The news is by your side.

وردګ د پاڼ او پړانګ تر منځ دل ولس / توریالی ملیار

0

وردګو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو او هوايي بمبار له امله د ملکي مرګ ژوبلې کچه بوږنوونکي حالت ته رسېدلې او تر بدو بتره یې دا چې همدغه د ویر او ماتم پېښې لا پسې تکراريږي او ډېرېږي، جغتو ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو بمبار، چک ولسوالۍ کې په بمونو د کورنو الوزول، جیلګه ولسوالۍ کې په بمبار د کورونو نړول او د سید اباد په تنګي کې په کورونو هوايي بریدونه هغه پېښې دي چې ګڼ ملکي وګړي پکې وژل شوي، ټپیان شوي او کورنه یې له خاورو سره خاورې شوي. دولتي ارګانونو تر اوسه نه د دغو پيښو غندنه کړې او نه یې ورته د څېړنې کوم پلاوی ګومارلی. که څه هم ټولنیزې رسنۍ او خبري سرچینې په لږ وخت کې دولت او خلک له داسې بوږنوونکو پيښو خبروي او مطبوعات پرې خبرونه او تبصرې وړاندې کوي خو لا پرې سیاسي واک داران پټه خوله او پټې سترګې دي، تر دې چې دغه غم لړلې پېښې د نړۍ د مطبوعاتو سرټکي وګرځېدل مګر افغان دولت پرې د صمٌ بکمٌ لاره اختیار کړې او د ولس چیغو ته یې غوږنه کاڼه نیولي.

د وردګو د دغو دردوونکو پيښو پر وړاندې د یاد ولایت والي چې د ګلبدین حکمتیار د تنظیم له پخوانیو ټوپکمارو دی هم خوله پټه نیولی دی کله د مرګ ژوبلې پېښې مني، کله ترې منکر شي او کله یې په ارقامو ضد نقیض څرګندونې کوي، خو نه یې د ولایت د لومړۍ درجې د مسوول په توګه څېړنه وکړه نه یې پېښه کې عاملین پړه وبلل او نه یې د داسې پيښو د مخنیوي لپاره کوم اغیزمن ګام پورته کړ بلکې د خپلې څوکۍ ساتلو لپاره یې ځان داسې ګنګړو نیولی چې ګواکې هیڅ هم نه دي پيښ شوي او که پيښ شوي هم دي نو دی یې مسوول نه دی، مګر د افغانستان د نافذه قوانیونو له مخې والي په هر ولایت کې د حکومت او ولسمشر لومړی درجه رسمي او با اختیاره استازی دی، د ولایت ذمامدار دی او هره ښه بده په ده ور ټپ بلل کېږي، خو دی حتی د دغو پيښو پر وړاندې د سولییز غبرګون او مدني لاریون حوصله هم نه لري او دې برخه کې په ډېره بې پروایئ د خلکو د مدني حرکت مخنیوي کوي او د خلکو د بیان د ازادۍ مخه نیسي.

له بله پلوه ولسمشر چې د همدغه ولس د رایې پر بنسټ قدرت ته رسېدلی، د افغان پوځ اعلی سر قوماندان او کل اختیار دی خو د ملکي تلفاتو برخه کې یې دریځ نا معلوم غوره کړی او پټه خوله یې بهتره ګڼلې، نوموړي د دغسې غمناکو پیښو په اړه کوم اغیزمن غبرګون نه دی ښودلی، نه یې کوم نظامي قوماندان او چارواکی احضار کړی، نه یې ترې د بې پروایئ پوښتنه کړې نه یې اسناد څېړلي نه یې څارنوالي او محکمې ته وړاندې کړی او نه یې هم د عسکري او نظامي دسپلین په بهانه کومه څپېړه وهلی، ولسمشر دې برخه کې له مسوولیته د تېښتې هڅه کړې حتی د کرزي په څېر یې د پټکو او غورو دربو په بڼه هم خوله نه ده پرانیستې چې لږ تر لږه خو د ولس قهر را کم کړي.

د ولسمشر به په یاد وي چې همدغه غریب خو غیرتي ولس په څومره ګواښونکو شرایطو کې د رایو تر صندقونو ولاړل او د پاڼ او پړانګ تر منځ یې د ولسواکۍ پر نرۍ او خطیره لاره د ډيمو کراسۍ ریښتینې اراده تمثیل کړه، حتی یوه رایه ورته د ژوند په بیه تمامه شوه، له امله یې د بدن اعضا پرې شول، د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبور شول، وهل او ټکول یې وزغمل خو له خپلې ارادې او عزم تېر نه شول خو اوس همغه انتخابي او معتبر ارګان د همدغه بې دفاع او بې وزله ولس لاسنیوی پرېښی او څوک یې غږ نه اوري.

