکې اړوندو دولتي ادارو هم تر اوسه د هېواد د ملي ګټو، ارزښتونو، سرو کرښو او ان اساسي قانون په اړه خلکو ته عامه پوهای نه‌ دی ورکړی، که‌ نه د دغه نوماند په غونډه کې زرګونه ناست کسان به د هغه د دغه اقدام پر وړاندې را پاڅېدلي وو او ان غونډه به یې ور پرې ايښې وه، خو داسې و نه شول. لامل یې د خلکو د ملي شعور او ملي فکر د کچې ټیټوالی او د خپلو ملي ګټو او ارزښتونو په اړه نه پوهاوی دی.

ټاکنیز کمېسیونونه د دا ډول نوماندانو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي او له قانون سره سم چلند ورسره وکړي او ان که د نوماندانو له نوملړه د ده د نوم ايستل هم وي، له دغه کاره باید د هېواد د ملي ګټو او ارزښتونو د ساتلو لپاره درېغ و نه کړي، که ‌نه د قانون، ملي ارزښتونو او ملي ګټو یادول او موجودیت هسې نمایش دی او یوه مسوول هم د قانون او ارزښتونو پر وړاندې خپل مسوولیت نه‌ دی ادا کړی.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.