The news is by your side.

هېوادوال د ټاکنو د ورستیو پایلو د اعلان په تمه دي

لیکنه: شیرمحمد امیني ستانکزی

0

په هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل او د پایلو د اعلام په وړاندې د ځینو نوماندانو جنجالونه دا هغه څه ؤ، چې د ولسونو په هیلو او ارادو باندې ملنډې وهل کېدې او د ټاکنو پروسه يې خلکو ته بې باوره څرګنده کړې وه .

باید وویل شي، چې تر ټولو ستر ظلم همدا د ځینو نوماندانو له لوري شمیرل کیږي، چې د ولس رایو ته نه درناوی او د ولس په رایويې ملنډې وهلې.

 هېوادوال د ولسواکۍ اصل د مراعت په موخه د تلې په شپږمه د یو لړ امنیتي ستونزو او ګواښونو په شتون وتوانیدل، چې ټاکنو کې برخه واخلي او د صندوقونو په لوري د هېواد د ملي زعم په ټاکلو کې ګډون وکړ. خو دولس  قربانیو ته ځینو نوماندانو هم ونه کتل او خپلو ګټو لپاره يې  د ټاکنو په پروسه کې ځنډ رامنځته کړل. سږنۍ ولسمشریزې ټاکنې د کور په دننه او د هېواد نه بهر نړیوالو هېوادونو لخوا وستایل شوې، همدارنګه ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړو نوماندانو هم یادې ټاکنې بریالۍ ټاکنې وګڼلې. خو د رایو شمیرنې پروسه په پیلدو سره، ځینو نوماندانو ته خپله ناکامي له ورایه څرګندیده او د بېلابېلو پلمو له مخې د ټاکنو کمېسیون يې په درغلیو تورن او اجازه يې نه ورکوله چې لومړنۍ پایلې اعلام کړي .

ولې یوڅه به کمېسیون هم ګرم په دې وبولو، چې نباید د نوماندانو د ګواښ تر اغیزې لاندې راغلي ول؛ بلکې دوی د خپل طرزالعمل له مخې خپل کاري پروسه يې پرمخ بیولي وای.

اوس اوس د شکایتونو کمېسیون ته چې د شکایتونو د آوریدو لړۍ پیل شوې، یاد کمېسیون دې د خپل قانوني طرزالعمل له مخې په مرکز او د هېواد په  ټولو ولایتونو کې د ټاکنو اړوند رسیدلي شکایتونه دې په قانوني او واقعي توګه وڅیړي .

د شکایتونو کمېسیون  له خوا داسې ویل شوي، چې د شکایتونو د آوریدو کمېسیون ته زرګونه شکایتونه رسیدلي دي، چې د شکایتونو دغه لړۍ به کابو ۵ اونۍ وخت ونیسي.

سمه ده، چې د ټاکنو شکایتونو د څیړلو موده اوږده ده، خو ولس تمه لري، چې په واقعي او رښتوني ډول یاده لړۍ ته رسیدنه وکړي، څو د خلکو غوښتنو ته پوره درناوی او د ټاکنو اصل په هېواد کې نور هم باوري شي.

د ولسونو هیله همداده، چې د شکایتونو د آوریدو کمېسیون له لورې په ټولیز ډول ثبت شوي شکایتونه په بشپړ بې پرېیتوب وڅیړل شي او پایله يې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وسپاري، چې د ټاکنوکمېسیون ورستۍ پایلې اعلان کړي .

اوس خبره دلته ده، چې  دشکایتونو د آوریدو پروسه خپل کاري راپور ټاکنو کمېسیون ته وسپاري، نو بیا دې نه منم خبره دا به د هېوادوالو لپاره دنه زغملو وړ وي، ځکه د نه منم نوماندان دې نور د هېواد او ولس په وړاندې ستونزې نه جوړه وي. د خلکو غوښتنه هم دا ده، چې وايي: زموږ په  سترو قربانیو نه باید ځیني کسان لوبې وکړي، چې دوی د څوکۍ او د قدرت تږي دي؛ بلکې ولس د داسې کس غوښتونکي دي، چې هېوادوالو باندې زړه خوږی او خواخوږي ولري .

د ټاکنو دواړو کمېسیونونو له هراړخیزو ارزونو وروسته چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند بریالی اعلاموي، باید پاتې نور نوماندان دې ورته د بریا مبارکي ورکړي او هم په ګډه د هېوادوالو د خدمت لپاره کوټلي ګامونه او چت کړي او په دې سره به يې  خپله هېوادنۍ وجیبه اداء کړي وي .

نورو راروانو ټاکنو  لپاره دې د ټاکنو خپلواک کمېسیون  دې یوه نوي طرحه جوړه او نوماندانو لپاره داسې یو طرزالعمل جوړ کړي، چې نور د زورواکۍ او نه منم خبرو ته  نه وویل شي .

په پای کې له اوږده انتظار ویستلو ولس ډیره هیله لري، چې د ټاکنو وروستۍ پایلې دې کمېسیون پرته له ګواښونو اعلان، څو د هېواد ملي زعیم معلوم او د هېواد ټکنۍ چارې په ګړندۍ توګه روانې شي.

(Visited 41 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.