دغه ارګان وردګ ولس د تنظیمي تربګنیو داسې خوګلن ته ور ټیله کړی چې په پټ اور یې سوځوي، نورو ولایتونو ته د والیانو او لوړ رتبه چارواکو په توګه ځوان اکاډمیک او بې طرفه کدرونه ور لیږي خو وردګو ته یا تنظیمي سوباړي ور پېرزو کړي او یا هم داسې متقاعد او موسن اشخاص ور مرش کړي چې اوس یې د کار وخت نه، کور کې یې د استراحت وخت را رسیدلی، کرزي صاحب یو وخت وردګو ته داسې یو والي لېږلی و چې د خپل عمر ۸۵ کاله یې پوره کړي او د دندې پر مهال یې په ولایت کې پور پرې کړ، ورپسې اوسني ولسمشر هم د ځونډي ګل، او ظفر الدین په څېر داسې کسان ولیږل چې نور  یې د کبر سن له کبله د داسې سترې دندې د ترسره کولو وس له لاسه ورکړی.

د افغان ځواکونو له سرښندنو سترګې نشي پټېدی مګر دا هم باید ومنو چې افغان ځواکونو کې د بهرنیو استخبارتي کړیو نوږي او بېلګې شته، قومي، ژبني او سمیه ییز متعصبین پکې موجود دي، په نشه يي توکيو روږدي، مفسدین او په جرمونو تورن پکې ځای لري، په عقلي او عصبي ناروغیو د اخته عسکرو څرک پکې لګي، غیر مسلکي او په واسطو ګومارل شوي چارواکي ښه پرېمانه چکر پکې وهي، د طالب وسله والو د فکر او اېډیا مله کسان پکې شته چې دغه ټول عوامل د دې سبب کیږي تر څو جګړه ییز عملیات د ګټې پر ځای زیانونه او ناورینونه را منځ ته کړي.

وردګو کې خلک وايي هغه وخت چې د افغانستان جګړې عملي ډګر کې تر ډېره نړیوال ځواکونه ښکېل او جګړه یې ګرمه ساتلې وه  د ملکي مرګ ژوبلې کچه دومره نه وه لوړه شوې او د ولسي خلکو مرګ ژوبلې ته یې پام کاوه مګر اوس د خپلو پوځیانو له لاسه د ملکي مرګ ژوبلې ډېرښت د خورا اندېښنې وړ دی او تر ډېره دغه کار د هغه پټ دښمن تکتیکي عمل بلل کېدی شي چې غواړي په لوی لاس ولس او دولت سره لاس و ګریوان کړي د سولې بهیر له خنډونو او ګواښونو سره مخ کړي او خدای مه کړه د یو بل ناورین په رامنځ ته کېدو هېواد کې تېرې لاسته راوړنې په یو مخ له منځه یوسي.

زموږ ولس چې له یوې خوا له فقر، لوږې او ناروغيو کړیږي له بله پلوه د مخالفو وسله والو له غلبلو په امن کې نه دي، هم ترې ډوډۍ غواړي هم ترې عشرونه او ذکاتونه ټولوي اوهم یې کورونه د استراحت د بستر او سنګر په ډول استعمالوي، افغان ځواکونه یې هم په یوه او بله بهانه ګرم وبولي او د یوه کوچیني خرمست پر سر پرې خپله غریبانه جونګړه را وغورځوي، له بل لوري یې ژوند خپل سري وسله وال او وژونکي غله هم  ګواښي، د تربګنیو اورونه هم ورته اړم دي، حتی مسافر وړونکي موټر هم ورته د مرګ چاړه او رسۍ شي او ځای ځای یې په لسګونو کسان په وینو کې خولم کړي وي، دغه دردمن او کړېدلی ولس هره ورځ د جنازو په تکفین او خښولو بوخت ستومانه وي هدیرې یې پلنېږي خو ژوند یې د کړاونو په اغزیو کې محدود ېږي او همداسې بې وسه او بې کسه د نادودو په غبار کې د نا څرګند برخلیک پر خوا د خپل ژوند ورځې کموي.

(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.