The news is by your side.

هو يا نه

جنرال دولت وزیري

0

زموږ په وزیرو کی یو ډیر کوچنی الوتونکی دی، خلک يې د چتکي په نامه یادوي. چټکې ټوله ورځ د ونې د يوه ښاخه څخه بل ښاخ ته او بيا بل ته ټوپونه وهي. هر ښاخ ته چې ور ټوپ کړي، غږ کوي چې «چک» يعنې «نه»!

وايې: چتکی د پاچا پر لور مئین و، خو د پاچا خوښه نه وه چې خپله لور چتکي ته ور واده کړي، نو د خپلی لور سره يې د چتکي د واده کولو له پاره شرط د چتکي له خوا د ونې څخه د يوه سم او سيده ښاخ راوړل وټاکل. چتکي لاړ او تر ننه پورې په سم او سیده ښاخ پسې ګرځي، هر ښاخ ته چی ورشي غږ وکړي چې «چک » یاني« نه » دا سم نه دی. پيړۍ پيړۍ تيرې شوي خو دغه کوچنی مئین د خپلې مينې د لاس ته راوړلو له پاره په سم او سیده ښاخ پسې ګرځي، خو بیوزلی چتکی نه په خپله د پوهیدو له پاره د دې وړتیا لري، چې مینه يې لا پخوا له دې نړۍ تيره شوي ده او پاچا هم نور د ده په کیسه کې نه دی، او نه د نورو مشورو ته غوږ ږدي، چې له دې بې ځايه« نه » څخه تير شي. بیا ځینې الوتونکي خو ورته هسې خوښ دي او د ده کوچني له غږ څخه چې « چک » یانې «نه» ده خوند اخلي او یا ورته د مسخرو په ډول چکی وهي.

زموږ په ټولنه کې هم ځينې کسان د چتکي په څير هر څه ته که سم وي او که کاږه د انتقاد په سترګه ګوري او ورته « نه » وايي. چتکي د پاچا په لور مئین و، خو دوي بیا له هغه بد تره پر خپل ځان مئینان دي. له چتکي څخه د دوی ناروغې زیاته ده، ځکه چې هغه خو د يوې موخې له پاره په سم لرګي پسې ګرځي، خو د دوی بی وزلو موخه هم ښکاره نه وي. د خوشحال بابا خبره دوی په خپله کاږه لرګي دي.

هر څه ته « نه » ویل او هر څه ته د انتقاد په سترګه کتل د چتکي په څير د بيکاره او ناپوهو کسانو کار وي.

پوه او هوښیار کسان په ډیره زیرکۍ د ښو او بدو تر منځ فرق کوي، ښو ته «هو» او بدو ته« نه» وايي.

«هو» د رضايت په مانا ده، کله چې د ښو او د ډاډ وړ خبرو یا کړنو سره مخ کیږي ولې ورته «هو» ونه وایي، او بيا د « نه » په ويلو سره خو د چتکي په څير نه په خپله خپلو موخې ته د رسیدو په لارو چارو پوهیږي او نه د بل مشورو ته د« هو » ځواب وايي. ځینې کسان خو د خوښۍ او بریا پر وخت هم له ژوند څخه راضي نه وي او تل له ژوند څخه په شکايت کې وي. کله چي د درد سره مخ شي، په هغه وخت کې خو ځان په غمونو کې ډوب ګڼي.

که چیرې د یوه چا ډیر نیږدې کس له نړۍ سترګې پټې کړي، سمه ده چې ستر درد ورته رسیږي، خو د دې پر ځاي چې د درد او غم له امله خداي ج ته رجوع وکړي او خپل ځان په غمونو کې ورک نه کړي او ووايي چې خدايه تا پيدا کړی و او تا واخیسته، خپله ملا وتړي او خپلې کورنۍ او ژوند ته پاملرنه وکړي، خدای ته رجوع، خپل ځان، خپلې کورنۍ ته پاملرنه بل څه نه دي، همدغې ته» هو » وايي. که چيرې په بشپړه توګه خپل ځان په غمونو کې ډوب او ژوند ته د شک او انتقاد په سترګه وګوري، همدغې ته « نه » وايي.

په ژوند کې مثبت فکر، هر څه ته د انتقاد او شک په سترګه نه کتل زړورتيا، پوهې او ژمنې ته اړتیا لري، د منفي فکر او هر څه ته د انتقاد په سترګه کتلو سره ویره او بی باوری ملګري وي.

ځینې کسان وايي، چې د ناروغۍ پر مهال څنګه کيداي شي چې یو کس د ناروغۍ په هکله مثبت فکر ولري. خو د لوړ همت کسان هیڅ وخت ځان ناوړه پیښو ته نه تسلیموي او په ډيره زړورتيا خپل ژوند ته پاملرنه کوي.

د منفی فکر او هغه څوک چې تل يې« نه » په ژبه وي او انتقاد کوي. که د انتقاد او «نه» پر ځاي ووايي:

ژوند هر څه راکړي دي، زه يې کولای شم، زه پر ځان باور لرم، د دې او د دې په څير د نورو جملو په تکراولو سره مثبث فکر په ځان کې روزلای شي.

هر څه پر خپل وخت تر سره کیږي، ډیره عجله کول د شیطان کار وي. حوصله کول او د خپل زيار پایلو ته په تمه کیدل زړورتيا ته اړتيا لري. سټويسن لیکي:« له ژوند سره جګړه مه کوئ، ژوند خپله روان دی، بواځی لاره ورته وښایئ، دا د امکان څخه ډیره ليرې ده چی په ژوند کې دې تل بریا وي. له کومه کاره چې چاره نه وي ګوزاره ور سره کوئ وايي:« له هغه ميلمه چی دی نه رغيږي دوه ځلې ور ته ستړی مشې وکړي.»

که د ځينو خلکو په څير چې د زړه ناروغې لري تل د پرهیز څخه په شکايت وي. خو ايا دغه شکایت د دې کسانو د زړه ناروغې جوړولی شي؟ له ناروغۍ سره ګوزاره کولو او له پرهیز سره د ځان عادت کولو ته« هو » ویل یواځي زړور کسان کولاي شي.

په ځان باور، هر څه ته د شک په سترګه نه کتل، په ژوند کې ناوړه پيښو ته نه تسلیمیدل، د هوښيارو کسانو مشورو ته غوږ نیول، د چتکي په څير هر څه ته د «نه» ویلو څخه پرهیز او د پیښو سره په زړورتيا مبارزې کول د «هو» په مانا دی او دا کار يواځي د کلک هوډ کسان کولای سي.

« راځئ له ځانو څخه ډاډمن او هوډمن کسان جوړ کړو.»

(Visited 17 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys