The news is by your side.

هیله / ولي الله ملکزی

0

هیله ژوند دی، هڅه ده او باور دی. هیله عشق دی، ساز دی، نغمه ده او تراڼه ده. هیله نیک شګوندی، فال دی، اسره ده او سکون دی. هیله د ژوند،ژوند کولو او ژوند بښلو ښکلی هنر دی. هیله د ځلا او رڼا داسی بڅرکی دی چې لمړی په زړه کې د ډاډ یو کوچنی کورګې جوړکړي اوبیا د موسکا په بڼه، په مخ را څرګنده شي. هیله یو تخنونکی احساس دی چې د ستونزو او ګواښونو په وړاندی، د صبر او مقاومت مورچل تود او باتور ساتي. هیله انسان له ترږمۍ،لټۍ او پښیمانۍ را باسي او د عزم، دبدبې او د بري شاخص ورته په ګوته کوي. هیله د غم په شیبو کې تر ټولو ښه درمل، د بی کسۍ غوره علاج او د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه یو نعمت دی.

خو هیله،خیال پلو ندی او نه هم په ویښه د خوب لیدلو په مانا ده. موږ د سلیمان (ع) په زمانه کې نه اوسو چې دیوان او پیریان به د بلقیس تخت په اوږه او د سترګو په رپ کې له عدن څخه فلسطین ته را ورسوي، نو  باید ځموږ هیلې د عقلانیت او امکان د چوکاټ دننه واوسي. هیله بالښت ندی چې د سر لاندی کیښودل شي، بلکې هغه د سفر پیل او د هدف په لور تکل دی. د ملګرتیا انګړ باید پراخه او د هر اشنا او ناشنا درناوی دی وشي، خو په هر چا اعتبار کول او له هر چا هیله لرل، هوښیارتیا نده.

که یو دوست په ناپوهۍ کې ستا سره جفا وکړي نو ویی بښه، خو که دویم ځل دی بیا دوکه کړي نو په هغه پوری زړه تړل او له هغه یا هغې څخه د نیکې هیلې تمه لرل، حماقت او ناپوهي ده. هیڅکله باید ټول امیدونونه په یو تن پوری ونه تړل شي تر څو تالا ترغۍ نشي. لیوالتیا او هیله د هغې غوټۍ په شان ده چې تل یی د ګل کیدو تمه کیدای شي، خو کله ناکله یی تیز بادونه او سیلۍ رژولی هم شي. هر څه ته په مثبت ډول کتل، د انسان په ذهن او زړه کې د امید ستنې مزبوتوي.

که یو سړی مال وبایلي نو یوه برخه به یی بیا هم پاتې وي،خو که هیله له لاسه ورکړي نو بیا یی هر څه په سیند لاهو شول. هغه څوک چې په زړه کې ایمان او هیله نلري،په حقیقت کې هغه د نړۍ تر ټولو مفلس او بی وزلی انسان دی. هیله مند انسان تل فکر کوي چې ګیلاس نیم ډک دی، خو نهیلی کس همدغه ګیلاس نیم تش بولي.

وینسټن چرچل وایی: نهیلی انسان هر فرصت ته د ستونزی له زاویې ګوري، خو هیله مند انسان هره ستونزه یو نوی فرصت ګڼي. او نلسن منډیلا وایي:‌ زړه سواندي انسانان خو له پخوا راهیسی یو له بل سره د شفقت په مزبوتو رسیو تړل شویدي، ولی څومره به ښه وي که د بشري ټولنې بی عاطفې خلک د ښو هیلو په مزي سره وتړل شي تر څو د غمونو او ستونزو بار سپک شي.

