The news is by your side.

هند او پاکستان روان کړکیچ د سولې خبرې متاثره کولی شي؟

0

عبدالجلال ثابت 

د پاکستان او هند روانه لانجه په داسی وخت کې را مخ ته شوې چې پاکستان په نړۍ کې خپل تقریبا ټول دوستان او خواخوږي له لاسه ورکړي دي او هیڅ  ملاتړ نه لري. همدا راز د ملک دننه په مهمو سیاسی لانجو کې لکه د پښتون ژغورنې غورځنک راټو کیدل، د بلوڅانو د ازادۍ تحرکات پراخیدل د پوج لخوا د پاکستان تر ټولو ستر ګوند مسلم لیګ (ن ) څنډي ته کول هغه څه دي چې د خلکو په منځ کې یې د پوځ محبوبیت کم کړی او د پاکستان موجوده ادراه ورسره لاس په ګریوان ده.

په اقتصادی ډګر کی هم پا کستان د خورا سترو اقتصادی ننګونو سره مخ دي او د وار لا دمخه خراب اقتصادی وضعیت، د ډالر په وړاندی دکالدارو بی ساري راغورځیدل، د بهرنیو قرضو پېټی، د پیسو له نړیول صندوق سره ترینګلتیا د چین لخوا دې هیواد ته د مرستو او قرضو کمه رنګه کیدل بل طرفته د پاکستان ستر تمویلونکي هیواد متحده ایالاتو له د وړاندی نه د مرستو لړۍ ټکنې او ځنډولیده او دپاکستان اوسنی اقتصادی وضعیت یی د بحران سره مخ کړی دی.

دا هر څه په داسی حال کې دی چې د جنک سوري پر پاکستان ور اضافه شویدی او دا هیواد یی خورا سخت ور خطا کړیدی ځکه جنک ګټل  قوی اقتصاد ، ملی اجماع او بین المللی ملاټر ته ضرورت لري او دا ټول هغه څه دي چې په موجوه وخت کی پاکستان تری بی برخي دی. همدارنګه د هند او پاکستان ترمینځ موجوده جنګی  و ضعیت او پاکستان بدتره شرایطو په لرلو سره او ددوۍ په خاوره کی د ترورستانو پر ضد د هندوستان بریدونه ، نه صرف دا چې په بین المللی سطح ونه غندل شو بلکه د ترورستان پر زپل کیدو تاکید وشو . همدي بحراني وضعیت ته په کتو سره چه پا کستان ورسره مخ دی  ددي لپاره چی د سولی رواني خبری متاثره کړې بلکه مثبت خوا ته یی بوتلای هم شې.

لکه څرنګه چې د پاکستان هیواد  تل د افغانستان په مقابل کې ترورستی ډلی بالخصوص طالبان د خپلو ګټو او ستراتیژیکو موخود ترسره کولو لپاره استعمال کړی دي. امریکا  که وغواړی هم کولای شې دهند په ملاتړ کولوسره پر پاکستان لا نور ډیر زیات فشار رواړي او پاکستان  دی ته مجبور کړي چې د سولی په خبرو کې نهایی رول ولوبوي او د سولی خبری مثبت لور ته بوځي کنه د یوبل بنګلديش د سرنوشت انتظار دی وباسي او دا د فشار راوړلو تر ټولو قوي نقطه ثابیتیدای شي. بنآ د هند او پاکستان روان کړکیچ د افغانستان د سولي رواني خبري د متاثره کیدو پر ځای مثبت لورته بولی هم شي خو که دمتحیدنو لخوا قوی اراده او ژمنتیا شتون ولري.

(Visited 54 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.