The news is by your side.

نوماندان د خير په غوڼدۍ ناست دي؛ کمپاین یې نه‌شته، خو ځانونه بریالي بولي

0

نوماندان د خير په غوڼدۍ ناست دي؛
کمپاین یې نه‌شته، خو ځانونه بریالي بولي

که څه هم ولسمشري ټاکنو ته په شمار ۱۲ ورځې پاتې دي، خو ډېرو نوماندانو یې لا هم لازمې ټاکنیزې سیالۍ نه‌ دې کړې. مخکې ډېرو نوماندانو سره له دې چې ځانونه یې ولسمشري ته نومولي وو، خو بیا هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو پایلې ته سترګې پر لاره وو او ډېریو یې لا په لنډمهالي حکومت زړونه ورکړي وو او ټینګار یې دا و چې د دغه حکومت په راتګ سره به ګوندې دوی ته هم یو څه ور ورسېږي.
مخکې د سیاستوالو تر څنګ، د ډېرو افغانانو باور دا و چې ښايي د سولې خبرې اترې پر مخ لاړې شي، ټاکنې وځنډېږي، د اوسني حکومت موده وغځېږي یا هم لنډمهالی حکومت جوړ شي او همدا لامل و چې نه نوماندانو ټاکنیزو سیالیو ته زړه ښه کاوه او نه هم عامو خلکو چندان د ټاکنو پر کېدو باور درلود.
خو اوس چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د دغه هېواد د سولې مذاکرات لومړی ودرول او بیا یې لغوه اعلان کړل او د افغانستان د ولسمشري ټاکنو کېدل هم حتمي شول، لا هم د ولسمشري زیاتو نوماندانو خپلې ټاکنیزې سیالۍ نه ‌دې پیل کړې، یا هم دومره کم‌رنګې دي چې بېخي په نشت حساب دي.
د ولسمشري نوماندانو په ډله کې یوازې د ولسمشر محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، سیدنورالله جلیلي، رحمت‌الله نبیل او ګلبدین حکمتیار خپلو ټاکنیزو سیالیو ته دوام ورکړی، خو په دغو کسانو کې هم د یو شمېر هغو یې کم‌رنګه دي او پاتې نورو دوولسو نوماندانو خپلې ټاکنیزې سیالۍ یا هيڅ پیل کړې نه ‌دي او یا هم په نشت حساب دي، خو جالبه دا ده، هغه نوماندان چې د ټاکنیزو سیالیو غږ یې له کابل پرته په بل هيڅ ولایت کې نه‌ دی پورته شوی او دلته یې هم هغسې کمپاین نه ‌دی کړی چې لازم دی، خو له نورو نوماندانو ځانونه پورته بولي او ان ځینې خو یې سر له اوسه ځانونه بریالي بولي.
خو خلک بیا د ولسمشري په نوماندانو نیوکې کوي چې د دوی لپاره یې خپل پروګرامونه نه‌ دې تشريح کړي او ځینو یې که په ‌دې اړه کوم څه ویلي هم دي، یو پر بل یې تورونه لګولي او توندې نیوکې یې کړې دي. دوی وايي، دا چې ډېرو نوماندانو ورته خپلې راتلونکې برنامې نه ‌دې رسولې، نه پوهېږي چې چا ته، ولې او په کوم اساس خپله رایه وکاروي.
د کابل اوسېدونکی سیدعلي نجفي‌ وايي، خلک اوس پوه شوي او یوازې د نوماندانو په تشو ژمنو رایه نه ورکوي، بلکې هغه څوک به خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي چې د هېواد او خلکو د راتلونکې لپاره عملي او نظري پروګرام ولري او دا عملاً د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ورته وړاندې کړي.
د ده په وینا، په ‌کار خو دا وه چې د ولسمشري ټولو نوماندانو خلکو ته خپلې راتلونکې برنامې وړاندې او تشريح کړې وای، خو اوس چې خپل پروګرامونه له خلکو سره نه شریکوي، پر یو بل دې بې‌ځایه تورونه نه لګوي او نه دې هم له ځانونو سپین چرګان جوړوي، ځکه افغانانو اوس درک کړې چې څوک یې د رهبري وړتیا لري او په کوم معیار باید چا ته رایې ورکړي.
په همدې حال کې د کندهار اوسېدونکی حمیدالله اغا هم ورته نظر لري او وايي، داسې نوماندان هم شته چې نه یوازې له دوی سره یې خپل پروګرامونه نه ‌دې شریک کړي، بلکې د ده په ګډون یې خلک له نومونو سره هم نااشنا دي.
حمیدالله ټينګار کوي چې لا هم د ټاکنیزو منډو ترړو لپاره څو محدودې ورځې پاتې دي او د ولسمشري نوماندان دې هڅه وکړي چې په دې موده کې خلکو ته خپل پروګرامونه ورسوي، که ‌نه افغانان اړ دي چې د هغو نوماندانو ملاتړ وکړي او خپلې رایې ورته وکاروي چې له مخکې یې پېژني.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د ولسمشري ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه وشي، خو د ولسمشري ډېری نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو په شاوخوا یوه نیمه میاشت کې خلکو ته د هېواد او افغانانو د راتلونکي په اړه خپلې برنامې نه ‌دې وړاندې کړې او د دوی په ډله کې داسې نوماندان هم شته چې لازم سواد نه لري یا هم پر رواني، قومي او ګوندي ناروغیو اخته دي.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 17 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.