رښتیا هم چې د ټولو هیلو زیږنده او سرچینه، د الله تعالی په ذات کلک ایمان لرل او پخپل ځان اعتماد کول دي. په عین حال کې، د الله تعالی څخه له ویرې پرته، د انسان تر ټولو ستر دښمن ډار او نا امیدي ده. د امید خوند او زور هله څو چنده کیږي، کله چې یو انسان نا امیده او نیمه خوا شي. ارواه پوهان پدی باور دي چې مایوسي د هیڅ درد، درمل ندی بلکې نا امیدي درد لا زیاتوي، ټپونه نور ژوروي او اندیښنو ته لاره هواروي. د دوئ په آند، د یواځی توب او سوچ په مهال، باید د ژوند په مثبتو اړخونو فکر وشي او له هغه چا مشوره واخیستل شي چی په سر کې پوهه او په زړه کې مینه لري. د سترو او تاریخي شخصیتونو ژوند دی مطالعه کړي چې هغوئ هم زما په څیر انسانان وو،څرنګه دی مقام ته ورسیدل؟ همدا فکر د هیلې دروازې پرانیزي او منزل ته مزل اسانوي.

د هیلې په هکله د قرانکریم کې یو مبارک آیت دی چې ( قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّـهِ إِنَّ اللَّـهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُای پیغمبره! ځما هغو بنده ګانو ته ووایه چا چې پخپلو ځانونو تیرې کړی، زما له رحمت څخه مه مایوسه کیږئ ځکه چې الله ټول ګناهونه بښي او هغه ډیر بښونکی او رحم کونکی دی).

له بله پلوه، کله چې د حضرت یعقوب مشرانو زامنو د هغوئ ناسکه کشر ورور حضرت یوسف په کوهي کې واچولو او پلار ته یی درواغ وویل چې هغه خو لیوه وخوړ، نو دغه سپین ږیړی او په سترګو ړوند پیغمبر نهیلې او لاس ترزنې نه شو،بلکی زامنو ته یی داسی وویل ( يَٰبَنِىَّ ٱذْهَبُواْ فَتَحَسَّسُواْ مِن يُوسُفَ وَ أَخِيهِ وَ لَا تَاْيْـَٔسُواْ مِن رَّوْحِ ٱللَّهِ ۖ إِنَّهُۥ لَا يَاْيْـَٔسُ مِن رَّوْحِ ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْقَوْمُ ٱلْكَٰفِرُونَای زامنو ولاړ شئ یوسف او د هغه ورور ولټوئ او د الله له مهربانۍ څخه مه نا امیده کیږئ، ځکه د هغه له مهربانۍ څخه یواځې بی ایمانه خلک مایوسه کیږي) همدارنګه د حضرت رسول علیه السلام صحیح حدیث دی چې ( إنَّ حسن الظَّنِّ بالله من حسن العبادةد الله په ذات ښه ګمان کول او له هغه څخه هیله لرل، ښه عبادت دی).

له بده مرغه، ۱۳۹۷هجري لمریز کال مو له ویرونو،غمونو او بمونو ډک کال وو، خو ۱۳۹۸ کال چې یواځې یوه اونۍ له موږ څخه لری دی، هغه به د سولې، سوکالۍ او ښیرازۍ کال وي. ټول هیله مند یو چې د څلویښت کلن خونړی جنګ لوغړن ټغر به ټول شي، قسم خوړلي،غولیدلي او پلورل شوي جګړه ماران به بالاخره د خپل آخرت پخاطر له ورور وژنې څخه لاس واخلي. د ولس ټولې پرګنې او توکمونه به د افغانستان د ښکلي دری رنګه سپیڅلي بیرغ لاندی، د خپل ویجاړ هیواد د رغون او سمون لپاره یو غږ او یو قدم شي. ځکه ټول پوهیږو چې پرون ولاړ او ددی ویاړلي ولس سبا، همدا نن پیل شویدی.

نهیلو خلکو ته پکار ده چې لږ تر لږه د هغه افتاب پرست ګل په اندازه همت ولري، چې د باران په ورځ هم هغې خوا ته ګوري په کوم لوري چې لمر په وریځو کې پټ وي، مګر بیا یی هم د امید سترګې اسمان ته بوټې نیولې او هیله مند وي.

41

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.