The news is by your side.

واشنګټن د سریښو له ډنډه ځان خلاصوي

0

امریکا کې راتلونکی کال د ولسمشري او تر هغه وړاندې ګوندي ټاکنې ترسره کېږي. په نړیوال ډګر کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پېچلو ننګونو سره مخامخ دی. هغه غواړي چې د افغانستان له جګړې د امریکا په خلاصولو سره د خپل بري چانس زیات کړي. امریکا د خپلو نړیوالو مجبوریتونو له مخې هڅه کوي چې خپلې کوچنۍ بوختیاوې په لویو نړیوالو مسالو کې د امریکا په ښکېلتیا بدلې کړي. په بله مانا واشنګټن کې چارواکي هڅه کوي چې په نړیوال ډګر کې د امریکا له اوږودې جګړې بار سپک او جنګ د افغانانو اوږو ته ور کوز کړي.
افغانستان اوس په نړیوال ډګر کې د امریکا لپاره د ناسور په داسې زخم بدل شوی چې فکر کوي یوازني درمل یې له طالبانو سره په پخلاینه کې دي. سره له دې چې امریکایانو ته دغه درمل کلونه وړاندې توصیه شول، خو هغه مهال دوی پر هغو نورو لارو چارو چورتونه وهل چې په سیمه کې پاکستان ورته په ګوته کړي وو. امریکا کې د ټرمپ ملګرو ته اوس له طالبانو سره ناسته پاسته تر ټولو ارزانه برېښي او باور یې دا دی چې د سریښو له دې ډنډه یې خبرې خلاصولای شي، خو اندېښنه یې دا ده چې له سریښو په را وتلو کې یې د پښو او لاسونو پوټکي و نه خېژي.
د همدې لپاره یې په دوحه کې طالبانو ته ځولۍ غوړولې او داسې نړیوال تصور یې را منځ ته کړی چې طالبانو د دوی غوښتنې منلې او له نړیوالو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرېکوي، خو واقعيت سر چپه دی او په حقیقت کې امریکا طالبانو ته پر مېز خپل مجبوریتونه ایښي دي. امریکا په دوحه کې له طالبانو درمل غواړي چې نړیوال نوم او پرستیژ ته یې د ور رسېدلي او ور رسېدونکی ټپ درملنه پرې وکړي. د طالبانو درملنه هم لکه په کابل کې د ډېرو ډاکټرانو د پاکستاني درملو ورکړه ده چې هیڅوک پرې په سیمه کې تر اوسه نه دې روغ شوي.
امریکا ته د اوس لپاره مهمه دا ده چې په افغانستان کې له اتلس کلنې جګړې، نږدې د۲۵۰۰ پوځیانو له وژل کېدو او یو ټرېلیون ډالرو له لګښت وروسته له شرموونکې ماتې ځان وژغوري. سره له دې چې په امریکا کې سیاستوال په دې قانع دي چې له یوې نیمه خامې ډیموکراسی پرته یې نه په افغانستان کې امریکايي ملت جوړونه وکړه او نه هم داسې باثباته سیسټم تر شا پرېښود چې امریکايي ملت ته یې يوه بېلګه وړاندې کړي. امریکا په دې پوهېږي چې د جګړې په ډګر کې یې لوبه بایللې او د خټو د یوې پوزې د جوړېدو او له دغه منجلابه د ځان ژغورلو بېړنۍ هڅې کوي.
د افغانستان څه باندې څلوېښت کلنه جګړه ډېرو بهرنیو او کورنیو ته په یوې پېچلې معما بدله شوې چې نه یې د سولې په خبرو د چا سر خلاصېږي او نه یې هم د راتلونکي په اړه څوک په اسانه حدس وهلای شي.
د امریکا په څېړنیزو ادارو کې د ۲۰۰۱ او دويمو کلونو خلاف د امریکا او افغانستان په نوي راتلوونکو کیسو او اړخونو څېړنې او لیکنې روانې دي. په واشنګټن، نیویارک، شیکاګو، لاس انجلس او نورو غربي ښارونو کې پر دې بحثونه کېږي چې په افغانستان کې د امریکا حضور ته څه پاته دي او واشنګټن له طالبانو سره څه ډول ملګرتیا پاللای شي. ویناوو او څېړنو ته امریکايي بنسټونه داسې مواد برابروي چې په افغانستان کې را منځ ته شوي وضعیت ته د بریا داسې انځور وکاږي چې په ورکړو افغان او بهرنیو قربانیو د ارزېدو وړ وبلل شي، خو د امریکا د ماتې کیسه هم د څېړنو توده موضوع ده.
سره له دې چې د ماسکو او طالبانو د اړیکو په اړه امریکا اندېښنه لري، خو تمه یې دا ده چې د دوی او طالبانو تر منځ روانه معامله کې به د بل زبرځواک د ور دننه کېدو ځای نه وي.
خو روسان لوبه له نږدې څاري او د پخواني ولسمشر تر مشري لاندې افغان کړیو سره د روغې جوړې د یوې داسې لارې په موندلو کار کوي چې د امریکا له اغېزو خوندي او راتلونکي افغانستان کې د دوی اوږدمهالې ګټې خوندي وي. په دې تړاو وروستۍ ناسته په واشنګټن کې د خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې، چین او اروپا د ځانګړو استازو تر منځ وشوه. د امریکا موخه له افغان کړکېچه په داسې ډول د ځان خلاصول دي چې زخمونه یې پکې بوی و نه کړي او له طالب او غني دواړو سره دال وچيچي، خو روان حالات ښيي چې د امریکا او افغان حکومت اړیکې د اوږدمهالې شړېدنې خواته روانې دي او که یې ژر د ژغورنې لپاره ګام پورته نه‌شي لوبه خرابېږي. د واشنګټن هیله دا ده چې د دوی او طالبانو په جوړجاړي دې د یو شمېر افغان سیاستوالو په څېر د ښاغلي غني حکومت هم اعتراض نه کوي، خو افغان حکومت باور لري چې د سولې هغه ډول خبرې چې د دوی ونډه پکې نه وي افغانستان یوه بل ناورین ته ور ټېل وهي چې ډېر افغانان یې د شلمې پېړۍ د وروستۍ لسیزې د پیل تجربو ته په کتو سره اندېښمن کړي دي.
په ټوله کې امریکا له افغانستانه د وتلو د باعزته لارې په لټه کې ده، طالبان کابل ته د راننوتلو په داسې لارې پسې سرګردانه دي چې د دوی نوم او نښان پکې ځلېدلی وي افغان دولت د داسې لارې د موندلو هڅې کوي چې له طالبانو سره خبرو ته په کېناستو د افغانستان ولس د عزتمندې سولې خاوند شي او ملت د داسې خوندي لارې په لټه کې دی چې بچیان یې د ټوپک له غږه لیرې ارام ژوند ته پرېښودل شي.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 62 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.